د ځواکمن قلم او ادب خاوند ارواښاد استاد محمد دین ژواک

تاریخ ارسال به «اصالت»:

28 May 2010 1:27:13

 

په دغه لیکنه کې د یو داسی نامتو او د درناوې وړ شخصیت په هکله خبری کوم، چې دی یو ادیب، شاعر، ژورنالیست، محقق، څیړونکې، سیاست پوه و، او د پښتو ادب او فولکلور په برخه کښې د یو خوږ ژبی، دروند، پوخ او نامتو لیکوال په توګه ځلیدلې دی، او د ده نوم په کلتوري او فرهنګي چارو کې ځلانده او نه هیریدونکې دی. دا خود رویه، غوړیدلې ګل او فرهنګي څیره ارواښاد استاد محمد دین ژواک دی.

 استاد ژواک صاحب په (۱۲۹۵) لمریز کال په کندهار کې زیږدلې دی. د ژواک صاحب د شعرونو، لیکنو او افکارو سره زموږ زیاتره لیکوالان، ادبي او فرهنګي څیری آشنا دي. دی د پښتو او دري ژبو یو تکړه، غښتلې او پوخ لیکوال و، او د ده لیکنی د پښتو د ادبي نثرونو په څیړنه کې یوه ارزښتناکه شتمنی ده، او د پښتو د ادبیاتو په تاریخ کښې د قدر وړ ځای لري. دی د یو څانګړي سبک خاوند و.

استاد ژواک صاحب همدارنګه د ادبي نثر تر څنګ د پښتو ژبې د ودې لپاره، او د پښتو ژبپوهنې او ګرامر پوهنې په برخه کې او همدا ډول د فولکلور او فولکلور پوهنې په هکله ډیرې هڅې کړې دي، چې د دی زیار او هڅو له کبله ده (څیړنملۍ) علمي او اکادیمیک لقب ترلاسه کړې دی. د ده ادبي لیکنې ډیری په زړه پورې، خوږې اودرنې دي. دی یو ادبي نثر لیکونکې و، او په ادبي نثر کې د تصویر نګاري په فن کې یو وارد انسان و. د ده په خوندورو لیکنو کې پاک، سپیڅلې او ملي احساسات په ډیر عالي توګه څرګند شوي دي. هر چاچې د ده لیکنې ویلې او اوریدلې دي نو خامخا په ده باندی یې ډیر ژور اغیز کړې دی.

(استاد عبدالله بختاني خدمتګار) چې زموږ د هیواد یو دروند، نامتو ادیب، شاعر، لیکوال او څیړونکې دی په خپله یوه لیکنه کې د ژواک صاحب په هکله داسی وایي:

(د څیړنمل ژواک بدیعي ادبي نثر ډیرعالي دی، په ډیرو برخو کښي یې یوه مرکزي ایډیه پیچلې او نغښتې ده، ښکلي او ابتکاري دی، دغه لیکوال په دې لیکنو کښي ډیر عاطفي او کله هیجاني غږیږي، په وینا کښي له دقت سره، شور، مستي، احساسات، او هیجانات لري. په پای کښي خپل لوستونکي د اعجاب او حیرانتیا په داسي یو مقام دروي چي پر چا آفرین یا نفرین ووایي، یا وژاړي او یا وخاندي.)

استاد ژواک صاحب په خپل ژوند کې ډیری لوړې ژورې لیدلی او ډیری ترخې ګاللي دي.

ده د خپل هیواد او وطنوالو سره مینه او محبت درلود، او د هیواد د سوکاله حالاتو او د وطنوالو د خوشیو سره خوشحاله و، او دهیواد د ستونزو او کړکیچن حالاتو سره او د وطنوالو د غمونو او دردونو سره غمجن کیدو او اوښکې تویولي، او د خپل زړه دردونه یې په خپلو لیکنو کې څرګندول. ده په خپلو لیکنو کې د هیواد د ټولنیزو پیښو تصویرونه په واقعي او ریښتیا او عیني ډول څرګند او بیان کړې دي.

دی د خپل هیواد د طبیعي او ټولنیز چاپیریال محصول دی، همدغه وجه ده چې د ده زیاتره لیکنې د هیواد د پیښو او ټولنیزو نا خوالو حالاتو څرګندوی دی. ده دغو ټولو حالاتو سره مبارزه وکړه او د صبر، تحمل، او زغم لاره یې پراخه کړه او خپلې لیکنو ته یې دوام ورکړ.

ژواک صاحب یو مهربان، متواضع او زړه سواندې او د پراخې حوصلی خاوند انسان و.

ده له خپلو دوستانو او یارانو سره ډیره مینه لرله، او په ځانګړي توګه ده د ځوانانو د استعدادونو د روزنې او پالنې لپاره زیاته پاملرنه کوله.

ژواک صاحب د پښتو ژبې د ودې لپاره ډیر هنري او فرهنکي خدمتونه کړې دي، او په ډیرو علمي سیمینارونو، ادبي او فرهنګي غونډو کې د هیواد د ننه او بهر فعاله ونډه اخیستي ده.

دی د پښتو د ادبي نثر د شعرونو، او هنري داستانونو په برخه کې یو ځانګړې سبک لري، او د پښتو د ادبي نثر یو پوخ لیکوال ګڼل کیږي، همدا وجه ده چې زیاتره ادیبان او فرهنګیان د ده دغه مقام ستایي. د ده ادبي او فرهنګي شخصیت نه یوازی په هیواد کښې د ننه بلکه د هیواد نه بهر هم د لیکوالانو له خوا په ډیر عالي ډول ستایل شوې دی.

ژواک صاحب یو شمیر ادبي، فرهنګي او تاریخي آثار لیکلي دي چې د قدر وړ دي لکه:

ویر او تصویر، افغاني حماسه، پښتني سندرې، پرونۍ هینداره، پښتو متلونه، شمع فروزان، رمز و راز او د افغاني موسیقي کتاب او داسی نورې لیکنې.

ژواک صاحب په خپلو آثارو کې زموږ د پښتو ادب تاریخ بډای او پیاوړۍ کړی د ي.دا یو څرګنده حقیقت دی، چې موږ د یو لیکوال، ادیب، شاعر، محقق، ادبي، فرهنګي، سیاسي او تاریخي شخصیت د دوی په آثارو کې او د دوی په څیړنو کې لټولۍ او موندلۍ شو.

د ژواک صاحب آثار او لیکنې هم د ده د ادبي او فرهنګي شخصیت شکارندوی دي، او د ده آثار او ادبي لیکنې د ټولو ادبي او فرهنګي څیرو لپاره چې د خپل لرغوني او سپیڅلي هیواد سره مینه لري ډیری په زړه پوری دی، او د ده شخصیت به لکه د ادب نور ستوري هر وخت روښانه وي.

آغلې (زرغونه ژواک عطا) چې زموږ د هیواد یوه تکړه، پیاوړې او نامتو ادبي او فرهنګي څیره ده، او د رادیو او تلویزیون یوه خوږ ژبې ویانده وه او ده په خپله یوه لیکنه کې د استاد ژواک صاحب د پوره پیژندګلوي لپاره داسی وایي:

 استاد محمد دین ژواک د ارواښاد غلام محی الدین خان زوی په (۱۲۹۵ لمریز) کال کې د پخواني خشک آوې یا (دامان) او اوسنۍ ډنډ ولسوالۍ پوري اړوند د روربات په کلي کې زیږیدلی دی، لومړنۍ زدکړې یې په خصوصي ډول وکړې، د ځوانۍ په لومړیو وختو کې یې په کندهار کې د دارالمعلمین د مستعجل کورس تر لوستو وروسته په (۱۳۱۶) لمریز کال کې د ډنډ ولسوالۍ په ښوونځي کې ښوونکی شو، په (۱۳۱۸) کال کې کابل ته ولاړی او هلته په نجات یا اوسنۍ اماني لیسه کې د ادبیاتو ښوونکې وګمارل شو، په (۱۳۲۶) کال کې د ملي دفاع وزارت د پښتو سر مفتش وټاکل شو او په (۱۳۳۰) کال کې د پښتو ټولني یا اوس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د (زیري) اخبار مرستیال وټاکل شو.

په (۱۳۳۱) لمریز کال کې د پښتو او قواعد و د صرف و نحوي د څانګي مدیر شو او په (۱۳۳۲) کال کې د ادبیاتو د مدیریت دنده ور په غاړې شوه. په (۱۳۳۴) کال کې د کابل مجلې مسؤل وټاکل شو او هم یې بیا د پښتو ټولنې د مسلکي غړي په توګه کار کاوه.

استاد محمد د ین ژواک د همدغو کلونو په ترڅ کې د ويښو زلمیانو په غورځنګ کې کارنده ونډه لرله.

ارواښاد ژواک ډیر کلونه په راډیو افغانستان کې د پښتو لوست په مخامخ توګه وړاندې کاوه.

د استاد ژواک څیړنیز آثار:

 د پښتو د انګریزي ګرامر پرتله چې کابل مجلې خپور کړې دی.

د توان وروستۍ شپه، چې هغه وخت طلوع افغان ورځپاڼي خپور کړې دی.

(مات ښانګ) په پروان ولایت کې (پروان) ورځپاڼي خپور کړې دی.

د ادبي مکاتبو ټولګه یې هغه وخت ژوندون مجلې خپره کړې ده.

همدا ډول استاد په هغه وخت کې د پښتو لوست کتاب د څلورمو ټولګیو لپاره لیکلی و.

بیا یې لس کاله د پښتو ټولني د (زیري) جریدې مسؤلیت ته اوږه ورکړې وه، چې هلته یې د (زوړ باب او نوي وخت) افسانو، ادبي تیوریو او مکتبو، ګپ شپ، کور او کهول تر سر لیکنونو لاندي لړۍ پرله پسې خپرې شوي دي.

همدا رنګه استاد ژواک په سلهاوو نور علمي او څیړنیز آثار د هیواد په رسنیو کې خپاره کړي دي.

شعر او شعریت یې بله لیکنه ده. د داستانو مجموعې یې (پرونۍ هینداره) ده. ویر او تصویر افغاني حماسه او د دري شعرونو ټولګه يې د (شمع فروزان) په نامه خپاره کړې دي، او د ژوند په ورستیو کلو کې یې د (رمز او راز) لومړۍ او دوهمه برخه د موسیقي کتاب لیکلی او خپور کړې دی. په کار ده چې د هیواد ځوان لیکوال دې دورې پر لیکنو او څیړنو باندي تحقیق وکړي، ځکه چې په دوره کې استاد ژواک د لیکوالو هغه د زړه خواله او لیکني په زیري جریده کې په خورا جرئت خپرولې، چې په نورو رسنیو کې یې چا د خپریدو زړه نه شو کولای او په دې تړاو استاد څو وارې د وخت د چارواکو له خوا تر فشارونو لاندې هم راغلی دی. د بیلګي په توګه استاد په تهران کې د یونسکو له خوا جوړي شوي یو يې علمي غونډي ته بلل شوی و، چی د سفر په ورځ په کابل هوایي ډګر کې را وګرځول شو او له سفره پاته شو. خو دا ډول فشارونو استاد له خپلي تګلاري څخه وانه ړولای شو. استاد خپل ځانګړی ټولنیز نظرلید درلود، ده هر کله هیواد پال او مثبت سیاسي ځواکونه تاییدول، د غیري ملي او غیر وطني تګلارو ټیکه دارانیې انتقادول. دی د یوه مثبت او ناتړلې سیاستپوه په توګه د هیڅ سیاسي جریان یا ګوند غړی نه و. خو د ټولو وطنپالو او رښتینو سیاسي جریانونو په څنګ کې یې پر هر ګام د افغانستان د ملي یووالي، ټولنیز اقتصادي پر مختګ او د افغان ملت د فرهنکي او تاریخي ویاړونو د ساتني لپاره خپل ټول توان او انرژي وقف کړې وه.

استاد د هیواد پر خپلواکۍ مین او بشپړه عقیده یې لرله، چې د افغانانو ګډ کور خپله افغانان جوړولای شي او دا حق باید هیڅ پردي او باندني ځواک ته ور نکړل شي.

استاد ژواک په (۱۳۵۲) لمریز کال کې له خپل قانوني عمر څخه مخکي تقاعد کړه شو. خو استاد بیا هم آرام نه کښیناست بلکي د ژوند تر وروستیو شیبو پوري یې په خپل هیواد کې د ننه او د باندي د لیکلو څخه لاس وانخیست.

د استاد ژواک میرمن آغلې عایشه ژواک نومیده، پنځه اولادونه ور څخه پاته دي چې د لوړو زدکړو څښتنان دي. دوه یې زامن دي چې یو یې ریدی ژواک دی چې دا مهال په خارکوف کې اوسي او بل یې پسرلی ژواک په ناروې کې اوسي. درې یې لوڼي دي:

زرغونه ژواک عطا او ملالۍ ژواک جواد په آلمان کې، او نازو ژواک سربلند په هالند هیواد کې اوسي. خدای بخښلی استاد ژواک د (۱۹۹۷)ع کال د اګست پر اوولسمه په آلمان کې د زړه د ناروغۍ له کبله سترګې پټي کړې.

ارواښاد ژواک صاحب د خپل ژوند په ورستیو کلونو کې د رمز او راز اثر دوهمه برخه بشپړه او ولیکله، چې د دغی کتاب څخه مو یوه ادبي ټوټه په نام دی (ما وژړل) غوره کړې تاسو ته یې وړاندی کوم.

 

 ما وژړل!

 نن ما وژړل- دومره ډیر لکه پر ما چې په ژوند کښې پر غمونو د ژړلو لوی پور لا پاتې وي مګر؟!

ته خو پوهیږې چې ما ستا په جهان کښې هلته چې پسرلي د دښت د لمنې ډکولو غاړه  په ګلونو خلاصه کړې وي.

هلته چې د اوریځو شوخۍ د سیند د آرامو اوبو پر مخ د لیونۍ نڅا واری تیر کړی ؤ.

هلته چې سپینې واورې د جګو غرونو د سر د سپینې بګړۍ د ولونو د پیچلوپت ساتلی وي.

هلته چې د ګڼو ځنګلونو د ونو د ځانګو په منځ کښې د رنګینو مرغیو د ځالې جوړولو خواله نه وه سپمول شوې.

هلته چې د مور د سترګو څخه د خپل نازولي بچي و سترګو ته د ناز د ټالونو د للو للوست لا نه وه پاتې شوی.

هلته چې د سپین سحر د وړانګو هیلې د خوشۍ د امیدوارو سترګو د پاره پلټنه د نا امیدۍ د بیرې څخه سپمولۍ وه.

ما پور ادا کړی دی. د ژړا دهغې ژړا چې ستا دور کې د پلټنې په ویر ما پر ځان پور باله.

هلته چې د بیخبرۍ بیه تورې شپې په توره لمن کښې د آرام خوب ارمان لانه پیژانده او ما د خوښۍ د جهان د مړو څخه بیګانه توب د خپل لیونتوب د مزله لومړی پړاو باله.

هلته چې د عقل پر پله روان به د روږد جهان سره ماته د بیګانه په نظر کتل او ما به ستا دور کې د لټون په غم د اوښکو پور ادا کاوه.

هلته چې د شپې آرامتیا به یوازې د رڼو ستورو په رالیږلو خپلې مشغولتیا ته د آرامۍ ست او سلا منله، ما به د ژړا- په پټه د ژړا پور ادا کاوه. ما ژړل او د ژړا د تسل اشنایي به مې د ستړي زړه ملګرې وه ما ژړل- ژړل مې او د ژوند د غمونو پور مې ادا کړی دی. 

اې زما په پټه ژړا خبره! نو ته نور زما د لټونې د درد تسکین زما د ستړي زړه د وروستیو څاڅکو رڼې مرغلرې مه بوله، ما پور ادا کړی دی او د ژوند یوازینۍ د تسل هیله مې دغه ده!

آلمان بنزهایم

دستمبر (۱۹۹۶)

 

اروا دې یې ښاده او یاد دی یې تل ژوندې وې

 

په ډیر درنښت: انجنیر عبدالقادر مسعود

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org