چهارشنبه، ۱۴ مارچ ۲۰۱۲

 

انجینر محمود صافی

 

 

 سریزه: د نوی کال اوله ورځ چه د نوروز په نوم یادیږی خورا دلچسپ تاریخ لری. او د ډیر د پخوانی جشنونو د جملی څخه حساب کیږی. او د منځنی آسیا مختلف ممالک نوروز په شانداره مراسمو لمانځی او هغه ممالک چه د دی جشن څخه لمانځنه کوی په لاندی ډول دی:

افغنستان، ایران، منځنی ختیځ، بالکان، قزاقستان، تاتارستان، د چین ترکستان، شمالی امریکا، هندوستان، پاکستان، بنګلادیش، بوتان، نیپال، او تبت شامل دی.

د نوروز اوله ورځ د کال لمړی ورځ چه د سپرلی اوله ورځ حسابیږی، د وخت د اهمیت په لحاظ شپه او ورځ دواړه مساوی زمان تیروی او برابری وی. د نوروز جشن تقریبآ دری زره کاله سابقه لری او د نړی دری سوه میلیونه خلک دا جشن لمانځی. دا ورځ د ملګرو ملتونو د سازمان له خواه په ۲۳ فبروری دکال (۲۰۱۰) په رسمی بڼه منل شوی ده او دا ورځ د سولی د فرهنګ په نوم یاده کړی ده. او همدارنګه د کانادا دولت هم د نوروز ورځ د ملی ورځی په نامه پیژندلی ده. په ایران او افغانستان کی دا ورځ د نوی کال شروع حساب کیږی. او په هغه ممالکو کی چه عیسوی تاریخ مروج دی هلته دا ورځ د سپرلی د اولی ورځی په نوم جشن نیول کیږی. د فردوسی په شهنامه کی چه دا معتبر کتاب تقریبأ ۳۵ کاله په لیکلو وخت تیر شوی او (۶۰۰۰۰) بیته لری د کیانی کورنی جمشید پاچا د نوروز د ورځی بنسټ ایښونکی ګنی او په ځینی تاریخونو کی راغلی دی چه کیومرث د نوروز د ورځی د بنسټ ایښونکی په توګه پیژندل شوی دی. او داسی هم راغلی دی او روایت شته دی چه زردشت د نوروز بنسټ ایښونکی وه. ولی په اوستا کی د نوروز د ورځی هیڅ یادونه نده شوی. اصلآ دا ورځ د نوروز جمشیدی په نوم مشهوره ده. په شهنامه کی داسی روایت راغلی دی چه د میلاد څخه مخکی کله چه جمشید پاچا د ایران د آذربایجان څخه تیریده او هلته دستور ورکړی وه چه یو تخت جوړ کړی او خپله د لعل او زیوراتو د تاج په سر په تخت کیناست کله چه د لمر وړانګه په تاج لګیږی د وړانګی انکسار صورت نیسی ټوله منطقه نورانی کیږی. خلک خوشحالی کوی او دا ورځ د نوروز او د نوی ورځی په نوم یادوی. او داسی نور تاریخی شواهد شته دی چه د هخامنشیان په تاریخی دوره کی (۵۳۸) د میلاد څخه مخکی دوهم کوروش د هخا منشیانو بنسټ ایښونکی د نوروز جشن خپل ملی جشن اعلان کړی وه. په دی ورځ خپلو سرتیرو ته د ترفعاتو، د پاک کاری، او د بندیانو د بښنی امر کړی وه. او داسی تاریخی شواهد هم شته دی چه داریوش اول هخامنشیه (۴۱۶) د میلاد څخه مخکی د طلا څخه سکه جوړه کړی وه چه یو طرف ته یی د سرتیر عکس د تیر په رول کی انځور شوی دی. د ساسانیانو کورنی هم (۲۳۵) د میلاد څخه مخکی د نوروز جشن په خپل حاکیمت کی تجلیلاوه. دوی نوروز وړوکی او لوی تقسیم کړی وه په نوروز کی به پاچا دهقانان، کسبګر، روحانیون، سپاهیان، او مخورو خلکو سره لیده کاته کول او شاه به د هغوی خبرو ته غوږ نیوه او د هغوی د مشکلاتو د حل د پاره به یی دستور صادراوه. او آخره ورځ به یی د خپلو نژدی خلکو سره تیراوه. تاریخ داسی هم وایی چه اردشیر بابکان د ساسانیانو مؤسس په (۲۳۰) میلادی کال کی د روم دولت چه د هغه د لاسه یی ماتی خوړلی وه وغوښتل چه نوروز دی په رسمیت وپیژنی. او دا غوښتنه د روم د سنا مجلس ومانه او د هغوی په قلمرو کی د لوپیرکال په نوم یاد شوه. او دا جشنونه او سلسله تر نن پوری دوام لری.

نوروز په افغانستان کښی:

زمونږ په ګران افغانستان کی د نوروز ورځ په خورا شاندارو مراسمو لمانځل کیږی. دی افغانی فرهنګی میراث ته افغانانو په خاص ډول روشنفکرانو او چپی عناصرو ډیر د قدر په سترګه کتلی دی او همیشه یی دا ورځ د ټولو فرهنګی او عنعنوی رواجونو سره یاد کړی دی. په دی بختوره ورځ کی زمونږ خلک خپل لاندینی رواجونه تر سره کوی:

۱: په دی ورځ، د کورنی هغه ځوانان او انجنی چه سره نومول شوی وی د هلک د کورنی له خوا یو مقدار کبان (ماهیان) او خوږی جلبی او نوره نوروزی تحفه د هلک د نومولی کور ته لیږی او د نوی کال د ورځی مبارکی ورته وایی.

۲: په ټول افغانستان کی په اکثره کورنیو کی سبزی پالک (سابه)، او د سپینو وریجو چلو د نوروز د لمړی ورځی د خواړه څخه شمیرل کیږی.

۳: زمونږ ټول خلک د خپلو اقتصادی شرایطو سره برابر نوی جامی اغوندی.

۴: د نوروز په اوله ورځ په بیدیاو، صحراګانو، او طبیعت کی ګرځیدنه او تګ او راتګ ترسره کوی د خلکو په اصطلاح (شنی واښه تر پښو لاندی کوی).

۵: ټولی افغانی کورنی د ساسانیانو نه په میراث د دی فرهنګ (دود) همیشه هر کلی کوی او د کور پاکی یا په اصطلاح (خانه تکانی) حتمی او ضروری تر سره کوی.

۶: اکثره کورنی د خپلو مړو د احترام او دوعاګانو د پاره هدیرو او د شهیدانو تپو (غونډیو) ته ځی او یادونه ورڅخه کوی

۷: د یو فرهنګی (دودیزی) میراث په توګه په دی ورځ اور لګیدنه په اکثره منطقو کی صورت نیسی او د هغه څخه ګام پورته کول اجرا کیږی.

۸: ځوانان، انجنی او هلکان د نوروز د ورځی خاصی ترانی لولی، میله وی خواړه پخوی، خوښی او خوشحالی کوی. او په ځینی مناطقو کی د سمنک پخول هم رواج لری او ترانی یی لوستل کیږی. انجنی او ښځی په دی میله کی نڅاوی او خوشحالی کوی.

۹: اکثره کورنی چه اقتصادی حالت یی ښه وی "هفت میوه" جوړوی د نوروز سحر په "هفت میوه" تجلیلوی.

۱۰: د نوی کال اوله ورځ په مزار شریف کی د سخی صاحب جنډه جګیږی او ۴۰ شپی او ورځی جنډه ولاړه وی، د ښځو د چارشنبی میلی صورت نیسی، او د جنډی د احترام د پاره دولتی مراسم اجرا کیږی او د ګاونډی ممالکو میلمانه په کی برخه اخلی. دا میله هم خورا ډیره درنه وی او خلک د نوی کال په احترام د غلو او دانو د ډیروالی دوعا ګانی اجرا کوی،

۱۱: همدا راز د نوی کال د نوروز په شان ورته مراسم د کابل ولایت په کارته سخی کی اجرا کیږی. د نوی کال د ورځی په مناسبت ټولی فرهنګی ټولنی او شاعران مشاعری اجرا کوی چه په ننګرهار کی د نارنج د ګل مشاعره خپله ښکلا او ځانګړتیا لری. او همدا رنګه پټه دی پاتی نوی چه د لغمان ولایت د مهترلام بابا د زیارت میلی تقریباً دری میاشتی دوام لری. ساز او موسیقی پکی او د ملایانو عنعنوی غمبر پکی د یادولو وړ دی. د نوی کال لمړی ورځ د سپرلی اوله ورځ وی. شپه او ورځ سره برابره، هوا نرمه او یخنی کوچیدلی وی د دی ورځی راتګ د ټولو خلکو روح تازه کوی په پسرلی کی ټول طبیعت له سره په حرکت راځی او د یخنی د ټغر سره خدای پامانی کوی. ټولو ځمکو، دشتو او صحراګانو او غرو رغو کی رنګا رنګ ګلان شنه کیږی په ټولو مجوداتو، نباتاتو، او انسانانو کی نوی حرکت لیدل کیږی. زمونږ د وطن په سپرلی کی وطن ځانته نوی څیره، نوی فضا او نوی ګل بڼ جوړوی.

 موټی خاوری د وطن به پری ورنکړم   ------   که په سر د مځکی هر وطن ختن شی

 ډیره د یادولو ده چه د نوروز لمړی ورځ د "دهقان د ورځی" (د بزرگر ورځ) په نوم یادیږی او د دهقانانو (بزرګرانو) له خواه دمالداری رسم ګذشت صورت نیسی د ښی مالداری په سر د زراعت (کرهڼی) دولتی منسوبین انعامونه او تحفی ورکوی. ددی ورځ په مراسمو کی دولتی مشران برخه اخلی او دهقانان تشویقوی. د نیالګی کینولو عمومی حشر اجرا کیږی په همدغی ورځ باید هر افغان یو نیالګی کینوی تر څو سپیره وطن سرسبزه (شنه) او شاداب شی.

نوی هیله: افغانان د نوی کال څخه نوی هیله د دایمی او تل پاتی سولی لری دا دی دری لسیزی کیږی چه زمونږ خلک په وینو کی لمبول کیږی زمونږ خاوره په منطقه کی په لوی اوپراتیفی لوبه چه غرب شروع کړیده ښکار شوی دی د جکړی دواړه خواوی خپله دوی دی او زمونږ ولس او خاوره یی ګروګان او برمته نیولی ده. دری لسیزی زمونږ په ګران وطن جنګی غوبلی روانی دی. د سکر ۲۰، ۴۰، ۶۰ کلستر، ستنګر او همدارنګه د ۵۲ بم غورځوونکی الوتکو قربانیان او د بل خواه څخه د شپی د خواه کماندویی چاپاونه د ښځو او ماشومانو وژنه په حقیقت کی دی ټولو ظلمونو زمونږ وطن په دوهمه کربلا بدل کړی، وخت او زمان د دی راغلی چه ابر قدرتونه دی جنګ ته د پای ټکی کیږدی. او دا اوپراتیفی لوبه نوره ختمه کړی او خپل افغانی ټوپکیان چه دوی پری پانګه اچونه کړی ده رخصت کاندی. د سولی هیله او غږ پورته کول دا زمونږ انسانی حقوق دی، ټولو افغانانو ته دی د آزاد تنفس مجال ورکړ شی چه خپل سرنوشت پخپله وټاکی د یادولو وړ ده چه زمونږ ګاونډیانو د منطقی شرایط نور هم مشکل کړیدی هر مملکت خپلی ګټی لټوی او افغانان یی د بلا سپر ګرځولی دی. د امریکا ستراتیژیک اهداف په منطقه کی د افغانستان معدنی مواد او ډبری او د تیلو زیرمی دی چه د ایران، ترکمستان، آذربایجان، قزاقستان او د کسپین بحیری شاه و خواه چه تر لاسه کول یی هم دومره آسان کار ندی ډیر اوږد وخت ضرورت دی. د داخلی زیرمو او د دی ګټو قربانی زمونږ وطن او خلک دی. زمونږ خلک باید د تیر تاریخ څخه زده کړی وکړی زمونږ ملی یووالی او اسلامی ورورګلوی او د خپلو ملی ګټو مدافعه باید زمونږ ورځنی تګلاره وی. زمونږ ولس او خلک دی ژوندی وی دا به هم وخت او تاریخ ثابته کړی. چه کور زمونږ دی حق زمونږ په خواه دی او خدای د حقی لاری مل دی د افغانستان خلک د افغانستان وارثان دی او مونږ به خپل کور ودانوو زمونږ هیله د نوی کال هیله ژر دی د سولی کوتره خپل د وزرو سیوری زمونږ په وطن وغړاوی. زمونږ وطن او خلک دی ژوندی وی (۱۳۹۱) نوی کال دی د سولی او خوشحالی کال شی.

په درناوی

  

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org