چهارشنبه، ۱۹ جنوری ۲۰۱۱

 
لیکوال او داستان لیکونکي ښاغلي عنایت الله پویان
 

 

ښاغلي عنایت الله پویان نه یوازی زموږ د هیواد خوږ ژبې شاعر، نامتو او تکړه لیکوال دی، بلکې نوموړې د شاعري ترڅنګ خپل ځواک او قوت یې د خواږو نثرونواو ولسي داستانونوپه لیکنوکې هم ښودلې دی. پویان صاحب یوغښتلې، نوښتګرکیسه لیکونکې او د پښتو د منثورو ادبیاتو او لنډو داستانونویو وتلې لیکوال او د درناوي وړ ادبي او فرهنګي شخصیت دی.

د ده د داستانونواو کیسو موضوعګانې، شکل، مضمون او پیغامونه ډیر ښکلي او په زړه پوري او له پښتنې مینې نه ډک دي. د ده په داستانونوکې د افغاني ټولنې د مختلفو حوادثو او پیښو نوي او تازه واقعیتونه او د انسانانود ذهني پرمختګ ضروریات څرګند شوي دي. ده په ډیر هنرمندانه توګه په خپلو کیسواو داستانونو کې د خلکو او هیوادوالوپه ژبه د ټولنې هغه واقعیتونه او حقایق چې ده په خپلو سترګو لیدلي دي په ډیر ښکلي تصویرونو او خیالونو کې خپلو خلکو ته بیان کړي دي. د ده لیکنې زموږ د وګړو لپاره د یو ادبي او فرهنګي درس حیثیت لري. ده په خپلو آثارو او داستانونو کې داسې یوه لاره غوره کړې ده چې زموږ هیوادوال باید دخپل راتلونکي ژوند په مختلفو اړخونو کې ترینه خوند او پند واخلي.

ما څو میاشې په خوا د پویان صاحب سره دشعر او شاعري په هکله مرکه درلوده، هلیه مندیم چې زموږ ادب دوستانو د ده د ادبي او فرهنګي شخصیت د پیژندګلوی په هکله خپل مالومات تر لاسه کړې وي، خو زه غواړم په دې لیکنه کې د پویان صاحب د کیسواوداستانونولړۍ ته دوام ورکړم. دا جوته خبره ده چې هر لیکوال د خپلو آثارو له مخې په ټولنه کې خپل ځای او مقام تر لاسه کوي. پویان صاحب هم هغه شاعر او لیکوال دی چې یو شمیرشعرونه، کیسې، نکلونه او داستانونه یې لیکلي دي چې د ده داستاني ادبیات او شعري آثار د قدر او ستاینې وړ دي. د پویان صاحب د باارزښته ادبي کیسو او داستانونوڅخه مو یو په زړه پورې داستان غوره کړې دی، چې د تاسو ادب مینانو او کیسه دوستانو پام ورته راګرځوم.

 زاړه کتابونه او زړې مدرسې

 مودې تیریدلې او زه په دې چرت او فکر کې وم چې د زمانې د مقتضیاتو په بنیاد نوي کتابونه ترلاسه کړم او د عملي کولو په چارو یې فکر او غور ؤکړم  د نویو او مترقي کتابونو د موندلو لپاره د غرمې په اورینې  هوا کې له کاله ؤ وتم او د بر کلي لاره مې غوره کړه – د لارې په اوږدو کې مې له ځان سره چرتونه وهل او له ځان سره مې ویل: هغه کتابونه چې خلک ئې نوي بولي او زه ئې د مندلو په قصد کي یم څه نومیږي؟ د هغو کتابونو د تعلیم او تد ریس  پوهان او استادان به کوم کسان وي؟ څوک به ئې د عملی کولو چارې په مخ بوزي او څوک به ئې د ناپوهۍ او تعصب له امله د عملي کیدوپه چارو کې د لارې خنډ شي؟ - لا غرمه تیره نه وه د بر کلي مجموع المدارس ته و رسیدم او د یوې ببرې ونې تر سیوري لاندې د زړو او ویجاړو حجرو مخې ته نژدې ودریدم- له حجرو څخه بهر د څپاندې ویالې په دواړو غاړو کې د هسکو هسکو چنارونو د سیورو لاندې د طالبانو بنډارونه جوړ ؤ، ځینوطالبانو خپلې جامې مینځلې او ځینو خپل سرونه خرييل او ځینو د خپلو سبقونو ګردانونه کول. د طالبانو د ضرب، ضربا، ضربو غږونو په شورماشور او ګڼه ګوڼو کې ګنګس او ګیچ روان وم، د یوه سپین پوستي طالب سترګې پر ما ولګیدې، هغه خپلې جامې د رود اوبوته نژدې پریښودې او په مڼډو، مڼډو زما مخې ته راغي او راته یې ؤ ویل (طالب جانه! د دیره کیدو قصد لرې؟) هغه ته مې ؤ ویل (نه، د کوزکلي په مدرسې کې دیره یم، غواړم د دغې مدرسې له مدرسو استاذانو څخه نوي کتابونه تر لاسه کړم) د سپین پوستي طالب د شونډو د پاسه ترخه موسکا پریوته او په موسکا کې ئې راته ؤ ویل (دلته په دغو مدرسو کې واړه کتابونه آن د بابا دم علیه السلام د زمانې زاړه کتابونه دي، او بله دا که څوک د نوو عصری کتابونو د لوستلو او رواجولو لپاره سر ؤګرځوي د کفر ټاپې پرې لګیږي او د مدرسی استادان  ئې په سولۍ خیژوي) د دې لپاره چې پر ما هم د کفر ټاپې ؤ نه لګیړي، له سپین پوستي طالب سره مې خبرې لنډې کړې او په منډو، منډو له مدرسو څخه را ؤ وتم او د پراخو کروندو له لاري د خپل کلي او کور په لور ؤ خوځیدم- هوا بیخي توده وه، اورین بادونه لګیدل او د اورینو بادونو په څپو کې د کلي بزګرانو د غنمو لوونه کول او د لو ګرو شاه ته د کلي ماشومانو او میرمنو د غنمو وږي را ټولول- د یوې نرۍ پولې په سر، د نوو سرکاري کتابونو د موندلو په چرت او فکر کې ګنګس او کیچ روان وم، د یوه سپین ږیري بوډا لو ګري سترګې په ما ولګیدې هغه لو او لور پریښود او زما په لور ئې چټک چټک ګامونه اوچت کړل- ما دا سې ؤ انګیرله چې ګنې هغه به تیروتی وي او د بل چا ګومان او شک به ئې پر ما کړی وي. څادر مې په سر وغوړاوه او سترګې مې د لمر له وړانګو پنا کړې او ترې روان شوم – هغه را باندې غږ ؤ کړ (طالب جانه! ودریږه، کار در سره لرم) هغه ته مې ؤ ویل (ماته وائې) هغه راته ؤ ویل (هو تاته وایم) د نرۍ پولې په سر، د هغه د راتګ لپاره وچ کلک ودریدم- هغه ګامونه تیز کړل او په منډو، منډو يې ځان را ورساوه او خپلې ګردجنې مټې ئې زما له ملا را تاوې کړې او غیږ په غیږ ئې را سره جوړ تازه ؤکړه او بیائې د یوې ببرې ونې تر سیوري لاندې دغنمو د څتریو او قودو د پاسه د کښیناستو بلنه را کړه او د یوې بلې څترۍ د پاسه راته مخامخ کښیناست او ځیر، ځیر ئې راته ؤ ګتل او راته ئې ؤ ویل (پوښتنه خو به عیب نه وي، د ملا عصمت الله اخوند زاده زوی بسم الله جان نه يې) هغه ته مې ؤ ویل (هو یم، ته زما دادا له کوم ځای، څرنګه پیژنې) د بوډا سپین ږیري لو ګري سپیرې شونډې بیرته شوې او په نصوارو ککړه خوله او کڼډاس ژیړ غاښونه ئې را ښکاره شو او په موسکا کې ئې راته ؤ ویل (زه په تیرو کلونو کې ستاسو د کلي د جومات خادم ؤم اوخدای مې دې غاړې نه بندوي ته هغه مهال د وو او یا اتو کلونو ماشوم وې او ملا عصمت الله ته به دې د اوداسه کوزه را ځغلوله او په جومات کې دې د الف، بې سپاره لوستله) د هغه سترګو ته ځیر شوم، هغه مې ؤ پیژانده، زمونږ د کلي د جومات پخوانی خادم (مومن اکا) ؤ. د هغه غاښونه توئې شوي وو او د هغه ږیره سپینه شوې وه او د هغه د سر ویښتان ریژیدلي وو- نو هغه ته مې ؤ ویل (ته مې ؤ پيژاندې، ته مومن اکا ئې، تا به د دوبي په تودوښې او ګرمې هوا کې د غرونو له لمنو څخه په شاه د وچو ځوځانو او وچو ترخو ګیډي راوړل او په ژمې کې به دې پرې د جومات تاوخانې تودولې او کلیوالو به د کور په سر یوه ګوله وچه ډوډۍ درکوله او ستا د کاله ګذاره به په وچې ډوډۍ نه کیدله او له کلیوالو سره به دې د چای او بورې او صابون او غوړیو په پیسو جنجال او شور ؤ- همداسې نه ؤ) هغه د سر په خوځولو زما د خبرو تصدیق ؤکړ- له هغه څخه مې د هغه د زوي د (ګلاپي) پوښتنه ؤکړه. چړخنې سترګې ئې له اوښکو ډکې شوې، په ژړا شو او په ژړا کې ئې راته ؤ ویل (د ګلاب جان خو له سرکاري مښتب (مکتب) سره مینه وه، خو له بده مرغه نا پوهو ملایانو په هغه د کنومیستي (کمونیستي) او کفر ټاپې ولګولې، هغه وطن پریښود او ښکته د د ګرمو بویناکو ښارونو او وطنونو په لور لاړ او بیا را ستون نه شو، پته ئې راته نه لګي او له حال او احوال يې خبر نه یم) د مومن اکا غمجنو مرکو او کیسو د پریشانو فکرونو او ورانو چرتونو په ټال او زانګو کې کښینولم، هغه ته نژدې چوپه خوله ناست ؤم او چرتونه مې وهل او د هغه په ما پام شو او په لوړ آواز کې ئې راته ؤ ويل (وراره! د ا ولې داسې غلی چوپه خوله چرتي ناست ئې او خبرې نه کوې- چرت مه خراپوه، که ګلاپی ژوندی وي، د ژوندیو لارې سورۍ دي، را به شي او که مړ وي خدای دې جنتونه ور په برخه کړی، د پښو غړي مي سست دي، د کور جنجال را په غاړه دي، ورپسې تلای نشم خو دعا ګانې ور پسې کوم) دهغه د شین سترګې کوچنوټې لورکۍ (بابکې) نوم مې ورته واخیست، کنډاسه خوله ئې له خندا ډکه شوه او په خندا کې ئې راته ؤ ویل: هغه پیشو ګۍ چې تا وه کلنه لیدلې وه پیغله شوه، دروغ د ایمان زوال دی، دروغ درته نه وایم، ریښتیا درته وایم، ریباران ئې بیخي ډیر ؤ خو ما هغه د خدای په جات په خیرات کې یوه نالوستي خوار بزګر ته چې نه ئې د ښونځي او مدرسې دروازه لیدلې وه او نه په خط او قلم پوهیده بې له پیسو او بې له ټنګو د خدای په جات ور واده کړه، د بابکې ګذاره ښه وه وچه او لمده ور رسیده خو بیا وروسته د حکومت میرزایانو په هغه د کودتا چي تور ولګاوه ـ هغه خوارکی د کودتا په مانا نه پوهیده خو د کودتا چي په نامه ئې د زندان سختې شپې او ورځې تیرې کړې او په زندان کې د چرسو او پوډرواو قمار په مرضونو اخته شو، د بابکې خاوند د خپلو نشو پسې ورک دی او خپله ځوانه جهانه میرمن ئې ماته پریښې ده، وچه وي که لمده وي زه ئې ور رسوم، خدای ئې ور رسوي) له مومن اکا سره د غنمو د قودو د پاسه اوږدې شیپې ناست وم او په پای کې له هغه څخه مې د تګ اجازه ؤ غوښته او هغه راته ؤ ويل: په پارسۍ کې خلک متل کوي (نان بیاز پیشاني واز) څه چې تیار وي هغه به یار وي، کاله ته به لاړ شو او د ګلاپ مور به درته خوشحاله شې، غرمه به له ما سره تیره کړې) هغه ته مې ؤ ویل (د نوو عصري کتابونو د موندلو په قصد کې یم، اجازه را کړه چې لاړ شم او د نوو کتابونو د موندلو لپاره سر ؤ ګرځوم) د مومن اکا مجاز واوښت او په غصې کې ئې راته ؤ ویل (ولې داسې نه وایې چې خانان او آخوند زادګان د خوارو بی وزلو خلکو په تګ او را تګ او آشنائې شرمیږي) د مومن اکا دغو خبرو اړ کړم چې د نوو کتابونو خبرې هیرې کړم او د هغوی کاله ته ورشم نو هغه ته مې ؤ ویل (چې داسې ده او ما خان او ځان خوار پولې در سره ځم) د هغه مجاز سم شو او هغه د مخه او زه ور پسې شوم، د لارو په اوږدو کې هغه د کلي په هکله را سره کیسې کولې او ر اته ئې ویل (په دغه کلي کي چې مونږ په کې ژوند کوو شین کفر روان دی، په دغه کلي کې وسلوالو ټولګیو د خلکو میړوښې میرمنې د غواګانو په څیر په عربو سودا ګرو خرڅې کړلې او څوک نشته چې د دغو مظلومو خوارو میرمنو چيغې او فریادونه واوري ـ لا مي له مومن اکا سره کیسې خلاصې نه وې د هغه د کور د ویجاړو کوټو مخې ته نژدي ورسیدو، مومن اکا د یوې لوغړنې کوټې مخې ته نژ دې ودرید او غږ ئې وکړ (ملالۍ، وه ملالۍ! په کوم غار ننوتې ئې چې غږ دې ناورم، سر را ښکاره کړه او ؤ ګوره د ملا عصمت الله زوی بسم الله جان را غلی دی، ورسره ستړي مشي ؤکړه او لمڅی ؤ غوړوه) د تورې کوټې له تورو تیارو څخه په شاه او ملا کړوپه ابۍ، ملالۍ ترور را ؤوته، اریان، اریان ئې راته کتل او نه ئې پیژاندمه او مومن اکا په هغې غږ ؤ کړ (د څه لپاره اریانه، اریانه ورته ګورې، د رحیمې خور زوی بسم الله جان دی) ملالۍ ترور په ځیر، ځیر راته ؤګتل او زه ئې له سترګو ؤ پيژاندم او د وچو هډوکو په څیر خپل وچ ډنګر لاسونه ئې زما په غاړې کې را وا چول او د خپل ورک شوي زوی ستاینې ئې پیل کړې (زما ورکه زویه، زما هردم شهیده زویه، تاته مې واده کړی نه ؤ، تاته مې ناوکۍ واده کړې نه وه، ته د هوا مرغه شوې او سپین سرې مور دې یوازې پريښوده، زوی جانه راشه ؤګوره، ستا د کوچنیوالي د لوبو ملګري بسم الله جان را غلی دی) او بیا ئې راته ؤ ویل (زوی جانه !ګلاپی ورک دي) مومن اکا په هغې غږ ؤ کړ (مه ژاړه، ژړا بد شاګوم لري، دعا ؤکړه، چې خدای دې روغ او جوړ خپل وطن اوغانستان ته په خیر راولي) ملالۍ ترور د خپل شلیدلي پوړني په پیسکې د خپلو چړخنو سترګو اوښکې پاکې کړې او بیا ئې د تورې لوغړنې کوټې د وراستو دیوالونو تر سیوري لاندې لمڅی ؤ غوړاوه او د مومن اکا تر څنګه راته مخا مخ کښیناسته او زمونږ د کورنۍ د غړو بیلې، بیلې پوښتنې ئې ؤکړې او بیا د تور انغري په لور ؤ څښیده او د سابو غوړ، غوړ پيرکي ئې پاخه کړل او هغه ئې زما او د مومن اکا مخې ته نژدې کښیښودل او راته ئې ؤ ویل (طالب جانه! د غریبیو او خواریو سپیره کور دي، د میلمنو قدر او عزت کولای نه شم، د سابو پیرکي مې پاخه کړل، خپه نه شې) هغې ته مې ؤ ویل (ستاسو کور خو زما خپل کور دي، ولې به خپه کیږم) له مومن اکا سره مې غوړ، غوړ پیرکي ؤ خوړل او بیا د ګلاپي د لا درکۍ خبرې را بر سیره شوې او مومن اکا راته ؤویل (د ګلاب جان خو د سرکاري مښتب له سر معلم سره انډیوالي وه خو له بده مرغه چا ئې شیطاني ؤکړه او د مجموع المدارس پنجابي آخوندانو پرې د خلقي توب او کنومیستۍ /کمونستي/ ټاپې ولګولې، ګلاپ خو د لږ عمر نا پوه ماشوم ؤ او د کنومیست په مانا ئې سر نه خلاصیده خو له بده مرغه د خلکو د شیطنت له لاسه علمای کرام پرې د کفر او کنومیست ټاپې ولګولې او هغه خوارکی يې له دارالاسلام څخه د جوج اوماجوج سیمې دارالکفرته ؤ غورځاوه) له هغوی سره مې ښایسته ډیرې شیبې ګپ او شپ ولګاوه او ډیرې هیرې شوي خاطري مو سره یادې کړې او بیا مې له هغوی څخه د تګ اجازه ؤ غوښته او مومن اکا راته ؤ ویل (بیا چې یو بل وینو څوک به مړه څوک به ژوندي وي، وخت غنیمت دي، پاتې شه، د ماښام لپاره به چرګه حلاله کړو او زړې خاطرې به را ژوندۍ کړو) هغه ته مې ؤ ویل (په کلیو او بانډو کې د خدای په قار ککړ ځان وژونکي ترورستان ګرځي، وخت نازک دی، مور او پلار مې زما د ځنډیدو له امله پریشانه کیږي، ځم چې نوې کتابونه تر لاسه کړم) مومن اکا راته ؤ ويل (چې داسې ده، ست نه درته کوم) ملالۍ ترور او مومن اکا دواړو خپل لاسونه د قبلې په لور اوچت کړل او د تګ دعا ئې راکړه د څپلیو بندونه می ؤتړل، څادر مې په اوږو واچاوه او د خپل کور په لور رهي شوم- لا د ماسښین د لمانځه لپاره وخت پاته ؤ د خپل کلي کوڅو ته نژدې ورسیډم، پلار مې د کروندو له لیارې مخې ته راغی او راته ئې ؤ ویل (هلکه طالبه! نوې کتابونه دې ؤ موندل؟) هغه ته مې ؤ ویل (نه پلار جانه!دبنیادګرو ټوپکیانو او ځان وژونکو غدارانو له لاسه، قلمونه مات، مدرسې ړنګې، کتابونه سوځول شوې دي- او بله دا که څوک د نوو مترقي کتابونو د لاسته راوړلو لپاره سر ؤ ګرځوي پاکستاني بنیاد ګر ملایان ئې په سولۍ خیژوي) پلار مې د خپلې شواړې کرتۍ له شواړو جیبونو څخه یو ښکلی رنګین کتاب را بر سره کړ او راته ئې ؤ ویل (غم مه کوه، ما ستا لپاره دغه د پنجاب په چاپ خانو کې چاپ شوی نوی کتاب موندلای دی، بیخې نوی دی او د سرو زرو په اوبو لیکل شوی دی، خوښ به دې شي) لاس مې ؤ غځاوه او کتاب مې تر لاسه کړ- پلار مي د ماسښین د لمانځه د ادا کولو لپاره د جومات په لور لاړ او زه له جومات څخه د لاندې د څپاندې ویالې اوبو ته ور کوز شوم او د ځپاندې ویالې په اوبو کې مې اودس تازه کړ او د یوې ببرې ونې تر سیوري لاندې څادر مې ؤغوړاوه او د خدای فرایض مې تر سره کړل او بیا مې په ډیر شوق د کتاب پاڼې پرانستې- په ریښتیا هم کتاب بیخي نوي ؤ، وقایه او صحیفې ئې هم بیخي نوې او رنګينې وې، د سرو زرو په اوبو لیکل شوی ؤ خو د مضمون او محتویاتو له پلوه بیخي زوړ ؤ، د ظالمو پاچایانو او نا پوهو امیرانو ستاینه په کې شوې وه او ظالم ېاچایان په کې د خدای (ج) د سیورو په نومونو ستایل شوي وو- او له خرافاتو ډکې خیالي کیسې په کې لیکلې شوې وې- د کتاب په ورستیو پاڼو کې راغلي و: ځمکه د غوائي په ښکر سوره ده او غوایی په يو داسې سین کې پروت دی چې څوک ئې سر او لکۍ لیدلای نه شی نو کله چې غوا او یا غوایی ستړی کیږي ځمکه له یوه ښکر څخه و بل ښکر ته غورځوي او زلزله ترې جوړیږي) همدارنګه په کتاب کې د پښتون د سپیڅلي بهادر قام غندنه شوې وه او د نړۍ ؤلسونه ئې یو د بل پر ضد جګړو ته هڅول او د وهابي ملایانو د غلطو فتواګانو ستاینه په کې شوې وه -دغه د پردیو هیوادونو د استخباراتي شبکو له غرض ډک ګتاب مې یو زلي ولوست او بیا مې د څپاندې ویالې په څپو کې لاهو کړ ا و تش لاسونه خپل کور ته را ستون شوم – زما د ژوندانه کابو ټوله برخه لکه د مالیې د زړو میرزایانو په څیر، له زړو وراستو دوسیو او زړو کاغذونو سره، د زړو ګرد جنو میزونو شاه ته، د زړو فکرونو او زړو قره قلي ګانو له خاوندانو سره، په زړو زړو خیالونو کې ېای ته ورسیده خو په دا دومره اوږد عمر کې نه چا د نوو کتابونو د محتویاتو په مطلب پوه کړم او نه چا د نوو مترقي کتابونو د لوستلو لپاره ؤ هڅولم او نه چا د نویو کتابونو د نظریو د عملي کیدو لپاره خپل مهارتونه را سره شریک کړل- په تیر اخر عمر کې کله چې د عمر د پوخوالي له کبله زما د سترګو د کسو د پاسه د کمزورتیا خړه پرده را پریوته او زما لپاره د کتابوننو د مطالعې وخت ختم شو د پر مخ تللې نړۍ د علمي او تحقیقاتي ټولنو په تعاون هغه کتابونه چې زه ئې د کلونو کلونو په اوږدوکې د موندلوپه فکر او خیال کې وم لاسته راغلل، خو د افسوس خبر دا ده چې په ماعمر تیر دی او زما ستر ګې له کاره لویدلې دې او زه نشم کولای د دغو کتابونو د نظریو د عملي کولو لپاره عملي ګامونه اوچت کړم زه دغه د پرمخ تللي تخنیک او مدرنې تکنالوژۍ نوي کتابونه د هیواد ځوان نسل ته سپارم او په هغوي غږ کوم او هغوی ته وایم (راته ځوانو زلمیانو!د زړو زمانو زړې ببو لالې د زړو فکرونو خاوندانو ته پریږدئ او د مومن اکا په څیر د خوارو خلکو د کړاونو د ختمولو لپاره نوي کتابونه ولولئ او د ګران وطن د آبادولو لپاره ترې ګټه تر لاسه کړئ – د خدای ښه دې وي.

د دغو کیسواوداستاني لیکنو لړۍ دوام لري.

په ډیرمینه اومننه: انجنیر عبدالقادرمسعود

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org