اصالت» در قبال محتوای نامه های وارده به ادرس «اصالت» هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نامه ها را به نشر میرساند)

مستمنده، ستا بریښنا لیک مو تر لاسه کړل!*

ډیر خوشحاله یو چه ستا سره مو سر وخوړ. اوس نو ځان ټینګ کړه!

ټکسی چلوونکی مردارخواره ذکریا جان یوسفزی (روغ لیونۍ) ته مو ستاسو څخه مخکی سبق ورکړی دی، بی غمه و اوسی.

په اصل کی تاسی اصلی د ډاکتر نجیب الله دښمنان یاست، ځکه چه ستاسو د کړو وړو په نتیجه کی د شهیدانو د ګوند یعنی د افغانستان د خلګ دموکراتیک ګوند رښتینی، اصلی او په هیواد او خلګو مین بچیان خپل رسالت او دنده ګڼی چه د ستاسو په شان منحریفینو، سازش کارو او خاینانو په مقابل کی خپل د ګوند او انقلابی رهبران لکه ارواښاد نورمحمد تره کی او ستر ببرک کارمل څخه په ټینګه ننګه، ملاتړ او دفاع وکړی.

او د منحرف او خایین ډاکتر نجیب الله او د هغه تبهکاره او توره څیره خپلو هیوادوالو ته نوره هم رسوا او بربنډه کړی اګرچه دا کار به یو څه بی وخته وی، ځکه چه په اصل کی مونږ دا کار په همدا اوس محال کی نه غوښتل، ولی تاسو مونږ وهڅولو دی کار ته. په هرصورت. د ستاسو منحرفینو او وطن پلورونکو توره څیره خو توره وه نوره به هم خورا ډیر زیات تور شی. دا ګز او دا هم میدان. اوس خو تاسی د انقلابی او سرتیرو وفادارو پښتنو سره سر او کار لری ڼه هم د تاسو په اصطلاح تاجکانو سره. تاسی چه ځان ته په خواشینی سره پښتانه هم وایاست لیکن همدغه انقلابی او د تره کی او کارمل بچیان تاسی ته به کلک او نه هیریدونکی ځواب درکړی چه تر څو تاسو مردارخواره ژوندی یاست ستاسی له یاده به نه ووځی.

دومره پرچمی او پرچمیان وایاست فکر کوو چه تاسو له یاده ایستلی ده چه همدغه خایین نجیب هم یو وخت ستاسو په اصطلاح پرچمی وو او ستر ببرک کارمل یی هم رهبر وو او په عین حال کی خایین، مرتد او منحرف نجیب یی باډیګارد هم وو.

تاسو چه په خپله مرداره خوله او چټله ژبه هرڅومره چه د افغانستان د خلګو د ډیموکراتیک ګوند د رښتینی بچیانو او ببرک کارمل په هکله هرڅه ووایاست هیڅ ځای هم نه نیسی ځکه چه د سپی د غاپو له وجهی څخه سیند او دریاب نه مرداریږی او له یاده مو و نه ووځی چه کاروان تیریږی او د تاسو په شان سپیان ډیر غاپی!

تاسو په خپله خپل او د نجیب الله رسوایی غواړی او زمونږ نه کله هم ګیله مه کوی.

دومره مو مصالحه مصالحه وویل چه د مصالحی د نوم په اوریدو سره هره یوه افغان کانګه کوی او زړه یی بدیږی ځکه تاسو ځیناورو په اصطلاح د جهادی جنایتکارانو سره مصالحه کول. زمونږ د خلکو په مینځ کی یوه اصطلاح ده چه وایی سزایی قروت آب ګرم!

خبری ډیری دی، خدای دی ستاسو بانډیستانو نجیبیستانو او امینیانو خیر پیش کړی!

د همدغی دادګاه له تریبونه څخه به ستاسو توری څیری نور به هم ډیر ښه رسوا کړو او خایین نجیب الله به خلګ نور هم ډیر ښه و پیږنی!

او په عین حال کی ددی تریبونه ځخه او زمونږ په ټولو نشراتو کی رښتینی او په هیواد او خلګو مین پښتانه ته به هیڅ څوک هم په سپکه او بده سترګه نشی کتلای او څه هم ویلای نشی!

مړه دی وی د افغانستان دښمنان!

ژوندی دی وی د افغانستان خواریکښ وولس!

 مړه دی وی د افغانستان د خلګ دموکراتیک ګوند خاینان او منحرفین!

مړه دی وی د شورای نظار، جمعیت اسلامی او ټول جهادی او طالبی ډلی ټپلی!

 

http://daadgaah.blogspot.com/2012/04/blog-post.html#comment-form

د دادګاه د سایټ چلوونکی

 

*اصالت» در قبال محتوای نامه های وارده به ادرس «اصالت» هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نامه ها را به نشر میرساند)

 

 

 *   *    *

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org