د عزیز احمد خوارمل د مبارکی پیغام

 

د اصالت دانټرنيټی سایټ و محترمو چلوونکو، کارکوونکو، قلمی همکارانو، لوستونکو او لیدونکو ته، ددی سایت د یو کلن کیدو په مناسبت د زړه له کومی نه په ډیر درنښت او د ویاړه نه ډک خپل د مبارکی پیغام په دی اړه تاسو ته او مسؤول چلوونکی ملګری ته وړاندی کوم .

تر هرڅه نه مخکې دا باید ووایم، هغه دا چې د اصالت د انټرنیټی سایت چلوونکی، یاران او انډیوالان دغه علمی او تاریخی انټرنیټی سایټ یې، چې د افغانستان د خلق د دموکراتیک ګوند و ستر لارښود محترم او ګران ملګری مرحوم  ببرک کارمل ته یې اهدا کړی او وربخښلی دی، په زړه ورتوب او په رښتینی ډول سره ویلی سم چې دا د ښه ملګریتوب روحیه، د ښه درک او پوهی د ښه انقلابی دریځ او هوډ درلودونکی مبارزو او پر هیواد مینو او د هیواد د محکومو انسانانو او د زیارایستونکو خلکو د دوستانو او ملګرو ستره انسانی دنده او شرافتمندانه کار دی چې تاسو ترسره کړیدی، او پر ځانونه مو ټول مادی او معنوی زحمتونه او تکلیفونه منلی مو دی او په ډیر صداقت او ایمانداری سره مو خپله ټاکل شوی کړنلاره او موخو مو په میړانه او شجاعت سره مخ ته بیایې او پیلی کوی او بیله ستومانی نه ترسره کوی، چې د همدی باارزښته څو ټکو او جملاتو په نظر کې نیولو سره زه دی ته ودارشوم چې په زغرده، ښکاره او څرګنده ډول سره ووایم چې ستاسو محترمو او معززو ملګرو دغه ډول نوښت او انساندوستانه، ګټور او هیوادنی او اولسي کړني زموږ د ستری لاري، سترو ارمانونو او ګوندی موخو او د ګوندی مبارزی لاروچارو، ګوندی نظم او دسپلین لاهم غښتلي کوي، او زموږ د ګوند تاریخ ځلانده ساتی، او زموږ د ګوند هغه نیمګړتیاوی او یو لړ ناروغی چې د ګوند په دننه او داخلی چارو کې موجودي وي هغه رابرسیره کوي، بل دا چې ستاسو دغې کړني په اصل کی په مثٍبته توګه د ګوندی اصولو نه ملاتړ او د ګوندی مرکزیت د زرین اصل پر بیناد، او ګوندی سنترالیزم او دموکراسی ته غاړه ایښودل دی او د هغه و اصولو او پرنسیبونو ته د درنښت او احترام ښکارنـدوی دي، چې ستاسو د دغو کــړنو په نظر کې نیولو سره ددی  ښوونځی وټولو رښتینو همسنګرو او همرزمو ملګرو او پیروانو ته ویاړ او سرلوړی دي .

په پښتو ژبه کښې یو متل دی وایی : لمر په دوو ګوتو نه پټیږی، نو ددی متل په رڼا کې په رښتیا او واقعی توګه سره څرګنده ده چې د اصالت د انټرنیټی سایټ ټول چلوونکی، قلمی همکارانو او شخصاً ددی سایټ مسؤول ملګری په دی لږه موده کښې یې وشو کولای او ډیر زیار او تلاښ ایستلی دی تر څو هغسي علمی او تاریخی مطالب او موضوعات چې ډیره برخه یې زموږ د ګوند (دافغانستان د خلق د دموکراتیک ګوند) په اړوند تاریخی او ریالیسټیک مسایل جوړه وي را غونډه کړی په سایټ کې یې ځای پرځای کړی، ثبت، نشر، او خپور کړی چې وهر لیدونکی او لوستونکی ته ډیر په زړه پوری او آموزنده دی، زه یو ځل بیا د اصالت د انټرنیټی سایټ و ټولو چلوونکو، کارکوونکو، قلمی همکارانو ته و مسؤولینو او لیدونکوته، د اصالت د سایټ د یو کلن کیدو په اړه زره ځلی نور مبارکی وړاندی کوم او ودوي هر یو ته زموږ د ګوند د سره کفنو شهیدانو د سپیڅلو ارمانونو د پیلی کیدو او د تحقق په لاره کې نه ستړی کیدونکی کار او مبارزه او د ښه تره فعالیت ارزو لرم بیا هم وټولو چلوونکو او کارکونو ته د بریاو هیله کوم، بریالی، موفق او سرلوړی اووسي .

 په درنښت :

(عزیز احمد خوارمل)

بیلجیم د انتورپین ښار

 

 

بازگشت