یکشنبه، ۲۲ مارچ ۲۰۰۹

لنډ داستان

د زبیر شیرزاد لیکنه


 

کچکول په ډیر مشکل وکولای شو چه تر ۵ ټولګی پوری مکتب ووایی. ۴ کلن وو چه د ژوند نا خوالو سره مخامخ شو او د مور د غیږی له محبت نه محروم شو. د مور د مړینی کال یی لا پوره نه وو چه یو مهربان تره چه هم ورته مور وه هم پلار او ورته یی ډیر محبت ورکاوه هم مړ شو.

کچکول ته واقعاً د غم د پاسه غم په برخه شو. د تره مړینه ورته د مور له مړینی کمه نه وه کله چه تره یی ژوندی وو هیڅ احساس یی نه کاوه چه مور یی مړه شوی ده. کاکا یی ډیر مهربانه سړی وو څرنګه چه نوم یی لطف الرحمن وو واقعا د لطف، مهربانی او محبت څخه ډک انسان وو.

لطف الرحمن ته د کلی هر ماشوم لکه خپل اولاد ښکاریده. لطف الرحمن یو کلیوالی دکان درلود. د اختر ورځو کی ماشومانو ته یی وړیا د لوبو سامان ورکاوه. لطف الرحمن ته د کلی ټولو ماشومانو د پلار په شان احترام کاوه. کچکول یی همیشه د ځانه سره ګرځاوه، په کم وخت کی یی ټولو ته د وراره په نوم نه بلکه د ځوی په نوم وروپیژانده. کچکول هم د پلار څخه خپل کاکا سره ډیر خوشحاله وو.

کچکول چه پوره ۶ کلن شو هغه څوک چه هم ورته مور وو هم پلار د لته بند په لاره کی په یو ترافیکی پیښه کی مړ شو. کله چه د لطف الرحمن مړی کلی ته راوړل شو د لویانو څخه ماشومانو ډیر ژړلی. او ټول ماشومان چیغی وهلی چه ولی زمونږ مهربان کاکا له مونږ نه خدای واخیست. د کلی ماشومانو همیشه دعا کوله چه خدایه نوی کال، وړوکی او لوی اختر ژر راوله چه لطف الرحمن کاکا مونږ ته د لوبی سامان راکړی.

لطف الرحمن زوی نه درلود، کچکول ورته ځوی وو، لطف الرحمن دوه لورګانی درلودلی چه یوه یی نرګس او بله یی سپوږمی نومیده. او آرزو یی درلوده که خدای یی وراره او لورګانی یی لوی کړی حتماً به نرګس کچکول ته واده کوی خو د لطف الرحمن مرګ هرڅه بدل کړ حتی د کچکول تقدیر یی هم وربدل کړ.

کلونه به تیریده خو د لطف الرحمن غم به نه زړیده، نوی کال او اختر چه به راغی ټولو به ویلی چه لطف الرحمن کاکا نن مړ شوی. پرونی ماشومان چه په ځلمو بدل شوی همیشه د لطف الرحمن قبر ته تلل. او دعا یی ورته کولی. تر اوسه سپین سری او سپین ږیری د خدای بخښلی زیارت ته جوقه جوقه ځی. هغی کلی کی بیا لطف الرحمن و نه زیږیده.

د لطف الرحمن مرګ د کچکول د پاره د مور مرګ وو، هیڅ څوک نه وو چه کچکول ته ناز ورکړی. کچکول په ټول کلی ګران وو، پلار یی ګوشه ګیره سړی وو د هیچ چا باور نه راته چه نعیم خان به د لطف الرحمن ورور یی.

کچکول د لطف الرحمن په خاطر په ټول کلی ګران وو خو د ټولو نه بیا په زرڅانګی ډیر ګران وو. زرڅانګه چه د ملک صاحب بسم الله خان میرمن وو کچکول به ورته ملکه ادی ویل. کچکول فکر کاوه چه خاوند یی ملک دی ښځه یی هم ملکه ده. کچکول چه کله پوه شوه بیا یی ګرانه ادی ورته ویل.

د لطف الرحمن د مرګ کال پوره شو، د کلی سپین ږیرو د نعیم خان څخه او د کلی ښځو د شاکوکو څخه وغوښتل چه نکاح وتړی. شاه کو کو هم د خدای څخه همداسی ساعت غوښته چه د میړه خاونده شی. د جمعی په شپه د لطف الرحمن د مړینی د لمړی کال په مناسبت خیرات او مراسم چه خلاص شوو ملاصاحب د نعیم خان او شا کو کو نکاح وتړله. کچکول ډیر خوشحاله شو چه بیا د مور خاوند شوم خو خبر نه وو چه عاقبت یی څه کیږی.

یوه هفته یی لا تیره شوی نه وه هغی آرامی شاه کو کو دوه متره ژبه پیدا کړه، خلګ پوه شول چه شاه کوکو د لطف الرحمن څخه ډیره ویریده. نعیم خان هڅی خوشی شی وو او شاه کوکو پری ری نه واهه.

یو ورځ کچکول یی د پلار په مخ کی په څپوړو اولغته وواهه او نعیم خان ورته برګ برګ کاته او هیڅ غږ یی و نه ویسته. شپه چه سهار شوه نازکو د ویالی په سر خپل د سترګو حال ټولو هغو ښځو ته چه د ویالی نه یی کورو ته اوبه وړلی وویل: نعیم خان دومره ډارن دی نږدی وه چه شاکوکو دی هم په څوباړو وهلی وای.

شاه کوکو په کچکول دومره ظلم شروع کړ چه یو خدای پوهیده. کله چه بیرون به له کوره راووت خپل همزولو ته به یی ویل ماته دعا وکړی چه ژر مړ شم. او ټولو همزولو به ورته ژړلی، کچکول نه ماما درلود نه خاله او نه عمه، نیا او نیکه یی لا مخ کی مړه شوی وو خپل ژوند ته ډیر نا امیده وو. ورځ چه تیریده د کچکول رنګ زیړیده خو ظالم پلار یی یوه ورځ پوښتنه و نه کړه چه ولی دی رنګ زیړ دی. معلومه شوه چه شاه کوکو د ورځی یو ځل کچکول ته ډوډی ورکوله، کچکول هیڅ وخت چاته ونه ویل.

ډیره موده وروسته د ملک صاحب ښځی ترینه پوښتنه وکړله او د شاه کوکو ظلمونه یی ورته یکایک وویل. د ملک میرمنه چه ډیره یوه مهربانه ښځه وه د نعیم خان کورته خپلی مزدوری سره یوځای لاړه او د شاه کوکو څخه یی وغوښتل څومره وریجی او غنم چه غواړی زه یی درکوم کچکول ماته راکه زه یی ساتم زما ځوی هم یواځی دی او د کچکول انډیوال دی. دوی به یو ځای لوبی وکړی، مکتب ته به لاړ شی او زه به یی د خپل د زوی په شان لوی کړم. د کچکول مور د ملک صاحب د ښځی د ماشومتوب انډیواله وه او د ملک صاحب د ښځی په شان مهربانه ښځه وه. شاه کوکو د ملک صاحب د ښځی خبره ومنله په۲۰ منه غنمو او ۲۰ منه وریجی یی په هرکال کی یی د ملک د ښځی سره موافقه وکړله.

د ملک صاحب ښځی کچکول یی د ځان سره کورته بوت او دومره مینه او شفقت او مهربانی ورباندی کوله چه کچکول د شاه کوکو وهل هیر کړل. د ملک صاحب ښځی کچکول یی یو ځای خپل د ځوی سره مکتب کی شامل کړ. بوټ او څپلی کتاب او قلم کتابچی او کاغذ یی پریمانه ورته واخیست، نوی کالی یی خپل زوی او کچکول ته په تن کړ او د خپل مزدور په لاس یی مکتب ته ولیږل. د ملک صاحب د ښځی د مهربانی له برکته پوره ۵ کاله مکتب یی ولوست.

کچکول خو د ازله بدقسمته پیدا شوی وه چه اول یی مور مړه شوه بیا یی مهربان کاکا بیا یی مور په میره او پلار یی پلندر شو. بدبخته خو هغه وخت شو چه د ملک صاحب ښځه په ولادت مړه شوه او کچکول لا بدبخت شو، پوره یو کال یی د ملک صاحب په کور کی د ملک صاحب ښځی پسی په ژړا تیر کړ. د زرڅانګی ۱۱ میاشتی د مرګ چی تیری شوی ملک صاحب بله ښځه وکړه. او په کچکول هغه متل تطبیق شو د میلمه میلمه بدی راځی د کوروالا دواړه.

کچکول بیا د ملک صاحب د نوی ښځی له لاسه وهل ټکول خواړه دی یواځی نه وو بلکه نورګل چه د ملک صاحب د خدای بخښلی ښځی زرڅانګی نازدانه زوی وه هم وهل خواړه. کچکول خو بدبخته وو نورګل یی هم د ځان سره بدبخته کړ.

زرڅانګی په خپل ژوند کی کچکول  ته داسی محبت او مینه ورکوله کچکول فکر کاوه چه مور یی نه ده مړه شوی. خو د زلیخا د لاسه ټوله دنیا ورته سور تنور ګرځیدلی وو او زلیخاه چه د ملک صاحب دویمه ښځه وه او په ملک صاحب هم ډیره ګرنه وه. داچه زلیخاه ډیره بدرنګه وه خو ملک صاحب هم خپل عمر خوړلی وه. ملک ته یی وویل، زه ستا زوی نشم ساتلی تا پردی ځوی کور کی راته ساتلی دی. ملک ډیر عذر او زاری وکړی چه دا دواړه ماته یوشان ښکاری. زلیخاه چه د یوه بودنه باز لور وه ملک ته یی وویل: یا به دا هلک کور کی وی یا به زلیخاه. ملک حیران شو چه اوس څه وکړم. نورګل خو خپل مورنی نیا د ځان سره بوته کچکول چه د مځکی په سر هیڅ خپلوان نه درلود او پلار یی په سړو کی نه حسابیده داچه ماشوم وه بله لاره یی نه درلوده بیا د شاه کوکو محنت او وهل یی په ځان قبول کړ او د پلار کورته لاړ.

کچکول آرزو درلودله چه خپل مکتب ته ادامه ورکړی او شاه کوکو بیا ۲۰ منه غنم او ۲۰ منه وریجی غوښتلی چه کچکول چیرته مزدور کړی تر څو په دغو پیسو د بزاز څخه کالی، بنګړی، سره او شنه خالونه ځانته واخلی. کچکول یی مکتب ته پری نښود، کله یوځای او کله بل ځای تر ۱۴ کلنی پوری په ۲۰ منه غنمو او ۲۰ منه وریجو مزدوری پری کوله . د کچکول کتاب، قلم او کتابچی چه زرڅانګی ورته اخیستی وو د شاه کوکو په کور کی زاړه شو. کچکول دومره مایوسه شو چه دی هم د پلار په شان ګوشه ګیره شو. په کلی کی چا به ورته د څوباړی برکټی او چا به ورته د بیړا زوی ناری وهلی. کچکول چه ۱۴ کلن شو د ملک داد خدا سره د چوکه دهقان شو (هغه څوک چه د غوایوو خاوند نه یی). کچکول ملک دادخدا ته وویل: ته پوهیږی چه د یو ماشوم مور یو ځل مړه کیږی خو زما دری ځله مور مړه شوی. اول می د خپل د مور محبت له لاسه ورکړ، بیا می د تره محبت له لاسه ورکړ او دریم ځل می د زرڅانګی ادی مرګ په نصیب شو. دادخدا ته یی د ژوند ټولی ناخوالی وویلی. خیر ده که ماته هیڅ نه راکوی پروا نه کوی، که دری وخته ډوډی هم نه راکوی په دوه وخته ډوډی هم قناعت کوم. میری می دی ته حاضر کړی یم چه خودکشی وکړم. یواځینی لاره داده چه ته راته نجات راکړی. دادخدا چه یو دلسوز سړی وو په سر یی ورته لاس کش کړ او په خپل کور کی یو کوټه هم ورکړه. تر ۱۸ کلنی پوری د دادخدا په کور او پټو کی کار کاوه. او د هیڅ شی غوښتنه یی وه نکړه خو ملک دادخدا چه ډیر امانت کار سړی وو د کچکول د ۴ کالو د مزدوری حق یی ټولی ورته نقدی پیسی کړی وی. کچکول چه ۱۸ کلن شو ملک صاحب ته یی وویل: اوس ۱۸ کلن یم ما د خپل د مور کاکا او د زرڅانګی ادی نوم وساته اوس غواړم چه دا کلی پریږدم اوس څوک راباندی نه خاندی د تا نه ډیره مننه چه زما سره دی ډیر مرسته وکړ. دادخدا ورته دده ټولی پیسی ورکړلی

کچکول په بل کلی کی ځانته یوه د اوسیدو کوټه یوه غوجل او یو تشناب جوړ کړ. او دوه غوایی واخیستل او د دری کسو د پټو دهقانی یی شروع کړ. د کچکول عمر تیریده خو په درنه سترګه چاورته نه کتل. حیران پاتی شو چه تر څو به داسی ژوند کوم. نه چا خیرات ته او نه چا واده ته رابله. یو ورځی یو دهقان چه ملنګ نومیده ورته وویل: کچکوله ته خو پیسی لری غویی لری د خوب کوټه او غوجل لری دیګ او کاسه او نغری هم لری ولی ښځه نه کوی؟ کچکول سر په دیوال وواهه او ملنګ ته یی وویل: ملنګه وروره کاشکی ټولی ښځی یا د ما د مور په شان یا ستا د مور په شان یا د زرڅانګی ادی په شان خدای پیدا کړی وای. زه چه خپل ماشومتوب رایادوم ماته د میری وهل او د ملک صاحب ددوهمی ښځی بد سلوک را یادیږی، ماته خپل پلار را یادیږی چه زما میری په هغه باندی څومره ظلم کاوه بس هیڅ وخت به ښځه ونکړم، نه غواړم چه زما اولاد په دی لعنتی دنیا کی پیدا شی. ته خو پوهیږی چه دا دنیا د مظلومانو او ظالمانو نه ډکه ده. نو که زه واده وکړم یا به د مظلومانو شمیر زیاتیږی یا به د ظالمانو. ملنګه وروره "نصف نان راحت جان دی".

کچکول د ښځی غم کی نه وو، د خپل د ژوند فکر او سوچ کاوه او ویل به یی: که غریب یم خو خدای پیدا کړی یم، که ددی کلی نه یم د خدای بنده خو یم او په قرآن کی راغلی دی چه خدای مالک د ځمکی او آسمان دی او خدای په هرځای کی موجود دی. بس د خدای بنده هم حق لری چه په هر کلی او هر کوڅه کی ژوند وکړی او هره کوڅه او کلی خپل کور او کوڅه وګڼی.

یو ورځ په خواږه خوب ویده وو په خوب کی ورنه قاتل، غل، ظالم او داړه مار جوړ شوی وو. هرچا ورنه ویره کوله هرچایی قدر او عزت کاوه هرچا خیرات او واده ته غوښته او ورته د یو کارت په ځای دوه کارته لیږه وړو ماشومانو ورته ماما او کاکا ویل او لویانو ورته کچکول خان. او کچکول نه په دی خوب کی د شاه کوکو او زلیخا وهل هم هیر شوی وو. او ځان ورته دومره شیک ښکاریده چه نور دی دهقان نه دی او د زنګی آس د لوی آرګاه او بارګاه خاوند دی. چه ناڅاپه ملنګی یی دروازه وټکوله او کچکول یی د خواږه خوبه پاڅاوه، ګوری چه بیا هم هماغه کچکول دی. او د دوه غویو او یو کوټی خاوند. سترګی یی و مخښلی او ملنګی ته یی وویلی: خدای دی خوار کړه په خواږه خوب کی دی هم پاچاهی ژوند ته دی پری نه ښودم. د ملنګ ماله په کار وو، کچکول ته یی وویل، په خیال می په خوب کی د کلی ملک شوی وی؟ کچکول ورته وویل: ملک څه شی دی، داسی خوب می لیدلی وو که خدای یی رښتیا کړی نو ته به هم راته کچکول خان ووایی او نور حال یی ورته وه نه ویل. ملنګی ته یی ماله ورکړه او مسجد ته لاړ او بیا دهقانی ته. او د ځان سره یی فیصله وکړه چه دا خوب به حتما په رښتیا بدلوم.

غویی یی ملنګی ته وسپارل او ورته وویل چه زه دری ورځی چیرته ځم زما غویی به خپل کور کی ساتی. او ځان ته یی د درو ورځو خواړه او اوبه په خپل کور کی آماده کړ او د کور دروازه یی ځان پسی وتړله. پس له دری ورځو اول ملنګی کره لاړ، پوښتنه او ګړیږنی یی تری وکړی ملنګی ورته وویل چیرته تللی وی؟ ته خو بالکل بل شان ښکاری، دا لا څه کوی چه سترګی دی هم سری شوی دی لکه یو خونی او قاتل ښکاری. کچکول وویل نران باید لاړ شی او سترګی هم باید سری شی. ملنګی حیران شو چه کچکول خو کله داسی خبری نه کولی. حتماْ چیری مین شویدی. کچکول خو خپل خوبونه رښتیا کول. پس له دی په آخر قطار کی یی لمونځ نه کاوه او ځان یی له ټولو مخکی مسجد ته رساوه او په اول قطار کی به ناست وو. کچکول به هم کله دلته او کله هلته د غلو قصی له خلګو اوریدلی چه نن په شمال کی او پرون په سهیل کی غلا شویدی. کچکول به ویل نران په کی وو. په هرځای کی چه به غلا وشوه او یا څوک مړ شو کچکول به ویل نران په کی وو.

کچکول په خپلو سترګو یوه یونانی دوا وهله ټولو به دا ویل چه کچکول حتماً د غلو او داړه مارانو سره یوځای شوی. کچکول خپلی جامی لونګی او څپلی هم نوی کړی وی او ټولو ګمان کاوه چه دا کچکول اوس داړه مار شوی دی. کچکول به داسی غټی غټی خبری کولی چه خلګ به هک پک (حیران) کیدل. داسی نور خیر او خیرات او واده به نه وو چه کچکول به هلته حاضر نه وو. دومره قدر او عزت یی پیدا کړ چه یو خدای پوهیږی. پلرونو به خپلو ماشومانو ته ویل چه کچکول ته ډیر احترام وکړی چه د کوم بلا سره مخامخ نشو. د کچکول خوب نه وو بلا وه. کچکول به د ځان سره ویل: چه پرون می د یو شریف دهقان په توګه ژوند کاوه هیچ چا می پوښتنه نه کوله اوس هم هماغه شریف دهقان یم او هماغه کچکول یم نه می غلا لا کړی او نه داړه ماری ټول می قدر او عزت کوی دا معلومه شوه چه د غریب او شریف پوښتنه څوک نه کوی او یو آه یی وویست او وی ویلی چه ای خدایه په دی دنیا کی د یو غله او ډاکو قدر شته او د یو شریف سړی نه او د خدای څخه یی بخښنه وغوښتله چه ما به په دی کار ګناهګار نه نیسی زه هم یو انسان یم حق لرم چه د خلګو په مینځ کی ژوند وکړم.

ضبط احوالات چه په هر کلی او مسجد کی یی جاسوس او مخبر درلود بلاخره حکمران او د پولیسو قوماندانی ته یی د کچکول د داړه ماری راپور ورکړ چه د ملک جمال الدین په کلی کی یوه خطرناکه داړه مار پیدا شویدی. د مسجد ملا چه په ملا جرنیل مشهور وو ضبط احوالات دوه تنه مامورین د مسافرو په نامه مسجد ته ولیږل تر څو کچکول له نږدی تر نظر لاندی ونیسی. ملا جرنیل او د هغه کلی ټول اوسیدونکو او په خپله کچکول د مسافرو قدر او عزت کاوه او ښه ډوډی ورته راوړه. تصادف چه په قطغن زمین کی یو متنفذ سړی چه حاجی ګیلدی بای نومیده داړه مارانو وژلی وو او ټول کور یی ورته لوټ کړی وو. قطغن کی خو لا څه چه ټول افغانستان کی د ګیلدی بای د وژلو آوازه خپره شو. د جمال الدین د کلی اوسیدونکی او جمال الدین د ګیلدی بای له مرګه هم خبر شو. ملا جرنیل د سهار د لمانځه څخه وروسته خلګو ته وویلی چه ظالمانو او داړه مارانو حاجی ګیلدی بای یی وژلی. کچکول وویل نران په کی وو. ددی خبری سره سم د ضبط احوالات مامورینو چه د مسافر په نوم په مسجد کی دیره وو کچکول یی ونیو او د حکمران حضور ته یی حاضر کړ. له عسکره نیولی تر حکمرانه د کچکول په وهلو یی شروع وکړه او کچکول یی دومره وواهه لکه د بوسو خوسکی. هرچا چه به پوښتنه کوله د کچکول هماغه یوه خبره وه چه نران په کی وو.

په کلی کی آوازه شوه چه کچکول نه قانع کیږی. کچکول پوه شو چه دا حکومت او حکومتی مسوولان خو ډیر احمقان دی. دومره دوی نه پوهیږی چه قطغن چیرته او د جمال الدین کلی چیرته. او د ځان سره پریکړه وکړه کله چه حکمران یواځی راشی د خپل د ژند ناخوالی به ورته ووایی چه د احمقانو د وهلو نه خلاص شی. د داخلی وزارت په حکمران ډیر فشار اچولی وو چه کچکول باید اعتراف وکړی. حکمران بیا راغی او د کچکول په وهلو یی شروع وکړه. او حکمران تری پوښتنه وکړله چه رښتیا ووایه که نه د وهلو لاندی به مړ شی، بیا هم کچکول هماغه یوه خبره کوله چه نران په کی وو. نور مسوولین چه له کوټی ووتل حکمران یی له پښو ونیو چه صاحبه نور می مه واهه. دروازه بنده کړه چه بل څوک نه یی زه به ټول رښتیا درته ووایم او ته به هم راته یو جواب راکوی. حکمران خوشحاله شو چه د ګیلدی بای قاتلین به اوس دولت ته په لاس راشی او زه به د ترفیع خاوند شم. کچکول حکمران ته وویل: صاحبه قطغن او د جمال الدین کلی څومره مسافه لری؟ حکمران وویل بیخی ډیر. کچکول بیا وویل، صاحبه زه خو شخصی موټر هم نه لرم او د شپی له خوا د قطغن نه د جمال الدین کلی ته موټر هم نه راځی او دا سفر د څو ساعتو خبره هم ندی او غلا په رڼا ورځ هم نده شوی نو پس راته ووایه نران په کی وو؟ اوس که می مړ کوی او که می وژنی دومره به درته ووایم ما فکر کاوه چه مخبر او د ضبط احوالات مامور به احمق وی ولی ته هم تری کم نه یی، ښه فکر وکړه غلا نیمه شپه شوی او ما په شنه سهار دلته نیسی زه خو پیری نه یم او مرغه هم د قطغن نه د جمال الدین کلی ته په یوه هفته کی نشی راتلای. تا د ضبط احوالات د مامورینو نه پوښتنه کړی چه بیګا مو څه خوړلی دی؟ ما په خپل لاس ورته ډوډی او یو لوی چایجوش چای د ګوړی سره راوړی وو او د ماسختن لمونځ می هم دوی سره په یو قطار کی کړی زه خپل وهلو ته نه ژاړم زه د تا د مامورینو بی عقلی ته ژاړم. حکمران چه دا عاقلانه خبری واوریدلی پوه شو چه دا کچکول خو رښتیا وایی بیا یی کچکول ته مخ واړاوه چه اوس اصله قصه ووایه. کچکول بیا وویل چه نران په کی وو. حکمران صاحب غوږ شه: کچکول د خپل د ماشومتوب ټولی ناخوالی حکمران ته و ویلی. او بیا یی خپل لیدلی خوب هم ورته بیان کړ. ګوره حکمران صاحبه زه یو شریف دهقان وم او اوس هم یو شریف کچکول یم، خو هیچ چا خیرات ته نه غوښتلم هیچ چا ودونو ته نه غوښتلم د میری پلار او د زلیخا ظلمونه می هم وزغمل د هرچا مزدوری می وکړ د ښځی کولو نه می هم توبه و ویستله خو یوه ورځ ستاسو مخبرانو و نه پوښتل چه کچکوله ولی واده نه کوی چه ما ورته ظالمان په لاس ورکړی وای زه مجبور شوم او پریکړه می وکړه چه زه هم انسان یم او د خدای بنده یم حق لرم چه هر چیرته واوسم که واده وی او که خیرات بلاخره پریکړه می وکړه چه ځان د کلی خلګو ته غل او داړه مار معرفی کړم. تاسو پوهیږی چه د یو شریف سړی هیځ قدر نشته اوس می چه ځان داړه مار معرفی کړی هرڅوک می پوښتنه کوی او د هرچا نه مخکی په سره توشک راته ځای راکوی او د هرچا نه مخکی ښه ډوډی او ښه چای د ما په مخ کی ایږدی. ګوره صاحبه زه مجبور شوم حق او ناحق به می ویلی چه نران په کی وو.

حکمران چه کله د کچکول دا رښتینی او صافی خبری واوریدلی حکمران هم په ژړا شو او وی ویل زما او ستا د دواړو درد یو دی. حکمران کچکول ته وویل زه مخکی مامور وم، متدین او وطندوست وم د رشوت څخه می نفرت کاوه یوه ورځ رییس می له دندی ګوښی کړم، حکمران هم د کچکول په شان هم ډیری ناخوالی لیدلی وی کچکول ته یی وویلی چه ما هم د تا په شان خپله څیره له مجبوریته بدله کړله که څوک راسره واده وکړی او که څوک می قدر وکړی او د جایداد خاوند شم . د کچکول په غاړه کی لاس واچاوه او ورته یی وویل: راځه چه دومره وژاړو چه د دنیا ټول شریف خلګ زمونږ ژړا ته وژاړی بیا یی د کچکول مخ یی ښکل کړ او رخصت یی کړ. کچکول حکمران ته وویل، حکمران صاحبه تاته په خدای قسم در کوم، او تاته ستا په پخوانیوو ناخوالو قسم درکوم چه زما راز به هیچ چاته نه وایی، حکمران ورته وویل کچکوله ته لا تر اوسه یو شریف دهقان یی خو زما څیره په رښتیا بدله شوی، زه چه پرون یو شریف مامور وم خو نن د داړه مارانو په شان په بل لباس کی داړه ماری کوم، هغوی د شپی له خوا غلا کوی، لاری نیسی چه څوک یی وه نه وینی خو موږ په رڼا ورځ او د ژوندو نه غلا کوو. ګناهکار ته بیګناه او بیګناه ته ګنهګار وایو تر څو څه ترینه واخلو چه د وزیر صاحب ماشومان پری میلی وکړی.

ځه کلی ته دی لاړ شه او کلی کی ووایه چه نران خلاص شو. کچکول کلی ته چه لاړ د کلی خلګ نورهم ترینه وډار شوه چه دا کچکول خو د پولاد په شان کلک سړی دی په دومره وهلو ټکولو یی چه اقرار و نه کړ باید احتیاط وکړو. کچکول نوره دهقانی خوشی کړه غوایی یی ملنګ ته د خدای په رضا ورکړه له دی وروسته کچکول د هر چا د مځکی په حاصل کی شریک شو. د نورو په پیسو یی میلی کولی. کچکول ډیر پیسه دار شو خو د شاه کوکو او زلیخا د وهلو ډار یی له یاده نه وو وتلی، واده یی هم ونکړ او د ځان سره یی وویلی: کچکوله یو ته نه ژاړی، حکمران هم د بی عدالتی نه ژاړی.

 تایپ کامپیوتری از ع . ق . فضلی

 

 

 

توجه !

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با کسب مجوز کتبی از «اصالت» مجاز است !

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به «
اصالت» می باشد.

Copyright©2006 Esalat

 

 www.esalat.org