یکشنبه، ۲۳ اگست ۲۰۱۵

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

 
بسم الله اکبری

 

  

ډبل فساد او ډبل ډبل فسادونه

 

په دې شپو او ورځو کې په کړیدلي او فساد ځپلي هیواد ګران افغانستان کې د فساد پر ضد کلکې غورزې پرزې او ډنډورې پیل شویدي. آن چې ولس مشر ډاکتر اشرف غني د فساد په وړاندې سرسخت جهاد ته د هیواد د علمای کرامو، دیني پوهانو او روحانیونو پاملرنه را وګرځوله او هغوی یې په هیواد کې د مسلط او واکمن فساد پر ضد مبارزې ته وهڅول. هو! هغه فساد چې د ګران ویاړلي او نومیالي افغانستان له غروره ډک نوم، تاریخي صلابت او درنښت ته یې بې ساری زیان رسولی او نن د ټولو نړیوالو په اند افغانستان په سپک نوم یادیږي او په دې کرغیړن نوم لړ کې یې دویم مقام خپل کړیدی د اشرف غني په وینا د شرم ځای دی. رښتیا هم له یوې خوا افغانستان د متحجرو، بې ضمیره بنسټ پالو او د آی اس آی د مزدورو تروریستانو په خونړیو خیرنو منګولو کې نښتی دی چې د افغانستان په نوم سره د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د وحشت، بربریت، چور چپاو، جنګ جګړې او په یوه کلمه کې د انسانیت او انساني کرامت د ځپلو او د ښځو لوړ او سپیڅلي مقام ته د سپکاوي مفاهیم له بده مرغه تداعي کیږي. رښتیا هم دریغه، دریغه د افسوس او شرم ځای دی چې د یوویشتمې پیړۍ د علم او پرمخ تللي مډرن تیکنالوژیک عصر کې ګلالی او ښکلی افغانستان د جګړې په اور او د فساد په تنور کې سوزي

فساد څه ته وایې؟

د دولتي او یا حکومتي واکمنۍ او زورواکۍ څخه خپلو شخصي ګټو او موخو لاسته راوړلو ته فساد وایې. یا په بله ژبه په زور، جبر، غدر او ناروا لارې ګټې او هدف ته رسیدل فساد دی

فساد یواځې نغد رشوت اخیستل نه دي هغه بیلا بیلې بڼې لري چې په دې لنډه لیکنه کې به یې وضاحت. وشي.

د نړۍ د زیاتره پوهانو په نظر تر ټولو ټکان ورکوونکی او برخلیک ورانوونکی فساد د یوه هیواد په کچه په ټول ټاکنو کې فساد رامنځته کول دي په دې مانا چې د یوه هیواد ولس او عام وګړي په یوه ټاکلي مهال او وخت سره غواړي چې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره په آزاد او دیموکراتیک ډول دولتي او حکومتي زعامت او مشر وټاکي ځکه همدا ولس او خلک دي چې د یوه ګډ ملت په توګه د هغه چا په غوراوي او ټاکنو کې هاند او هڅه کوي چې د خپل هیواد او ملت په ګټه او خیر یې بولي او د ټول ټاکنو مشروع او دیموکرتیک حق او امتیاز په اګاهانه توګه پلی کوي.

په ټول ټاکنو کې درغلی او فساد زړه بوږنوونکي ګډوډي او انارشیزم ته لاره پرانیزي او ملي ثبات او ټیکاو ګواښې.

د برازیل د هیواد په ټول ټاکنو کې د درغلیو له کبله ۲۵ تنه لوړپوړي چارواکي او د هغه هیواد د جمهور رییس د دفتر د مشر په ګډون محکوم شول.

له بده مرغه زموږ په هیواد کې هم په څرګند ډول د جمهوري ریاست ټول ټاکنې د فساد په منګولو او بیګانه سیاست په پلي کیدو سره تالا ترغه او سبوتاژ شوې چې د هغه زیان او تشه په آسانی سره نه جبیره کیږې او د زور واکانو د فساد لپاره پراخې زمینې رامنځته شوې او د دولتي اوتوریتي او واک په کارولو سره د خپلو ډلو ټپلو، سمتي، تنظیمي، قومي او ژبني منفي اړیکو بازار ښه ګرم او د خپل سریو بزکشي روانه ده او د ولس هیلي او غوښتنې د فساد په سیاست کې لاهو شوې چې له بده مرغه عام ولسونه یې د روان کړکیچن او غمجن حالت په اور کې سوزي ژوندي په بمونو الوزول کیږي د مشرانو او کشرانو سرونه غوڅیږي چې د کابل له ښاره نیولي بیا د هیواد په ګوټ ګوټ کې وجدان دردوونکي سترې تراژیدی او بې ساري غمیزې رامنځته او دا ټول د ټاکنو د فساد زیږنده دي او دا لامل دی چې افغان ولس یې دوه سري پاچاهي بولي او هغو د ولس په ټپي ارمانونو خاورې وشیندلې او دادې د هیواد د تیکاو او جوړونې ستر ځواک او پوتانسیل چې ځوانان دي په ژړاندو سترګو او سترو ناهیلیو د خپل مورني هیواد غیږه پریږدي د سمندرونو مرګونو څپو او د ځنګلونو د ځناورو خوراک ته ځانونه اچوي او د ګډوله حکومت ډیری چارواکې داسې خرمستی کوي چې د شهید د اوونی د شر غوبل فساد په نمانځلو سره د کابل پتمن او شریف ښاریان پخپلو وینو کې رغړیږي او د افغان د غیرتي ولس په ککریو فرعوني آسونه په خورا ستر او څرګند تکبر سره ځغلي او د ملي غرور له پاسه د فساد میچنې او ژرندې ګرځي او د فساد په نیشه کې غرق چارواکي د افغانستان د روان بحران او د بې وزله ولس د ویر او ماتم په کیسه کې نه دي او داسې انګیري چې د دوی خرمستی به ابدي وي (آسپه مې له بله، تازیانه مې له ځنګله، چې اوس یې نه ځغلوي، نو کله)

د نړیوال شفافیت او روڼتیا موسسې د (نړیوال فساد بارومتر) تر سرلیک لاندې یو رپوټ خپور کړی او په هغه کې یې د نورو بنسټونو په پرتله پنځه بنسټونه او سازمانونه فاسد شمیرلي دي او هغه دادي:

۱: سیاسي ګوندونه ۲: پولیس او امنیتي ارګانونه ۳: اداري مامورین ۴: پارلمان ۵: قضایې ارګانونه او نهادونه

د امریکا د متحده ایالاتو د قضا د عالي دیوان قاضي جان پل استیونس لیکي:

(پانګوالان او زورواکان نه یواځې د دولت کیفیت او مشروعیت د خطر سره مخامخ کوي بلکې په هغه باندې د عام ولس باور له منځه وړي. د هغه په اند که څه هم په ګرده بشري سازمانونو کې فساد شتون لري خو تر ټولو خورا بد فساد دولتي فساد دی)

د اروپایې ټولنې د کورنیو چارو د کمیسیون غړي میرمن سیسیلیا مالمستروم وایې (د اداري فساد د پراختیا ستونزه له تصوره پورته ده داسې ښکاري چې سیاستوال دې ته چمتو نه دي څو د فساد جرړې وباسي. ځکه د دولتي فساد ریښې ډیرې ژورې دي).

خو د فساد پر ضد د مبارزې د چارو کارپوه استاد سوزانرز آکرمن لیکي د سمون لپاره د دولت د عمل په کړنلاره کې اساسي بدلون رامنځته کول دي).

یوازې د قوانینو په تصویب او انفاذ سره د فساد مخه نه نیول کیږي او د قوانینو زیاتوالی لا ستونزي زیاتوي ځکه په ټولنه کې د قانون تطبیق او پلي کیدا اساسي خبره ده هغه قوانین چې په عمل کې پلي نه شي له شتون څخه یې نه شتون غوره دی.

له دې کبله زموږ په ټولنه کې په بیلا بیلو بڼو فسادونه لکه ساري مزمنه ناروغۍ د هیواد د سوکالۍ او پرمختګ مخه ډب کړي ده او د فاسدو مافیاېی زورواکانو له کبله ټوله افغاني ټولنه د فساد په ویروس اخته ده پانګه او پیسې د ژوند محک او ملي سپیڅلي ارزښتونه، انساني خواخوږي او بشري عواطفو خپل سپیڅلی ځای ځانځانی او ناروا کړنو ته پرې ایښی دی او هغه څوک د شان او دبدبې خاوند دي چې د هر ډول فساد د پلي کیدو زور او زر لري. او په دې لاره کې له هیڅ راز کرغیړن او رذیلانه عمل څخه ډډه نه کوي. کلونه پخوا د جنوبي کوریا په پلازمینه سیول کې یوه لویه پلورنځۍ ونړیده او د هغه لاندې په سلګونو کسان ووژل شوه د څیړنې په پایله کې څرګنده شوه چې د ودانۍ په ساختماني قرارداد کې فساد او درغلي شوي اصلي او وړتوکي د هغه په ودانۍ کې نه وو کارول شوي او مرتکبین په سخته سزا ورسیدل. خو په افغانستان کې مافیایې کړیو او زورواکانو د بانکونو، دولتي شتمنیو، موزیمونو، کانونو، د بی کیفیته سرکونو د ځمکو په غصب او آن د وسله وال پوځ د پوځي تجهیزاتو په چور او چپاول ځانونه وپړسول په قراردادونو کې فساد او غلاوې سلګونو سلګونو میلیونو ډالرو ته رسیږي چې سیمه ییز ټولواکان ترې جوړ شوي او ځان ته د افغان د ویاړلي نوم له کارولو ډډه کوي او په دې ستر تاریخي او ملي فساد په رامنځته کولو سره غواړي افغان غیور ملت بې هویته کړي او د واحد یو موټي افغان ولس په منځ کې چې په پیړیو پیړیو د افغان بیرغ لاندې ګډ اوسیدلي د نفاق او دوښمنی کرښې را وباسي دانه بښیدونکی ملي فساد دی چې د هیواد په زیاترو ولایتونو کې د هغه پر ضد په قاطعیت او جسارت سره لاریونونه وشول او خپله کرکه یې په ډاګه کړه.

د ډول، ډول فسادونو د له منځه وړلو لپاره د دیني عالمانو او مولایانو تر څنګ د ټولو روڼ اندو او مدني ټولنو او افغان فساد ځپلي ولس بیداری او هڅونې ته اړتیا ده حق ته د رسیدلو لپاره بې له ویرې مبارزه، هاند او هڅې د کړیدلي او جګړه ځپلي هیواد د ژغورنې لاره ده. ځکه د افغان ولس رښتیني دوښمنان همدغه د زر او زور او په فساد کې ډوب او رسوا شوي واکمنان دي چې بې وزله ولس د ناهیلیو سره لاس او ګریوان او د بدمرغیو په خونړي ناتار کې جهنمي ژوند تیروي خو ټولنه باید را ویښه او د فساد پیشه غلو په وړاندې بې له ویرې لکه غر ودریږي او د غدارانو د غورزو پرزو شیطاني نقشې دړې وړې کړي.

برو قوی شو اګر راحت جان طلبي      که در نظام طبیعت ضعیف پامال است

 

بسم الله اکبري

۱۴/۹/۲۰۱۵

هالینډ

  

  

  مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها بوده

و الزاماً بیانگر نظرات و دیدگاه ادارۀ سایت «اصالت» نمیباشد.