جمعه، ۱۷ می ۲۰۱۳

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

نوی توطیه

د پاکستان (آی. اس.آی)

دکتور طاوس وردک لیکنه، لندن ۱۶ مې ۲۰۱۳

 

 

(«اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد!

 

د پاکستان نظامی ګر هیواد حکومتداران او خاصتا (آی اس آی) د لویو توطیو، لویو درامو، لویو سیاسی کودتاګانو او بالاخره د لویو متعصبو اسلامي پلویانو یو تور تاریخ لرونکۍ هیواد دی چې همیشه په جنوب شرق د آسیا کې د انګریزانو له منافعو نه ساتنه کوی او همیشه نورو هیوادو ته د انګریز د ستراتیژۍ تطبیق کونکۍ او د سترګو خار او ګواشونکۍ هیواد دی عین قسم هیواد لکه اسراییل چې د امریکا د ستراتیژۍ ساتونکۍ او په شرق میانه هیوادو باندی د امریکا د فرامینو تطبیق کونکۍ هیواد بلل کیژي.

دواړه هیوادونه د امریکا او انګریز د مادی او تخنیکي کمکو نه تل برخورداره هیوادونه وو او دی، پاکستان نن د هژمونۍ او سیاسي پراختیا په طمعه افغانستان او منځنۍ اسیا هیوادو باندې سلطه پراخول غواړي او غواړي د هندوستان د پرمختګ او پراختیا خنډ شي، خو افغانان باید په یوه شي پوه شي چې زموږ ډیر ښه په دوستۍ او دوستانه مرستو کې موږ ته تل ثابت شوي (ترکېې او هندوستان هیوادونه دي) دوست هیوادونه هیوادونه دی هغوی چې بیشمیره نظامی او اقتصادی مرستې ېې زموږ د هیواد سره کړې دي او زما پیشنهاد زموږ خلکو ته دادی چې د دوستو هیوادو دغه دوستانه او صمیمانه نیک برخورد همیشه د یاده ونه باسی، پاکستان زموږ سره نه یوازی د کرښې په سر مخالفتونه او جنجالونه کول او لرل ېې بلکه نن غواړی زموږ هیواد د پنجابیانو دومنیون ووسې.

زموږ خلک نن تر بل هر وخت نه د پاکستان په علنی او مخفی توطیو ښه پوهیدلي دی او نور افغانان د پنجابیانو بازی نه خوري، پاکستان د افغان "مجاهدینو" سره د بهرنی لویدیځ هیوادونو د مرستی په پیسو د اتومی بمو خاوند شو او نن بیا د ځنی مزدورو افغانانو د جلبولو په خاطر په خپلو راکتو د ابدالی نوم ایږدي او دبلې خوانه غواړي هندوستان د دغو نامه نه وډاروی، خو که هر وخت د هند او پاکستان تر منځ جګړه پیښیژي افغانان باید د هندوستان تر څنګ ودریژي او د هندوستان څخه ملاتړ وکړي.

پاکستان هیڅ نه غواړی چی افغانستان ترقی وکړی، خو کله چی امریکایانو افغانستان اشغال کړو نو پاکستان فوری د پاکستان د امنیت شورا جلسه دایره کړه او هلته یی وپتییله چی نن موږ د دوو قهر جنو دشمنانو تر منځ موقعیت لرو چی یو یی پخوانی دشمن هیواد هندوستان دی اوبل یی افغانستان دی چی نن یی زموږ پخوانۍ ستراتیژیک دوست هیواد امریکا ملاتړ ورسره دی، نو څه باید وکړو؟؟؟

نو بهتره ده چی د هندوستان سره مناسبات ښه کړو او دفاعی حالت اختیار کړو صرف ځنی تروریستی عمال په هند کی وهڅوو تر څو تروریستی پیښې را منځ ته کړي لکه د موم بۍ تروریستی پیښه، دوی وپتییله چې اساسی توجه دافغانستان دتخریب له پاره وکړو، او دامریکا نه دومره پیسی تر لاسه کړو چی افغانستان په حکمتیار - ملاعمر - او حقانی  ویجاړ او خلک ېې ووژنو او د دوی د افرادو نه د انتحاری استفاده وکړو او هیڅ موقع ور نه کړو چې د افغانستان خلک ترقی وکړی او هلته امنیت راشي، پاکستان د دغو دریو رهبرانو ټول مادی او تخنیکي مصارف د  انګریز -امریکا - عربستان - او چین  نه تر لاسه کوي او پاکستان یوه کلداره خپلي پیسې نه مصرفوي، اوس د افغانستان مذهبی او اسلامی متعصبو خلکو ته د پاکستان څخه ډول ډول ملایان او طالبان د تبلیغ له پاره ولیږي چې خلک پوه کړي چې امریکا هلته اخته ده او  ۹ نظامی پایګاوې جوړوی نور نو په افغانستان کې اسلام ختم بولۍ او په راتلونکی کې کلیسا هم هلته جوړیژي او همدا نن ېې ډیر خلک عیسویان کړي دي.

د امریکا او په مجموع کی د ناتو پّه قوواوو ډیر تیری وشی او غربیان د افغانی طالبانو په ذریعه مړه شی تر څو عین روسی سناریو رامنځ ته شی چی نور امریکایان او غربیان د جنګ نه ستړی شي او ایران هم زموږ ملاتړ دی د بلی خوا نه د غربیانو اقتصادی وضع هم ډیره خرابه ده په دغو حساسو شیبو کې موږ باید دوی ته اعظمی تلفات ورکړو روسیه د امریکا نه په افغانستان کې د ویتنام انتقام اخلی او چین ېې هم د ځان ملګرۍ کړۍ او همیشه دوی لمسوی چې دلته د امریکا جنګ ډیر کاله دوام وکړي او د یوې خوانه ېې سربازان تلفات ووینی او دبلی خوانه اقتصادی ضرر ومومی او د بلی خوا نه بین المللی حثیت ته ېې د اشغالګرو په حیث صدمه ورسیژي، دوی تل د ویتنام شانته په جنګ کی مصروف ساتی، که د امریکایانو بی پیلوټه الوتکې په قبایلو کی بمبارد کوي، خو داسې کورونه تخریبوی چې هلته د پاکستان د حکومت دشمنان اوسيژي امریکا یان هیڅ وخت  الظواهری - نور عرب قوماندانان - د فضل الرحمان طالبان - یو هم نه وژني  صرف ساده انسانان وژني او هغه چې د پاکستان په ضد تبلیغ کوي وژني. نن د پاکستان اصلی پلان دا دی چې د مشرقي ولایتونه د ډیورند اخوا نه په راکټو ولي.

 ولې پاکستان زموږ خلک تحریک او د افغانستان ځوانان وهڅوي چې د پاکستان سره وسله وال برخورد وکړي نو په دغو وخت کې امریکا او غربیان فقط نظاره کونکي دی نور هیڅ ډول مداخله نه کوي، امریکا یان وايي موږ مستقل او دیموکرات افغانستان غواړو، خو دوی د پاکستان سره ډیره توطیه ګره بازی پیل کړی ده او هغه داده چې افغانی طالبان او د پشتونخوا اجیر او مزدور کسان د مشرقی ولایتو دخلکو سره جنګ ته د کرښې لومړۍ  خط ته لیژي او د پاکستان کوماندوګان او منظم قطعات ددوی تر شا حمایوې وظیفه لري او په مشرقی ولایتو د ثقیله وسلو بریدونه کوي تر هغو وخته چې دغه ولایتونه د طالبانو تر نامه لاندې فتح کړې لکه په اول کې چې دوی د قندهار نیول هم په دغو شکل عملي کړي وو، بیا ددوی وظیفه داده چې افغانی حکومت  (کرزي وهڅوی) چې د امریکا پښو ته ور ولویژي او زارۍ ورته وکړي چې پاکستان متقاعد کړې چې زموږ خاوره را خوشې کړي نو امریکا دغه کار په څه ډول کوي  اول به کرزی ته وایی چې پاکستان په دوو شرطو تاسې ته دمشرقی ولایتونه در پریږدي چې تاسې په عوض کې دیورند په رسمیت وپیژنۍ او بل طالبانو ته په دولت کې پراخه مسوولیت ور په غاړه کړۍ، د امریکا هدف ددی کاره دادی چې دا وارې په طالبانو هر څه چې وغواړې هغه به عملي کړي اول به د حیرتانو د مړیو انتقام د  شمال ټلوالې نه اخلی اوبیا به د "مجاهدینو" دغه مافیايي رهبران او قوماندان په طالبانو وژني او بیا به د رشوت او اداری فساد پیشه ګانو لکۍ ورلنډوي او بالاخره به یو نیمه اسلامی نوۍ طراز حکومت منځ ته را وړې او بالاخره به د  اماراتو غونته  اسلامی ګوډاګي حکومت را ولي او نور به اختیار د امریکا او انګریز وي  مرګ په "مجاهدینو"  چې په هیڅ شي اګاه نه وو او نه دی او وطن ېې په غرب دغه د دوی د مور په میړونو تباه او بې ستره کړو هره ورځ ېې رسواييو ته ښه ځیر شۍ.

خو زموږ د شمال ملي جبهه د "طالبانو" او امریکا فیصله او تصمیم نه مني نو افغانستان په شمال او جنوب ویشل کیژي او بیا به نور ولایتونه هم ازاد شي او افغانستان به تجزیه شي او امریکا به په ځنو نویو تجزیه شویو افغان هیوادو کې خپلې اډې جوړی کړي داسې طرحه لکه په عراق ېې چې تحمیل کړه په افغان "مجاهدینو" ېې تطبیقوي، هلته دوی کردان - سونیان او شعیه ګان سره جلا کړل او زموږ په هیواد کې هم تاجکان او ازبکان په شمال کې - هزاره ګان په مرکزي افغانستان کې - او پشتانه په جنوب او شرق کې تجزیه کوي او بیا به قرنونه سره جنګیژۍ، او دلیل ېې دادی چې دینداران (اخوانیان) تل د تجزيي طرفدار کسان وو او دي او دا نقشې په وار وار په انترنیت کې ښودل شوې دي بل دلیل ېې دادی چې امریکا او انګریز مخکي له مخکې نه در ته وايي چې دیورند قبلا حل شوې خبره ده او د پشتونستان (مشران) او خلک ېې چې آرام ناست دی دلیل ېې دادی چې دوی په دغو تجزیه مخکې له مخکې نه خبر او خبرې ېې کړې دی او همدا دلیل وو چې پاکستان پشتونستان ته د (پشتونخوا)  نوم ورکړو ځکه هلته ۳۰-۲۶ ملیونه پشتانه دي او دغه نوۍ هیواد به د افغانستان په تحزېې سره د پشتونخوا په نامه یاد شي یعنی ( ننګر هارلغمان - کنړ - نورستان - کندهار - زابل - هلمند - فراه - نیمروز - ارزګان - وردک - لوګر - غزنۍ - پکتیا - پکتیکا -خوست ) به د پشتونستان سره یو ځای شي او یولوی( یپشتونخوا )  نوۍ هیواد به په سیاسي نقشه کې ور زیات شي او د پاکستان سره به د کانفدریشن حیثیت ولري او جوړ به شي او بیا به د دغو قومو او ژبو او دیني طریقو سره کورنی جنګونه شروع شي (هزاره ګانو د دکتور نجیب الله په دوران کې هم یو مستقل هیواد د غرجستان په نامه جوړولو) چې د دکتور نجیب الله د سخت عکس العمل سره مواجه شوو او دغه به د "مجاهدینو" د حکومت دارۍ ډیره لویه خاینانه او توطیه ګرانه نه بخشونکې لاسه ته راوړنه وي زه نه پوهیږم چې ولې افغان سیاست پوهان دغو توطېې ته نه دی متوجه ؟؟؟ که باور لری هم ښه او که باور نه لرۍ هم ستاسې خوښه، ځکه یو ځلې پخوا هم په افغانستان کې د دکتور نجیب الله په زمان کې هغه وخت چې روسانو وپتیله چې د نجیب الله نه انتقام واخلي نو ېې په نجیب الله د خوست لویه ولسوالي په ولایت بدله کړله او بیا ېې په "مجاهدینو" غږ وکړو چې ډیر ژر متحده حمله وکړي او خوست اشغال او ووايي موږ نن په افغانستان کې لوی دست آورد لرو او یو ولایت مو نیولۍ دي او هغه وو چې شمال ېې د دوستم په وجود کې ورته وبوږنولو او دوستم هلته د نوی دولت اعلان وکړو او د نجیب الله ضد شوو او نجیب الله مجبور شوو استعفا وکړي او وتښتي، اوس هم د کرزی شادی بازی او د پاکستان او نورو دریو داخلی دشمنانو پلان د امریکا او پاکستان سره شریک دی

 

«اصالت» مطابق پالیسی نشراتی خود در تصرف، ویرایش و تصحیحات لازم انشائی و تخنیکی در متن نوشته ها و مقاله ها

 دست باز دارد و این حق را به خود محفوظ میدارد !