شنبه، ۸ اکتوبر ۲۰۱۶

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

انجینر داؤد اڅک

 

 

۲۱-۹-۲۰۱۶

 

 

 

ګرانو لوستونکو موږ او تاسي شاهدان یو چي د نړۍ، سیمي او ګران افغانستان حالات ډیر کړکیچن او په حساس حالت کي قرار لري. د بده مرغه په ۲۱ پیړۍ کي داسي غیر انساني، وحشي او بد رنګه پیښي را منځته کیږي چي نه د اوسني انسان د شان او شوکت سره ښايي او نه هم د نن ورځي د ښکارهنګ (فرهنګ) سره همغږي لري. برعکس، په نړۍ کي دوامداره جنګونه، د ښارونو، مملکتونو، تمدنونو ورانول او د بې ګناه انسانانو وژل په پراخه کچه د اوسني پرمختلي انسان لپاره شرم او د پزي پیټک دی.

د بیلګي په توګه په جنګ ځپلي افغانستان کي ۳۸ کلن جنګ هره ورځ هم په لس هاو بې ګناه او مظلوم افغانان وژني او هم، اقتصادي، تولیدي، فرهنګي، او نظامي بنسټونه ورانوي.

دا چي اوسنی تراژدي او ناوړه حالت دوام لري او د مظلوم اولس په ګټه هیڅ نه بدلیږي دوه عمده عامله موجود دي.

- لومړی اساسي عامل په افغانستان کي دوامداره او خونړی جنګ دی. دغه تپل سوی جنګ سربیره پر ورانیو د ټولني نوري بدبختۍ او ناخوالې لکه اداري فساد، دولتی مافیا، د ځمکو د غصب مافیا، د مخدر موادو مافیا، فقر او بیکاري هم پخپل غیږ کي تودې او ژوندۍ ساتي.

اوس د هر زړه سوانده او وطن دوسته سیاست پوه دنده ده چي ترهر څه لومړی د عادلانه او تل پاتې صلحي د تامین لپاره فکر وکړي او لاس پکار سي چي صلحه څنګه، څه وخت او د چا لخوا رامنځته کیدای سي.

- دوهم اساسي عامل چي تراژدۍ رازیږوي د اوسني کمزوري او د فساد نه ډک حکومت په مقابل کي و صلحي ته ژمن، سالم او د ملي اپوزیسیون نه شتون دی. ځکه چي  په دیموکراتیکو او څو ګوندي سیستمو کي د پرمختګ او اصلاحاتو لپاره د یوه تکړه او ملي اپوزیسیون شتون مهم او اساسي شرط دی .

اپوزیسیون دنده لري چي په هر وخت کي د وطن په هر ګوټ کي او د حکومت په هره ساحه کي د حکومت کړني تر څارني لاندي ونیسي. ښه کارونه ئې تائيد او تمجید کړي بدي کړني ئې انتقاد او د اولس پر مخ رسوا کړي. په تیره بیا د ملت د سالمو غوښتنو او ملی ګټو په مقابل کي د حکومت د بې پروایي او ناپوهي په صورت کي باید اپوزیسیون په کلکه سره و دریږي او د اصلاحاتو لپاره په ملي سطحه باندي په جدي ډول عکس العمل ښکاره کړي، چي دغه تقابل پخپل ذات کي د ټولني د پرمختګ او اصلاحاتو ضمانت کوي. خو متآسفانه چي نن ورځ په افغانستان کي د یوه تکړه، ملي، متعهد او سالم اپوزیسیون تشه موجوده ده.

اوس د افغانستان د وطندوستو او ویښو سیاسینو په عزم او ځیرکې پوري اړه لري چي څنګه کولای سي په ګډه سره فقط د افغانستان د ژغورلو په خاطر، نه د خپلو سیاسي او قومی ګټو د ساتلو په خاطر داسي یو الترناتیف رامنځته کړي چي د دواړو عواملو (د جنګ ختم او د اپوزیسیون ایجاد) لپاره یو جواب ولري.

یعني (یو تیر او دوه  نښانه).

په دې معنا چي:  په افغانستان کي د  ۱۵۰  په شا وخوا کی سیاسي ګوندونه او سازمانونه فعالیت کوي ولي بیا هم نسي کولای چي اوسني ناوړه او دردونکي شرایطو ته د افغانستان د اکثریت خلګو، دیموکراسۍ او صلحي په ګټه بد لون ورکړي. دا ځکه چي تراوسه پوري هیڅ یو ګوند، ائتلاف یا جبهه پدې نده توانیدلې چي د یوه سرتاسري او غښتلي اپوزیسیون ځای ونیسي څو په عملي ډګر کي پر حکومت، مخالفینو او د افغانستان په مسائلو کي پر شکیلو خارجي هیوادو باندي د فشار د وسیلې په حیث خپل تاثیرات وښندي.

اوس مرکزي سوال همدغه دی چي د افغانستان سیاسي غورځنګ ولي نسي کولای چي په ګډه او تفاهم سره یو غښتلی، سراسري او ملي اپوزیسیون ټولني او نړۍ ته معرفي کړي؟

د یوه تکړه او سراسري اپوزیسیون د رامنځته کیدو په لاره کي لاندي درې غټ خنډه موجود دي:

۱- اول خنډ رواني دی چي د سیاسینو ځان غوښتنه او خپل محوري ده. متآسفانه په افغانستان کي هر سیاسي شخص یا ګوند غواړي چي په رهبري کي کرار ولري او هر څه دده پر محور را وڅرخي، چي دا کار نه یوازي ناشونی دی بلکه د ګډ کار او یوالي تر منځ د چین دیوال هم دی. زه هیله مند یم چي د افغانستان زړه سوانده او وطندوسته سیاسیون د خپلو رنځیدلو خلګو او ملي ګټو په خاطر تر خپلو سیاسي، قومي او سیکټرسټي علایقو، سلیقو او عقایدو څخه تیر سي او د خونړي وطن د ژغورنې (نجات) لپاره په پوره جدیت او مسؤلیت سره لاس په کار سي.

۲- غټ خنډ چي په ټوله سیاسي غورځنګ کي په تیره بیا په پروني چپ بلاک کي له ورایه ښکاره دی هغه د مشخص او مشترک هدف نه درلودل دي. پرون افغاني چپیانو (بې طبقاتو داسې ټولنه غوښتل چي فرد د فرد لخوا استثمار نسي) او د همدغه هدف لپاره ئې بې امانه مبارزه کول. خو د پرون چپیان چي نن په هر سازمان یا ګوند کي فعالیت کوي باید په ډاګه او جرئت سره ښکاره کړي چي نن څوک دي او څه غواړي.

آیا د پرون چپیان دي او که نه؟

که د پرون چپیان دي هم باید په شفافه توګه خپل هویت او خپل نني مشخص اهداف معرفي کړي او که د پرون چپیان ندي بله لاره یا نوې لاره ئې خپله کړیده هم باید خپل ځان او ځانګړي اهداف و جنبش، ټولنې او نړۍ ته ور وپېژني.

خو متآسفانه دغه ګونګ او مجهول حالت نه یوازي د پرون په چپیانو کي بلکه د افغانستان په ټول سیاسي غورځنګ کي د لیري څه ښکاره دی. 

یو متل دی چي وائي: (شنې په غلا نه چیچل کېږي). هر سیاسی ارګان باید په شفاف او مشخص ډول خپل اهداف و ټولني ته معرفي کړي چي څه غواړي او څنګه ئې غواړي. ځکه چي د مشخص یا ځانګړي هدف ټاکل د یوه سیاسی ارګان په جوړښت کي مرکزي او مهمه نقطه ده.

خو د هدف په ټاکلو کي هم دقت پکار دی او باید ډیر فکر وسي چي ټولنه او اولس په لومړي ګام کي کوم ملي ارزښت ته تر نورو ملي ارزښتنو ډیر ضرورت لري او د کوم ټولنیز مرض څخه ډیر رنج وړي. بریالی او تاثیر ګذاره ګوند به هغه وي چي د ارزښتونو لومړیتوب او ضرورت د ټولني د شرایطو او د اوولس د غوښتنو پر اساس ردیف او ترتیب کړي او په مقابل کي ئې د هغه ناجوړۍ پیژندنه وکړي چي ټولنه د بربادۍ کندي ته پوري وهي  .

نن ورځ ټولو افغانانو او نړیوالو ته معلومه ده چي جنګ ځپلی افغانستان تر ټولو لومړی و عادلانه، تل پاتې او سراسري صلحي ته ضرورت لري او تر ټولو زیات د (جنګ) څخه رنج وړي. ځکه چي نه ناټو وکړای سول چي په جنګ سره امن او ثبات رامنځته کړي او نه هم مخالفین کولای سي چي د نظامي لاري څه حکومت تر لاسه کړي.

بنآ که د افغانستان سیاسي غورځنګ په جدیت سره د دغه زړه دردونکي حالت څخه د مظلومو افغانانو خلاصون غواړي او د مادي نعمتونو په فکر کي ندي نو باید په یوه تیر دوه نښانه وولي.

 په یوه تیر دوه نښانه هغه وخت ویشتلای سي چي لومړی ټول وطندوسته سیاسي ګوندونه، سازمانونه او حلقات دا ومني چي صلحه د ټول بشریت په تیره بیا د جنګ ځپلي افغانستان لومړنی ضرورت دی. په دوهم ګام کي ټول دغه سازمانونه او احزاب باید عادلانه صلحه د خپلو اهدافو سردار او د خپل لومړي او مشخص هدف په حیث ټولني ته ور وپیژني .

بیله شکه چي د صلحي د تآمین او میکانیزم په هکله نظریات او عقاید بیل دي خو د سیاسي غورځنګ لخوا منل سوی او مشترک میکانیزم هغه وخت رامنځته کیدای سي چي لومړی ټول هغه سیاسیون چي په ریشتیا سره صلحه غواړي د صلحي تر چترلاندي په یوه پلاتفورم کي سره ټول سي او په ګډه سره یو عملي او عیني میکانیزم ایجاد کړي او د خپلي کړنلارې مشعل ئې وګرځوي.

د عادلانه صلحي لپاره ګډ کار به د لومړي هدف په حیث لاندي دوه نښانه وولي:

 یو داچي ځانګړی او مشترک هدف به رامنځته سي چي په خپل ذات کي د یوه سیاسی ارګان د جوړیدو لپاره د نطفې حیثیت لري. ځکه چي یو سیاسی جوړښت به بیله مشخص هدف څخه د هغه کښتۍ په شان وي چي قطب نما و نلري او همیشه ئې لاره ورکه کړې وي. یعني د عادلانه صلحي تآمین د ګډ او ځانګړي هدف په حیث د ټولو وطندوستو او صلحه غوښتونکو ځواکونو د راټولیدو لپاره په یوه اپوزیسیون کي هغه مشترکه نقطه ده لکه د میږیانو د راټولیدو لپاره چي د عسلو یوه قطره ده.

بل نښان داچي د لوړ او ځانګړي هدف درلودونکی اپوزیسیون به د صلحي په تامین سره خپل نیک او انساني آرمان او لومړي هدف ته رسیدلی وي چي د ورستیو نیکو اهدافو د پیاده کولو لپاره زمینه ورته برابروي . 

نوټ: د صلحي تأمین تر ټولو لومړی ملي، سالم او متعهد حکومت ته ضرورت لري .

 

 

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي

 نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)