شنبه، ۱ اگست ۲۰۰۹

 

هغه د خاد په بوجیو کي روپي وي او که کوم بل شې؟

 

د خلقیانو او پرچمیانو صداقت او وفادری له وجی نن ته خپله اعتراف کوی چه د خلقیانو او پرچمیانو په وخت کی رشوت نه وو دا یوه ډیره ښه خبره او ښه اعتراف ده چه تا وکړی تر ټولو لوی خیانت نن ورځ په افغانستان کی فساد او رشوت دی چه ټول سابقه د مجاهدینو تش په نامه قومندانان ورباندی اخته دي.
ښاغلی خالد پښتون صاحب ته باید په دی باندی باور ولری چه خلقیان او پرچمیان ډیر صادق خلګ ول د دوی هدف یوازی خدمت کول خپلو خلګو او وطن ته وو، دوی شپه او ورځ د وطن و دفاع ته ملاوی تړلي وې.

 

د پنجشنبه په ورځ د زمري (اسد) د میاشتی په اتمه نیټه ښاغلی خالد پشتون د افغانستان د پارلمان غړي د امریکا ږغ د خبرو اترو په پروګرام کی د میلمه په صفت ګډون درلود او د هیواد والو و پوښتنو ته یی جوابونه ویل، دا چه د پشتون صاحب ټولی څرګندونی څه رقم ولی، په هغو ټول هیوادوال ډیر ښه پوهیږی چه نوموړی لکه فصلی مرغی چه د هری هوا او موسم مطابق الوزی او ریز کوی، نوموړي د هیچا سره نه ده، ولی د پیسو او چوکی په خاطر د هر چا سره یو ځای کیدای شی او ملاتړ ور ځینی کولاي شې.

د یوه وطنوال د سوال په باب پشتون صاحب ډیر په قهر شو او په ډیره ترخه لهجه سره یي جواب ورکړ او زیاته یی کړه د خلقیانو او پرچمیانو د حکومت په دوران کی یوازی رشوت او اختلاس نه ؤ نور نو هر څه په کی ول او دا یی هم وویل چه که رشوت او فساد اداری نه ؤ علت یی دا ؤ چه هغه وخت پیسي نه وي، اصلا هدف زما د دغی لیکنی څخه د پشتون صاحب همدغه خبره ده چه زه غواړم هغه څه ولیکم کوم چی زما د خپلو سترګو لیدلی حال دې. او نوموړی ته لږ څه د۱۳۶۰ کلونو خاطری ور په یاد کړم.

خلګ وایي: هغه څوک چه نه پوهیږی او یا خبر نه وی هغوی جاهلان دی، او هغه څوک چه ښه پوهیږي او یا خبر وی ولی حقیقت نه وایی هغه احمقان دی، اوس نو که نور څوک داسی خبری او تبصری کوی چه ګویا د خلقیانو او پرچمیانو په وخت کی پیسي نه ولی ممکن هغوی خبر نه وی د هغو څخه کومه ګیله نشته، ولی زما ډیر افسوس په دی خبره باندی راځی چه پشتون صاحب خو له هر څه ښه پوره خبر لری، ولی نوموړی خپل ځان نا خبره او ضعیف احساسوي، او یا به ممکن هغه متل رښتیا وی چه وایی دروغجن حافظه نه لری ممکن د نوموړي هر څه د یاده وتلی وی، ولی که دده د یاده وتلی دی نو د محترم ګل آغا شیرزی صاحب د یاده هیڅ وخت هم نه وزی، باید پښتون صاحب د شیرزی صاحب څخه پښتنه وکی او ور ته ووایی چه هغه د خلقیانو او پرچمیانو د وخت د خاد بوجي، بوجي پیسی څه شولی؟ ګل آغا شیرزي یو رشتیا ګويه مجاهد دی ممکن دوروغ و نه وایی او نوموړی د درواغو سړي هم نه دې. هره خبره په ډانګ پیلی کوې.

او که چیری و جلال آباد ته د ویری او ډار د وجهی سفر نه شې کولای چه خدای نا کرده بیا یي کاروان د خپلو باډیګاردانو له لوری تر ډزو لاندی را نه شی کولای شي د پارلمان څخه د غیرحاضری څخه په استفاده چه بدون د هغه نوموړی همیشه غیرحاضر وي په کابل کی د افغانستان بانک له پخوانیو مامورینو څخه پښتنه وکړی چه هغه وخت په بانک کي پیسی ډیری وی او که په اوسنی حالاتو کی؟، او یا دی د محترم جنرال صاحب سید محمد ګلاب زوی څخه وخت وغواړی او د تیرو خاطراتو د تازه کولو په منظور د هغه سره پټ په تماس کی شی او پام دی کوی چه څوک دی و نه وینی چه د جهاد و موقف ته دی تاوان و نه رسیږی نو بیا به یي سر خلاص شی چه د خلقیانو او پرچمیانو په وخت کی پیسي یا روپی وی او که نه؟ او که دا هم نه شی کولای د خپل یو ډیر پخوانی دوست څخه جنرال محمد اکرم خان چه پخوا د شهید ډاکتر نجیب الله په وخت کی د کندهار تنظیمه رییس وو، اوس د ملی دفاع د وزارت لمړی مرستیال دی کوم چه د شهید ډاکتر نجیب الله د رژیم د ړنګیدو په وخت کی یی شاغلی ګل آغا او خالد پښتون ته د قندهار ولایت ور تسلیم کړ پشتنه وکړی چه څومره روپی یی و خالد او ښاغلی ګل آغا شیرزی صاحب ته د خاد د بودجی څخه ورکړی دې آیا هغه روپی وي او که بل کوم شې؟

ښاغلی پښتون صاحب زه فکر کوم هم دومره اوس ستا لپاره کافي وی چه په دغه خبره باید اکتفا وکړو چی ته کوم نا خبره شخص نه یی شکر الحمد الله په هر څه ښه پوهیږی او سر دي په خلاص ده چه د خلقیانو او پرچمیانو په وخت کی هغه د شاد ګل د کونډی د زوی د سریال به خبره هم پیسي وي او هم میلې وي، اوس خو دادی ستاسی غمخواره انګلیسان او امریکایان ستاسی د اختلاس، رشوت او چور او چپاول له وجهی په تاسي پسی حساب او کتاب را اخستی دي، ګاهی تاسی د خرو په ډله کی او ګاهی هم د نورو د ځناورانو په ډله کی حسابوی ولی د خلقیانو او پرچمیانو په وخت کي نه حساب او نه هم کتاب ؤ دا په دی خاطر چه د خلقیانو او پرچمیانو لاسونه پاک ؤ یوازی یی د وطن خدمت ته ملا تړلی وو په خپلو شخصی ګټو پسي نه ګرځیدل، د شخصی ګټو پر ځای د عامو خلګو ګټی ورته ډیری مهمی وي، ته ښه فکر وکړه د کندهار د خاد کارمندانو کولای شوی چه د هغو بوجیو، بوجیو پیسی څخه چه تاته یی درکولی د خپل ځان په ګټه شخصي استفاده کړي وای حدی اقل اوس به یی د سرپناه په خاطر یو د خټو کور در لودی او ژوند به يي په کی کولای، د خلقیانو او پرچمیانو په وخت کی پیسی د عدد په حساب نه وي، بلکی د وزن په حساب وي، ستا ممکن د یاده وتلی وی ځکه چه ستا حافظه ډیره ضعیفه شوی ده زه یی در په یاده وم چه يوه شپه تاسی د کندهار په نساجي فابریکه کی د خاد میلمانه واست او شپی هم د ژمی سړی شپی وی د خبرو او اترو وروسته چه کوم وخت بیرون ته را ووتلو او په یوی روسی والګاه موټر کی سرغوچ بوجی پرتي وی اوتا بیا په خپل موټر کی کیښولی آیا په هغه بوجیو کی پیسي وي او یا کوم بل څه شي؟ ته باید ماته جواب ووایی؟

ښاغلی خالد پښتون صاحب ته باید په دی باندی باور ولری چه خلقیان او پرچمیان ډیر صادق خلګ ول د دوی هدف یوازی خدمت کول خپلو خلګو او وطن ته وو، دوی شپه او ورځ د وطن و دفاع ته ملاوی تړلي وې که چیری ستا په درواغ ویلو سره خلګ فکر وکړی چه رښتیا هم هغه وخت د دولت سره پیسي نه وي، نو که له دولت سره روپي نه وي د افغانستان ۹۰ فیصده نفوس په افغانستان کی ژوند کاوه تا لیدل چه د خارجی ملکونو سره تجارت، راکړی او ورکړی جریان درلود د افغانستان ټول ګمرکات او مالیاتی سیستم فعاله وو او خلګو ښه پريمانه پیسی په بانکونو کی درلودي ولی داسی نه وه چه هر چا ور ځنی شخصی استفاده کړي وای بیت المال ته د امانت په سترګه کتل کیدل داسی نه ؤ چه د کندهار د ګمرک ټولی پیسی یو نفر په خپل جیب کی واچوي. او د خلګو په شخصی دارایی او شخصی ځمکی په زور لاندی کړی لکه چه دا اوس دغه پروسه ستاسی په درانه حضور کی جریان لری او ډیر مثالونه شته دی زه فقط یو مثال درته وایم په قندهار کی غازی مارکیټ د چا ده؟ او دا ځمکه د چا وه چه دغه مارکیټ ډیر عاجل ورباندی جوړ شو؟.

د خلقیانو او پرچمیانو صداقت او وفادری له وجی نن ته خپله اعتراف کوی چه د خلقیانو او پرچمیانو په وخت کی رشوت نه وو دا یوه ډیره ښه خبره او ښه اعتراف ده چه تا وکړی تر ټولو لوی خیانت نن ورځ په افغانستان کی فساد او رشوت دی چه ټول سابقه د مجاهدینو تش په نامه قومندانان ورباندی اخته دي، همدغه وجه ده چه نن ورځ نړیواله ټولنه په دی حقیقت پوه شوي ده چه باید خلقیانو او پرچمیانو ته زاري وکړی او ور ځنی کمک او همکاری غواړی چه د رشوت او فساد د منځه وړلو کی کمک ورسره وکړی. او هغوی و مهمو وظایفو ته ګماري چه مثالونه یی د ملی دفاع، د کورنیو چارو، مخابراتو، ترانسپورت په وزارتونو کی او یا د قندهار، هرات، دایکندي، خوست، او د ځینو نورو ولایاتو والیان او امنیه قومندانان دي.

په دغه قندهار کی ښاغلې جنرال نورالحق علومی، جنرال محمد اکرم او جنرال جمعه خان اڅک هر یوه په خپل نوبت وظایف اجرا کړی دی او اوس هغه دې شکر الحمدالله ژوندی او په کابل کی دې هغوی هر یوه کولای شول په میلونو ډالر د ځان لپاره جمع کړی وای تاسی خپله ښه خبر یاست چه دوی نه بیلډینګ لری او نه هم کوم تجارتی شرکتونه او په لوړ سر او جګو سترګو هلته د خپلو خلګو سره يو ځای ژوند کوی او بیا هم د خلګو په خدمت کی دي، ښاغلی علومی ستا سره یو ځای په ۲۰۰۴ کال کی د پارلمان لپاره ځان کاندید کړی وو تر ټولو ډیری رایی ده وګتلی او اخیری رایی ستا وی او هغه دی هم د خاد د پيسو په زور لاسته راوړې. آیا دغه اوسنی د قندهار ښاغلی والی صاحب داکتر توریالی (ویسا) پیژنی؟ دی او د نوموړی د کورنی ټول غړی د پرچم د ګوند برجسته اعضا ول او یوازی د دی د کورنئ څخه ۸ نفرو د قندهار په خاد کی وظیفه اجرا کوله دی هر څه کولای شول ولی دا چی صادقانه یی د وطن په خاطر وظیفی اجرا کولی هغه دی نن بیا هم د خلګو په خدمت کی دی او داکتر توریالی یو د فعاله والیانو څخه ده چه اوس د قندهار ټول خلګ ور ځنی خوشحاله دي.

ښاغلی خالد پښتون صاحب چی خبره اوږده نه شي خدای پاک دي وکړی چه ستا ښه په یاد وی هغه دری میله ستنګر راکټونه چه ستاسی لالا ګانو و تاسی ته در کړی ول هغه دي د پیسو په مقابل کی خرڅ کړه او که دي په قندهار کی د خاد و رییس ته د تحفی په توګه ور کړل؟ آیا هغه ستاسی او د خاد تر منځ ارتباطی نفر چه فعالیت یی کاوه اوس چیری دي؟ هغه بیچاره ولی اخیر تا کوم وخت چه لمړی ځل د قندهار و ښار ته را داخل شوی ووژل؟ ولی؟ د هغه جرم او ګناه څه شی ؤ؟ زما په نظر د هغه ګوډ احمد شاه ګناه یوازی او یوازی دا ؤ چه ستاسی د ارتباط څخه یی د خاد سره خبر درلودي. او د هغه ښه خدمت اخیر د مرګ سبب وګرځیدي. آیا ته مجرم او قاتل نه یی د ګوډ احمد شاه مور او خویندی به تا او ستا هغه بل دوست هیڅوخت هم و نه بخښی که چیري د حساب او کتاب وخت خدای پاک را وستي نو تر خلقیانو او پرچمیان به اول ته د محکمی میز ته حاضریږي.

بل تا د تیری پنجشنبی په ورځ د امریکا ږغ سره یوه بله خبره هم وکړه چه خلقیان او پرچمیان د دونیمو میلونو افغانانو د وژلو مسوولیت په غاړه لری اول خو رښتیا هم دروغجن حافظه نه لری یوه ورځ یونیم میلون وی بله ورځ دووه میلونه شی او پرون تا دوونیم میلون وشودل، زه ستا په جواب کی باید ووایم دا که هر څومره وی ولو دا یو نفر هم وی بیا هم جنایت دي باید د هغو پوښتنه وشی او مجرمینو ته جزا ورکړله شی، مګرم یوه پوښتنه زه ستا څخه کوم په دغه څو میلونو افغانانو کی هغه هم شامل دی چه د مجاهدینو د راکتونو او بمونو په وجه په کندهار، کابل، هرات، ننګرهار، پکتیا او د هیواد نورو غټو او وړو ښارو کی شهیدان سوی دی؟ د هغو جواب به څوک وایی شاغلی پښتون صاحب؟ ستا حتمی په یاد دی چه د کندهار ولایت کی کوم وخت چه سید بهاوالدین جان آغا د دولت سره یو ځای شو او ده کوشش کاوه چه د کجکی برق لین د قندهار د ښار سره ونښلوی په دغه جرم او ګناه باندی د قندهار عامو خلګو کورونه د مجاهدینو د توغندیو تر برید لاندی راغلل او په یوه شپه او ورځ کی د ۵۰۰ نفرو په حدود کی شهیدان شول او اضافه تر ۰ ۱۰۰ زخمیان شول دا نه خلقیان ول او نه هم پرچمیان بلکی د شار عام خلګ ول د دغو مسوولیت د چا په غاړه ده؟

یو بل د پام وړ مطلب به هم درته ولیکم په ۱۳۶۵ کال کی په هغه یوی ترانسپورتی ملکی باختر الوتکه باندی چا د راکټ فیر وکړی چه د قندهار څخه د هرات په لور روانه وو او په محاله جات کی را نسکوره شوه او ټول ۴۰ نفره چه ټول د ښځو او ماشومانو په ګدون ملکی خلګ وه ووژل شوه او هغه پاکستانی کرنیل د چا سره وو چه د طیاری څخه یی عکاسی کوله تا او ښاغلی شیرزی د هغه په بدل کی څومره ډالر او کالداری د انعام په شکل تر لاسه کړی، زه فکر کوم چه د اوس لپاره نور بس ده هغه متل ده چه وایی "یار زنده صحبت باقی". والسلام، سرور (میړنی)

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org