یکشنبه، ۲  جون ۲۰۱۳



ښاغلی صدیق کاوون توفاني

 د لوړو او سپیڅلو آرمانونو هوډمن، نوښتګر، مخکښ

 او مبارز شاعر او لیکوال

 

ښاغلی صدیق کاوون توفاني زموږ د هیواد په ادبي، فرهنګي او سیاسي ډګر کې یو پیاوړې، وتلې او پیژندل شوې شاعر، ادبي، فرهنګي او سیاسي شخصیت دی. دی د پښتو او دري ژبو د هغو نوښتګرو، مخکښو او نامتو لیکوالو او شاعرانو څخه دی، چې د ده په آثارو او شعرونو کې ډیر لوړ علمي مفاهیم، انساني، ټولنیز، ملي او ادبي تصورات او افکار په ډیره خوږه، سلیسه، ساده او روانه ژبه بیان شوي دي. د ده په شعرونو کې هنري ښکلا، خیالونه، سمبولونه، تصویرونه او انځورونه، تشبیهات، کنایات، پاک او سپیڅلي احساسات، جذبات او عواطف په ډیر رنګین او ظریفانه شکل ترسیم شوي دي.

ما د کاوون صاحب یو شمیر شعرونه ترتیب کړې دي، ستاسو درنو د ادب مینه والو پام ورته را اړوم.

په درنښت او ادبي مینه، انجنیر عبدالقادر مسعود

 

ګزمه

د بـــاد ګــــزمــــه ده د بــاران ګـــزمــــه ده

زموږ پــه کلی د تــوفـــــان ګـــــــزمــــــه ده

بــــیــا مـــې د زړه پــــــه دي تالا جــونګړه

د غـــــم ګـــزمـــه ده د خپـــــګان ګـــزمه ده

نــــه د ګل بــوی، نــــه د بــــلبـــل سنـــــدره

پـــه بـــاغ او راغ کــــــې د خزان ګزمه ده

تـــر څــــــــو بـــــه ژاړي د اغـــیــــارو ســتـــم

زړګـــــیــه، تـــــم شــــه، د جــــانــان ګـزمه ده

پـــــــه ګلــو اوري د سکـــــروټـــــو ږلــــــــۍ

د خـــــــدای حـــــرم کــــې د شیطان ګزمه ده

ژاړي پــــه ســــــــرو سترګو نیمزالې غوټۍ

پــــــه چــــمـــــن ګـــډه د تــــــالان ګـــزمــه ده

نـــــه مـــیکده او نــه کعــــــبــه پــــاتــې شوه

کلــــــه د "شېـــــخ" کله د "خان" ګزمه ده

آلمان، ۱۹ /۵ /۱۹۹۶

 

د تروږمیو بهیر

ستا د زلفو سلسلې مې د یادونو سلسلې شوې

د یوې شیبې خندا وه، د غمونو سلسلې شوې

سپوږمۍ مخ دې را ښکاره که، د تیارې شپې له کنډوه

چې د لمر زرینې څڼې، د دودونو سلسلې شوې

په نمجنو سترګو څارم، د آشنا د قدم لاره

خو وعدې د نن سبا یې، د کلونوسلسلې شوې

دا بهیر د تروږمیو، د رڼا په کاله راغی؟

که شیبې د خوشالیو، د ویرونو سلسلې شوې

په ویجاړه میکده کې، نه ساقي او نه صهبا شته

د کوثر د امید تنده، د عمرونو سلسلې شوې

له جنته راوتلی، د دوزخ په څنډو ګرځم

هم ثواب او هم ګناه مې، د اورونو سلسلې شوې

ما یې زلفې ښکلولې، په خندا یې راته وویل

چې کاوونه دا دې پښو ته، د دامونو سلسلې شوې

 

مړې ډیوې

ساقي دروغجنې دې وعدې شوې، ډیوې بلې نه شوې

په میکده کې ډیوې مړې شوې، ډیوې بلې نه شوې

خمونه تش، پیالې نسکورې، میکدې ویجاړې

بیا د زاړه زاهد دورې شوې، ډیوې بلې نه شوې

سپوږمۍ په وریځو کې ویده، ستوري دودونو کې پټ

د تورې شپې زلفې خورې شوې، ډیوې بلې نه شوې

تشه بیدیا ده نه لیلا نه یې کیږدۍ شته پکې

مجنونه! خاورې دې اسرې شوې، ډیوې بلې نه شوې

یوه سپرغۍ وه ځلیدله د ایرو په منځ کې

اوس هرې خواته سرې لمبې شوې، ډیوې بلې نه شوې

باغ کې چوپتیا ده، ونې زانګي د ماتم په څڼو

د ژمي شپې څومره اوږدې شوې، ډیوې بلې نه شوې

چایې په یاد چیرته نه شمه او نه ګل کیښوده

د سرو غاټولو مرۍ پرې شوې، ډیوې بلې نه شوې

د جانان غمه د زړه کور راته روښانه که ته

بیا تور ماښام، تورې تیارې شوې، ډیوې بلې نه شوې

 

توره سيلۍ

بادونه دي، غوغا كوي باغونه، رژوي

شنې ونې لوټوي، رنګين ګلونه ،رژوي

وږمې پرون راوړى و پيغام دغوړيدو

نن توره سېلۍ راغله، بهارونه رژوي

يو باد دى را الوتى له سرابه  د وعدو

په شونډو د جانان مې ځوابونه، رژوې

د حسن له جلوې نه يې زاهد نه دى خبر

سجدې پيكه كوي او ايمانونه رژوي

راووت له مسجده، شو دېره په خرابات

د خم په پښو كې رغړي، ثوابونه رژوي

نه ويره له سكروټو او نه تنده د كوثر

ملا د تخت له  پاسه خمارونه رژوي

ښكاريږي چې تش ياد يې هم، په ما نه دى پېرزو

رقيب مې د جانان كوڅه كې پلونه رژوي

د سترګو په آسمان كي يې بيا ستوري شول رابر

شوګير يې راته ښكاري چې خوبونه رژوي .

په درنښت او ادبي مینه، انجنیر عبدالقادر مسعود

  

    

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org