د عبدالرحیم کاروال د مبارکی پیغام

 

 

ګرانو ملګرو او دوستانو د «اصالت» د سایټ درنو چلوونکو !

 تر ټولو لومړی د «اصالت» درندی سایټ کلیزه تاسو محترمو ملګرو ته مبارکباد وایم او تاسو ښاغلو ته په دی هکله د سترو بریالیتوبونو په هیله یم .

له یوه کاله راپدی خوا چې زه د «اصالت» د سایټ سره آشنا یم او ددغه سایټ په اړوندو مخونو کې لیکني، مضامین او نور دلچسپه تاریخی، فلسفی او علمی مواد او اسناد د خپل ګران هیواد د خواریکښانو او زموږ د ټولنی د ټولو محکومو او پر ستم لاندی خلکو د آرمانونو سره سم یې لولم  او دا راته ژوته سوی دی چې ددغو لیکنو او مضامینو موضوعات او مطالب کټ مت لکه زمونږ د قهرمان ګوند د (خلکو دیموکراتیک ګوند) په کړنلاره کې چې څرګنده شوی یوشانته دی او د هغه د مرام نامی ښکارندوی دی . همدارنګه زما په هاند ستاسو دغه شان علمی څرګندوني او لیکني وټولو هیوادپالو، ملی او دیموکراتیکو جنبشو ته د لارښودونکی او د رڼا اچوونکی حیثیت لری .

پر یوه ټکی ټینګار کوم هغه داچې، د تأسف وړ خبره دا دی، چې زمونږ د ګوند په سپیڅلی کړنلاره کي د خواریکښانو او د خلکو د انسانی آرمانونه څخه پلوی، دفاع او مبارزه کول لیکل شوی وه، مګر یو شمیر ډیرو پرونی ملګرو دغه ضروری او لازمی کړنلاره او مرامی پروګرام یې پریښی دی او د نړیوالی ښکیلاک اصلی بڼه یی له هیره ایستلی دی . اما د خوشحالی ځای دادی چې ستاسو خپرونی هغه ستر آرمانونه ژوندی ساتی چې په زرهاوو ملګري له دغو آرمانونو او موخو سره ژوند کوی او وهغه راتلونکی ته چې د خلکو د پرګنو او د خواریکښانو د ښه ژوند او د ټولنی د پرمختګ او ترقی هیله په کښې منعکس سوی دی ودي سپیڅلی امر ته  ورسیږی .

هیله مند یم چې ستاسو زحمتونه او هڅی په دغه وګړنی لاره کې مخ په وړاندی ولاړ شی او په نتیجه کښې زموږ په ګران هیواد کې او زموږ د شریفو خلکو په منځ کې دینی، مذهبی، ژبنی، قومی، منطقوی او محلی اختلافات ورک شی له منځه ولاړ شی او یووالی او پیوستون رامنځته کړی . څرنګه چې دغه مبرم او ضروری چاري د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند آرزو وه او په دغه لاره کې یې ستر ګامونه اوچت کړی وو، دغه مثبت، منطقی او تاریخی کړنی به زمونږ د هیواد تاریخ  هیڅ کله هیر نکړی .

ستاسو د لا زیات بریالیتوبونو په هیله

عبدالرحیم کاروال

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org