مسوولیت مطالب نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

 

مطالب نشر شده در «دیدگاه ها» بیانگر دیدگاه «اصالت» نمیباشد.

 

تاریخ ارسال به «اصالت»

Tue, August 4, 2009 01:14

 
سید اسحق گیلانی

سید اسحق ګیلانی بیا په ښه بیه خرڅ شؤ

 

که چیری تاسی د آغا صاحب مرکو ته چه اکثره وخت یی د آمریکا ږغ او یا آزادی راډیو ګانو سره تر سره کوی غوږ نیولی وی نوموړی همیشه د نجیب الله د حکومت بد وایی او همیشه نمک حرامی کوي، او یا په خپلو مرکو کی د جهاد(!) د وخت ګاهی د یونیم میلونو او ګاهی بیا دووه نیم میلونه د شهیدانو ناری وهی او خلګو ته په خبرو کی بازی ورکوی، مګرم ده د هغو شهیدانو په سر څو ځلی تجارت کړی دي او د هغو په اصطلاح پاک جهاد یی په پیسو خرڅ کړی دی.

 

سيد اسحاق ګيلاني چه فعلا په ولسي جرګه کې د وکيل په توګه دنده تر سره کوې او دننه په افغانستان کی د نوموړی د اصلی استوګنې په باب مکمل معلومات نشته او یو نا څرګنده چهره لری او په افغانستان کی د ټولو خارجی استخباراتی کړیو او سازمانونو لپاره د جاسوسی چارو د اجرا کولو لپاره د توجه وړ سړی ګڼل شوی دی او د پيرانو له مزدوري او کرایه شوی کورنۍ څخه دی. نوموړی د نورو پيرانو، حضرتانو، سيدانو او پاچايانو په څیر د ناپوه او بې سواده افغان ولس کې متاسفانه نفوذ او تاثیر لری او د خپلو پلرونو او نيکونو په څیر د خپل کاذب موقف څخه استفاده کوي او خلګ د ځان په ګټه استعمالوی.

د ګیلانی د کورنی شجره تر اوسه په دقیقه توګه نه ده معلومه چه دا څوک دی، او څه وخت او له کومه خارجی ملک د جاسوسی په خاطر د افغانستان د خلګو په سرنوشت باندی مسلط شوی دې، دوی یوازی په روحانیت باندی تکیه نه ده کړی او نه یی په چف او جادو باندی اکتفا کړی ده، بلکی د جاسوسی په خاطر د هیواد په سیاسی چاروکی هم لاسوهنه کوی.

دا لمړی ځل نه دی چه ښاغلی سید اسحق ګیلانی خپل ځان د څو لکو ډالرو په مقابل کی خرڅوي او ډاکتر عبدالله وکولای شوای نوموړی را نیسی، بلکی ګیلانی صاحب د مزدوری او خرڅلاو ډیره ښه تجربه لری خپل ځان هیڅ وخت هم ارزانه او ډیر ژر نه خرڅوی، نوموړی اول د خرڅولو ټول تور بازار ګوری او دنورو د خرید او فروش د تجربو څخه په استفاده د خپل ځان د خرڅلاو په باب تصمیم نیسي. لکه چه دا ځل یی نوموړی سوداګری په ښه وجه تر سره کړه دا د نوموړی د ښی تجربی نتیجه ده.

سید اسحق ګیلانی وړاندی تر دی څو ځله خپل ځان خرڅ کړی دی او د استخباراتو ډیر تود مرکز ګرځیدلی دی او دی همیشه د یو ښه جاسوس په توګه را نیول شوی دی، تر ټوله ښه استفاده له ده څخه د پاکستان د جاسوسی نظامی اداری کړی ده او نوموړی و دغه اداری ته د یوه وفادار کس په صفت پاته شوی دی دا اوسنی معامله هم ده د پاکستان د آي.ایس.آی. په مشوره د ډاکتر عبدالله سره کړيده.

زه غواړم چه د ښاغلی اسحق ګیلانی صاحب په باب یو دوی خاطری و تاسی ته بیان کړم او دا هغه څه دی چه د سترګو لیدلی حال بیانه وی.

د شهید ډاکتر نجیب الله د حکومت په وخت کی زما وظیفه د افغانستان په ولایاتو کی په یوه ډیر مهم ولایت کی وله، هغه ولایت څخه د رسمی کارو له وجه و کابل ته راغلم او په کابل کی د امنیت دولتی و یوه ریاست ته ولاړم او په هغه ریاست کی می د هغه ریاست د رییس او یوه مدیر ته د خپل کار ګزارش ورکړی له ګزارش څخه وروسته د هغه ریاست د رییس په مشوره د هغه ریاست د مدیر سره یوځای د وزارت امنیت دولتی یوه میلمستون ته، چه د قصر نمبر یک یا (یوه) په نامه مشهور و، ولاړو، هغه مدیر صاحب چه زما سره ملګری و په لاره کی راته وویل ځو چه د ګیلانی صاحب سره وګورو ما پوښتنه ځنی وکړه بیا کوم ګیلانی صاحب راغلی دی ما فکر وکی چه ممکن حامد ګیلانی راغلی وی دا ځکه چه د هغه سره ما څو ورځی مخکی کی ملاقات کړی و، مدیر صاحب را ته وویل نه خوار شی دا اسحق ګیلانی ده څو د هغه سره خبری کوو او تاته یی در معرفی کوم چه د نوموړی څخه استفاده وکی، خو بالاخره د ښاغلی ګیلانی سره معرفی شوم او تقریبا یو ساعت مو خبری سره وکړی تر خبرو وروسته مدیر صاحب ګیلانی صاحب ته وویل چه د ډاکتر صاحب نجیب الله سره د ملاقات نیټه معلومه شوه او ډیر ژر به ور سره وګوري.

بله خاطره داده چه کوم وخت د ډاکتر نجیب الله رژیم متلاشی شو زه د افغانستان څخه و پاکستان ته مهاجر شوم، لمړی ځل د کویټی ښار ته او وروسته اسلام آباد ته ولاړم او په اسلام آباد کی می د هغه مدیر صاحب سره چه زه یی و اسحق ګیلانی ته ور پیژندلی وم ولیدل او را ته وویل داده اسحق ګیلانی صاحب زما د پاسپورت او ویزی کار را خلاص کړ او په دغه هفته کی و خارج ته روان یم زه فکر کوم هغه مدیر صاحب اوس په استرالیا کی ژوند کوي او خدای دی وکړی چه ژوندی وي. زه تر ډیره وخته ان د طالبانو تر راتګ پوری په پاکستان کی پاته شوم يوه ورځ په پیښور کی یوه بل ملګری و کور ته ولاړم چه هغه هم د ګیلانی صاحب د رابطه څخه خبر وو هغه را ته وویل راځه چه د سید اسحق ګیلانی و لیدو ته ولاړ شو د نوموړی و کور ته چه په حیات آباد کی وو ولاړو د کور په دروازه کی دوه پاکستانی پولیس ولاړ ول او مونږ یی تلاشی کړو او وروسته یی اجازه راکړه چه داخل شی او هغه و چه د ښاغلی ګیلانی صاحب سره می وکتل اول نوموړې ډیر بد راته وکتل او وویل چیری یی او ما ور ته وویل همدلته، د یو څو دقیقو وروسته ده ته کوم ټیلیفون راغلی را ته یی وویل زه یو عاجل کار لرم اوس ځم بیا به خبری سره کوو بالاخره ورځنی رخصت شو، وروسته می د ملګری څخه پو ښتنه وکه دا پولیس دلته همیشه وی هغه په جواب کی را ته وویل هو دا د آی.ایس.آی. نفر دی چه د ښاغلی ګیلانی صاحب ساتنه کوی؟ په عین حال کی کوم وخت کی چه کورته داخل شو په داخل د کور بیا دووه نفره نور قندهاریان چه د طالبانو د ډلی مربوط خلک ول د کلاشنکوفونو سره د آغا صاحب د کار د کوټی په مخکی ناست و او د آغا صاحب ساتنه یی کوله، پس د یو څو ورځو بیا هم د هم هغه ملګری سره مو دوهم ځل د آغا صاحب سره وکتل لږ څه مفصلی خبری موسره وکړی نوموړی د خبرو په جریان کی څو ځله احمد شاه مسعود او د هغه د شورای نظار ډله وغندله او په ډیره خوشحالی سره به یی ویل ډیر ژر به طالبان کرام شیر پنجشیر را چپه کړی او ټول افغانستان به ونیسی هغه زما ملګری لږ څه ټوکی او ټکالی ور سره در لودی آغا صاحب ته یی وویل که طالبانو پنجشیر ونیوی نو په شیرنی کی بی یوه د ترخو اوبو میله راکړې او که نه؟ آغا صاحب ور ته په خندا شو او وی ویل د ترخو اوبو میله به بیا په پنجشیر کی درکووم. نن چه می دا خبر ولوستی چه سید اسحق ګیلانی د۶ لکو ډالرو په مقابل کی ځن په ډاکتر عبدالله باندی خرڅ کړی نو ډیر په تعجب کی شوم او هغه د ترخو اوبو میله په پنچشیر کی را په یاد شوه چه ممکن د آغا صاحب زړه په پنجشیر کی و ترخو اوبو ته شوي وی؟

د آغا صاحب د خرڅلاو به دا آخری ځل هم نه وی که دی ژوندي وی نور به هم په تور بازار کی په ښه بیه خرڅ شی، څو ورځی مخکي می د آغا صاحب یوه مرکه په انترنیټ کی تر سترګو شوه چه د یوی روسی ژبی راډیو سره یی په مسکو کی تر سره کړی وو د مرکی څخه یی ما داسی نتیجه تر لاسه کړه چه آغا جان اوس بیا غواړی د شنګهای او روسیی په تاوده بازار کی ځان د پاره ځاي پیدا کړي او یو څه وخت هلته هم د آی.ایس.آی. په مشوره باندی وظیفه اجرا کړی، یو څو ورځی مخکی د آزادي راډیو په کابل کی د پاکستان له سفیر سره مرکه درلوده محمد صادق خان د پاکستان سفیر په افغانستان کی د یوه پوښتنی په جواب کی وویل: چه د پاکستان ارتباطات په افغانستان کی له طالبانو سره سم نه دی شروع شوي او زیاته یی کړه چه دافغانستان په حکومت کی ډیر داسی خلګ شته دی چه په مخفی شکل د پاکستان د حکومت طرفداران دی، دی په دی خاطر په بیانیو او مرکو کی پاکستان غندی چه څوک دوی تر نیوکو لاندی را نه ولی او سیاسی موقف ته یی چه د افغانستان په اوسنی دولت کی لری زیان و نه رسیږې، د افغانستان خلق څه فکر کوی چه دا به څوک وی؟ آیا د افغانستان با درده او وطن دوسته خلق دا چهری نه پیژنی؟ دا چهری دادی ورځ په ورځ د خپلو مخونو څخه نقابونه لیری کوی او خلګ د دوی چهری ښه پیژنی، بعضی وخت که چیری تاسی د آغا صاحب مرکو ته چه اکثره وخت یی د آمریکا ږغ او یا آزادی راډیو ګانو سره تر سره کوی غوږ نیولی وی نوموړی همیشه د نجیب الله د حکومت بد وایی او همیشه نمک حرامی کوي، او یا په خپلو مرکو کی د جهاد(!) د وخت ګاهی د یونیم میلونو او ګاهی بیا دووه نیم میلونه د شهیدانو ناری وهی او خلګو ته په خبرو کی بازی ورکوی، مګرم ده د هغو شهیدانو په سر څو ځلی تجارت کړی دي او د هغو په اصطلاح پاک جهاد یی په پیسو خرڅ کړی دی.

والسلام، سرور میړنی.