سه شنبه، ۵ اکتوبر ۲۰۱۰

 
 

 د شعر او نثر په اړوند راولاړې پوښتني او په هغو يو څو خبرې:

د محمد اکبر کرګر لیکنه:

 

پوښتنې او طرحې :

شعر ډير دى ٠٠

شعر بس دې نور بايد نثر وليكو ٠٠ شعر په پښتو كې ډير شوى دى ٠٠٠

موږ نثر ته اړتيا لرو ٠٠٠ نثر بايد عام شي ٠٠٠

علمې او فلسفي آثار په نثر وي او موږ پوهې او معلوماتو ته اړتيا لرو؟

شعر په درد نه خورې؟

شعر د بيكارو خلكو كار دى٠ او داسې نورې خبرې ٠٠٠

شعر او د پښتو ژبې ظرفيت :

تاريخي پس منظر :

د لوى استاد حبيبي د څيړنو له مخې له اسلام څخه دمخه دورو څخه يو يا څو شعرونه تر لاسه شوي دي٠ خو ډير لرغونې او پخواني شعري آثار د دويمي هجري پيړۍ پوري مربوط دى٠ له هغه وخته تر اوسه په زرگونو شاعران او ناظمان په پښتو ادب كې را څرگند شوي دي٠ په نثر كې هم قافيه وال يا مسجع نثر كښلي او را پاتې دى٠

د حبيب الله رفيع په قول د پښتو لرغونې ترانې او سرودونه د شرقي ژبو سره ورته والي لري رفيع صيب دغه ترانې او سرودونه (نه يوازې د پښتو د شعر ټولي برخې) د لرغونو اريايي سرودونو پورې مربوطې بولې٠ او د معاصر ادب يا ليكلي ادب سره د لرغوني ادب د اتصال كړۍ يې بولي٠

د پښتو شعرونو ځينې شكلونه د خپل شكلي جوړښت له مخي په نورو ژبو كې نه ليدل كيږي٠ او كه په ځينو هندې ژبو لكه هندكو كې پيدا شي نو له پښتو څخه يې اخيستي دي٠ دغه ډول اشعار شفاهي جنبه لري٠

زلمى هيواد مل له اسلامي دور څخه دمخه د پښتو شعر په باب ليكي: د يونانو باختري شاهي كورنۍ چې په هند كې پادشاهۍ ته رسيدلي وه د مناندر په نوم ياديده چې له ميلاد څخه دمخه په دويمه پيړې كې وه٠

مناندر د نورو يونانو باختري شاهانو په نسبت د هندي رسومو سره زياته اشنايي درلوده په هندي رواياتو كې د ملنده په نوم ياد شوى دى دغه پادشاه د مختلفو مسايلو په اړوند له عالمانو او مذهبي مشرانو سره خبرې اترې كولي٠ چې دا خبرې اترې يا مباحثات د ((ملنده پڼهو)) په نوم ياديږي٠

څيړونكي په دې باور دي چې د دې كتاب اصلي متن په پښتو كې دى چې البته دغه متن اوس لادركه د ى خو پالي ترجمه يې شته٠

هيوادمل د ملهوتر ابترا سنګ په قول ليكي :چې د هند د راجستان په ايالت كې په يوه معبد يا مندر كې د اشعارو يوه ټولگه تر لاسه شوي ده چې په پښتو ژبه ده يا يوه برخه يې په پښتو ده٠

هيوادمل د نوموړی له قوله ليكي چې د دې شعرونو خط په دوناگري كې دى او جوړښت يې پښتو لنډيو ته ورته دى او محتوى يې دوعاييه ده .

زموږ ادبي ميراث :

له پورتنيو ټكو څخه هدف دادى چې پښتو ژبه د دې ظرفيت لري چې د ژوند اړوند مطالب څه كه مذهبي وي٬ علمي وي او كه فلسفي په خوندور او په زړه پور انداز كې وړاندې كړي٠ چې په دې ترتيب د شعر او موزون كلام بڼه غوره كوي٠

د پښتو ژبې له دى تاريخي پس منظر نه چې تير شو نو ليدلاى شو چې دا ژبه د خپل ژبنيز جوړښت له مخې ددی وړتیا لري چې مطالب او پيغام په ښه او خوندوره او موزون بڼه ارايه كړي٠ لكه چې دمخه مو وويل پښتو په لرغوني ماضي كي د سرودونو او ترانو ژبه وه او دا ځانگړنه يې اوس هم څرگنده ده٠ چی لنډۍ يا ټپه يې ښه مثال دى٠ دا یوه بیلګه بس ده چې هر پښتون او هری پښتنې ته د شاعر خطاب وشي٠ ځكه هر يو ويونكى يې جوړولي شي٠

له دې خبرو داسې نتيجه هم اخيستلاى شو چې پښتو ژبې ويونكې د شعر ويلو ښه استعداد لري٠ او هر يو كولي شي شعر ووايي٠

په تاريخې لحاظ زموږ ادبيات شعري ادبيات دي او زموږ فرهنگي ميراث هم په شعر ولاړ دى نه په نثر٠

له بلې خوا د پښتو ليكنى ادب چې له روښانيانو راوروسته يې وڅيړو٬ گورو چې د عرفاني٬ تصوفي٬ فلسفي او ټولنيزو پيغامونو او درسونو د انتقال له پاره هم شعر يو بستر و٬ كه په دغو دورانونو كې نثر هم ليكل شوي دى٬ هغه هم په موزون ډول و او د كلام او مقصد د ښې ارايي له پاره غوره شوى دى٠ لكه بايزيد روښان٬ يا پير روښان خپل ستر شاهكار خيرالبيان په څو ژبو او په پښتو كې په تيره مسجع نثر كښلى دى او د سوره رحمان سبك يې تعقيب كړى دى٠

(مرگ به ورشي و سړي و ته ننگهان٬ نشته په دونيا كې د سړي تر تله مقام )

همدا رنگه د پير روښان مخالف اخوند درويزه هم د مذهبي او شرعې اصولو د بيان له پاره خپل اثر په مسجع يا موزون نثر كښلى دى٠ چې په خپل وخت كې زړه راكښوونكى دى٠ خداى بخښلي پوهاند استاد مجروح هم دا عنعنه ساتلي ده او د پښتو ژبې له دې ځانگړنې نه په گټه اخيستنې يې خپل فلسفي او سايكالوجيك اثر ((ځانځاني ښامار)) په مسجع نثر يا موزون نثر كښلى دى٠

استاد رشاد مرحوم د خيرالبيان نثر شعر ته ورته يا شعر بولي٠ او په دې برخه كې يې يوه كره څيړنه كړې ده٠

په دې برخه كې بايد موږ د نظم او شعر توپير وكړو كوم چې په معاصرو ادبياتو كې ډير برجسته دى او پخوا دومره د پام وړ نه و٠

د خوشال شعر د مغلو سره د پښتنو د مبارزو او معركو هنداره ده٬ هغه حماسي مضمون لري او ټولنيز اصلاحي مضمون هم لري٠ (لكه سواتنامه) خوشال بابا په خپلو آثارو كه په تيره په سواتنامه كې څومره چې د نظم او شعر په ژبه د مغلو گوډاگيان او نوكران غندي او د هغو مذهبي ضد څيره په ډاگه كوي مبالغه به نه وي چې د نن ناثران هم دا كار نه كوي٠ حميد٬ رحمان بابا٬ كاظم خان شيدا٬ اشرف خان هجري او نور او نور تر غني خان او حمزه بابا پورې دا ټول د پښتو ژبې او ادب مشعل داران دي٠ كه پښتو څه لري نو هم دا هستي ده٠

 

 ***

 

ولې له شعر سره مخالفت كيږي :

لومړى تر هر څه بايد ووايم چې له شعر نه زموږ هدف په دې ټول بحث كې شعر دى نه اوتې بوتې ۔ دا څه اوسنئ خبره نه ده٬ په لويديځو ټولنو كې چې كله د سود او پانگي وده پر مخ لاړه او د سود او گټې را ټولولو بازار گرم شو٬ پانگوالي مناسباتو يا د پانگې سالارانو تر هر چا زيات د شعر او هنر سره مخالفت كاوه په هغه وخت كې ماركس په جدې توگه د شعر په پلوئ ليكنې وكړي او د پانگه والو دا ځانگړ نه چې شعر او هنر ته يې په بې ارزښتي كتل انتقاد وكړ٠ د پانگه والو په باور شعر تخيل او د خيالاتو روزنه بې ځايه كار دى٠ خو ځينو منتقدينو دغه ارزښتونه د انسانيت سره موازې بلل٠ او له هغو يې دفاع كوله٠

پانگواله ټولنه له هنر سره دومره ښه مناسابت نه لري٬ او په خاصه توگه شعر د خپلی گټې اخيستونكي مزاج مطابق دومره په زړه پوري نه بولي٠ بلكي هغه د ورځينۍ گټې په لټه كي ده ددغه پانگوالی طبقي يا ډلي په نظر ارمان يې ښه نه ايسې او روښانه ټولنيزى هيلې د هغو په باور سره بې ځايه او بې مورده تخييلات دي٠ خو د دې ضد كسان هنر ته ارزښت وركوي٠

خو په خپله په لويديځ كې لكه د ختيځ په څير: په ختيځ كې په اسلامي فرقو لكه اسماعيليه صوفيه٬ حروفيه او نورو كې شعر د افكارو دارايي او څرگندونې له پاره وسيله وه٠ ناصر خسرو ستر اثار هست كړل٠ په لويديځ كې هم په معاصر دوران كې ځينو فلاسفه وو خپل پيچلي افكار د شعر او هنري آثارو له لارې لكه درامه او نورو ژانرونو له لاري وړاندې كړل٠

نو كيداى شي زموږ ځينې كسان چې كله يې له شعر نه بدې ايسې په دې خاطر به هم وي چې د انسانيت په مقياس به زيات د سود و زيان درنې تلي ته گوري٠

كومه چې اوس يې په افغانستان كې هم پله درنه ده٠

شعر كه نظم :

په پښتو ادبياتو كې په عامو بحثونو كې تر زياته حده د شعر او نظم توپير نه كيږي٬ شعر ته نظم او نظم ته شعر ويل كيږي٠ خو په معاصرو څيړنو كې ددې دواړو تر منځ يوه پنډه ليكه ايستل شوي ده٠ شعر د انسان له روح او حواسو او اكر سره زيات تړاو لري په داسې حال چې نظم او نثر د تعقل او استدلال او تفكر سره٠

په دې اساس نن ورځ يوازې د قافيي او وزن له مخې شعر نه پيژندل كيږي٠ نن د قافيي ديوالونه لكه د باستيل نړيدلي دي٠ كله چې په شعر خبرې كوو٬ د رومن رولان خبره چې په ژان كرستف كې دغه ډول شعرونه د پرتوگاښي شعرونو په نوم يادوي٬ را ياديږي٠ پخوا كلونو كې چې به پښتو ضد عناصرو د پښتو په شعر ملنډې وهلې نو ويل به يې: شعر پشتو چيست؟ يعني اينكه چند سطر را به پنسل بنويس٬ در بين آن پنسل پاك كش كن٬ شعر پشتو است٠

كه نن څوك د پښتو شعر نفي كوي نو زما په باور له پورته وينا يو غير مستقيم تاييد كوي٠

د نن ورځې د پښتو شعر جوړښت چې لا پخوا يي هم د ياغي پښتون په څير د كلاسيكو عروضو په پنجرو كې نه و نښتي او د سيلابونو او څپو پر سر اوښته او په خپله لار تللو خپله رنگيني يې ساتلې ده٠ په پښتون فرهنگ كې دواړه هم نثر او هم شعر خپل خپل ځاى لري هيڅكله يو بل نه شي نفې كولاى٠ او نه خو يو د بل ځاى نيولاى شي٠

د زمان٬ وخت او شرايطو غوښتنه  :

بله مساله داده چې د شعر او نثر په وده او تكامل كې د ټولنيزو او اقتصادي شرايطو رول هم ډير اساسي دى٠ په دې مانا چې زمان او وختونه نوى غوښتنې مطرح كوي٬ او ددې دواړو ډولونو وده او تكامل ددغه غوښتنو پر بنياد هم وده كوي٠ د مثال په توگه: په شلمه پيړئ كې په افغانستان كې چې د پښتو ژبې ودې او پرمختگ ته ټولنيز او فرهنگي شرايط نسبتا آماده شول نو د شعر په خوا كې نثر هم وده وكړه٠ د ښوونى او روزنې وزارت٬ تعليمي نصاب كې پښتو ځاى درلود٬ پښتو ټولنې د پښتو د پرمختيا او ودې ادارې راديو افغانستان٬ او نورو ادارو كې پښتو شعر نه بلكې د نثر ليكلو اړتيا ډيره محسوسه وه٠

د پښتو ستر ليكوالان چې د پنځو ستورو په نوم هم ياديږي لكه استاد حبيبي٬ استاد بينوا٬ گل پاچا الفت٬ قيام الدين خادم٬ پوهاند رشتين٬ استاد رشاد٬ استاد روهي٬ ابراهيم عطايي٬ حسن كاكړ استاد زيار٬ حبيب الله رفيع د مهمو تاريخې او څيړنيزو كتابونو په كښلو او چاپ سره پښتو را ژوندئ كړه وروسته دې كارونو په پوهنتون كې دوام وكړ٠ د تعليمي او ميديايي انگيزو د ايجاد سره په موازاتو كې د پښتو نثر هم وده وكړه٠ خو په پښتونخوا كې دا انگيزه نه وه دا ځكه چې هلته پښتو د دفتر او ښوونځي ژبه نه وه٬ يوازې د افغانستان د جنگ په كلونو كې د پښتونخوا گورنر جنرال فضل الحق پښتو په اولسي ښوونځيو كې تر پنځم ټولگي پوري شامله كړه٠ له دې پرته په پښتونخوا كې پښتو نثر ته په نا منظم ډول د شخصي كتاب پلورنځيو او اشخاصو له خوا پاملرنه كيدله نه د دولتي موسساتو له خوا همدا سبب و چې په پښتونخوا كې د شعر تله درنه وه او هلته خوشالخاني او غني خاني ميراث ته ډيره پاملرنه كيدله٠

نن ورځ حالات بدل شويدي٠ نن ورځ د انترنيت٬ رسنيو٬ راديو گانو٬ تلويزويونو بازار گرم دى او له بلي خوا په نړيواله كچه پښتو د يوه داسې ليوني اولس ژبه ده چې كه دا اولس ارام و٬ دونيا به ورسره ارامه وي او كه نارامه وو نو دونيا به هم نارامه وي همدا سبب دى چې په ختيځ او لويديځ كې پښتو زده كړه او په هغې پوهيدنه اوس د ورځې يو مضمون دى٠ بايد هڅه وكړو چې له دې موقع څخه د پښتو د ودې د شعر او نثر د ودې له پاره گټه واخلو٠

 

په ډیر درنښت:

اکبر کرګر

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org