یکشنبه، ۱۰ جون ۲۰۱۳

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در دیدگاه ها به دوش نویسنده گان آنها میباشد

صلحه (سوله)

دکتور طاوس وردک،

لندن،  د جون ۸ مه ۲۰۱۳

 

 

(اصالت در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در دیدگاه ها به دوش نویسنده گان آنها میباشد!

 

اول غواړم صلحې ته جامع تعریف ولیکم او بیا د صلحې په څرنګه والي وطندارانو خاصتا ځوان نسل ته معلومات وړاندې کړم .

صلحه (سوله) -  دیپلوماتیک، هماهنګ، او جدي اقدامات دیوه خاص هدف له پاره کارولو ته  صلحه وایی، کانت د جرمنی یو مشهور فیلسوف په خپل یوه کتاب کې چې په ۱۷۹۵ کې ېې د (دایمی صلحې) په نامه لیکلي وو وایی چې دایمی صلحی ته رسیدل خاص اصول لری او کانت په دغو کتاب کې نړیوالې ټولنې ته د صلحی په نامه د یوه سازمانی تشکیل پیشنهاد وکړو.

صلحه (سوله) - صلحه یعنی د جنګ نشته والي ته صلحه وايي، یا د فکری او دماغی ارامش شته والۍ چې د ژوندانه د چالشو سره کلکه مبارزه وکړي صلحه ده. او زما لیکونکي په عقیده (صلحه په ټولنه کې د ټولو هغو ښو اخلاقی او انسانی سالمو برخوردو روابطو ساتلو ته صلحه واي)

د صلحې د پیژندلو له پاره باید د هغو د دلایلو نشته والي ته توجه وکړو، او هغه دلایل عبارت دی له (د امنیت نه احساسول - د اجتماعي عدالت نشته والۍ - د بیکاري او اقتصادی بیوزلي شتون - د مذهبي او سیاسي تندروو کسانو مخه نه نیول  - ژبنۍ او سمت پرستي تحریکات - قومیت او ملیت ګرايي - ځان همیشه من بلل او نورو خلکو ته اهمیت نه ورکول (میم زورما، ټول د ما) ملانو - طالبانو - روحانیونو- سیدانو - خلیفه ګانو او زورمندانو ته لاره هموارول - د بیسیوادي او فساد اداری او رشوت خورو مخه نه نیول، د بیکارۍ مخه نیول - اقتصادی پراختیا، د خلکو مشغولتیا په کار کې، خو "مجاهدینو" او "طالبانو" فقط ټول عمر د دین نه ناجایزه سوء استفاده کړي او نن هم دین د یوې افزاری وسیلې په توګه زموږ په بیوزلو خلکو استعمالوي په افغانستان کې د صلحې له پاره ډیر نور کالونه جدي مبارزه په کار ده البته هغه هم د یوه نوي - کارا - متخصص - تحصیل کرده غیر جهادی حکومت په راتګ سره ممکنه ده چې دغه ډیر کالونه را کم شي او ژر صلحه را منځ ته شي او پورتنی شیان د صلحې د نشته والي اساسي عوامل شمیرل کیژي.

آیا موږ معتقد یو چې صلحه ممکن ده؟ بلې موږ باور لرو چې صلحه حتمی ده، په هغو سیمو کې چې خونړۍ جګړې روانی وي هلته خلک صلحه راولي، مجلسونه دایروی، محافل جوړوي، خلک سره را غونډوي، او کلي او کورونه جوړوي، صلحه غواړي او صلحه راوستل د میړنو او وطن پرستو قهرمانو او فدایی کسانو کار دی او د دوی سره قومونه هم مرسته کوي، صلحه د خوشحالیو او عباداتو د کولو لویه برخه منه تحفه ده چې انسان ته لازمی او ضروری ده او صلحه په واقعی شکل هغه وخت ممکنه ده چې یو (بې طرفه - غیر تنظیمی - غیر وابسته - غیر اجیر یا مزدور - مصلحتی) وسله وال پوځ ځای یو (ملي وسله وال پوځ) ونیسی، ولې زه همیشه په دغو ډول وسله وال پوځ تاکید کوم؟؟؟- په خاطر د دې چې دغه ننۍ وسله وال پوځ د ډیرو متعصبو، تندروه، مرتجع اخواني او مائوئیستي کړیو نه جوړ شوۍ او هر کله چې دولت وغواړي د یو زورمند  توپک سالار مخه ونیسي یا ېې بندي یا ېې د مقام نه لرې کا په هغو شیبه په وسله وال پوځ کې اخ و ډب او جنګ د دولت په ضد شروع کیژي، دوهمه مهمه خبره داده چې هغه معاشونه چې نن د غرب نه د سرباز د پاره راځي هغه باید په لویو پروژو لکه د (کنړ - هلمند - کوکچې - مرغاب) د سیندو په سر د برق د بندو په جوړولو مصرف شي او یا نورې لويي فابریکی جوړې شي چې خلک د بیکاری نه خلاص شي او د جنګ نه صلحې ته مخه کړي، اوس خو خلک دولت مجبور کړي چې وسله په لاس کې ولري او دشمن هم د دوی د بیکاری نه سوء استفاده کوي د دوی نه د ډالرو په مقابل کې استفاده کوي، د بلې خوا نه به د هیواد ځوانان هر یو بیدون له استثني څخه مجبوروي چې په دوه کلنه اجباري مکلفیت دوره کې ګډون وکړي او خپل وطنی او اسلامی هود تر سره کړي او دغه وخت باید سرباز د ۱۰۰۰۰ افغانیو په ځای باید صرف ۵۰۰ افغانۍ میاشتنۍ معاش تر لاسه کړي، او دغه سربازان به نور د تنظیمی رهبرانو او قوماندانانو په امر او فرمان کې نه وي، او د دغو سربازانو ټول مسوولیت به د دوي د والدینو له خوا نه تضمین وي (ووژنۍ، تر څو تاسې د وژلو نه خلاص شۍ)  دشمن سه کنجي ته کړه او بیا خپله اراده ورباندې تحمیل کړه، په جنګ کې سازش خودکشي ده، سازش هغه وخت په کار دی چې دشمن وسله په مځکه کیږدي او بیا ورته د عفوي فرمان صادر کړې.

صلحه په زاریو منځ ته نه راځي. صلحې ته یو جدی ضرورت دی لکه آب او هوا ته داسې هم صلحې ته ضرورت دی .

د صلحی له پاره میړنۍ - قوي - مدرن او په وسلو او کدرو مجهز ملي وسله وال پوځ حتمی او ضروری دی، بیدون له دغه قوت نه صلحه نا ممکنه ده .

صلحه اخیستل کیژي نه.

صلحه ګدايي کیژی نه .

صلحه په مختلفو توطیو له منځه تللې او تر څو د هغو جرړې ونه باسۍ او دهغو د بیرته تر لاسه کولو ته انګیزه جوړه نه کړۍ صلحه به همیشه په خطر کې وي او صلحه نه راځي.

صلحه د متداوم جنګ په پای کی ممکنه ده .

تر څو په دشمن د محاصرې حلقه تنګه نه کړۍ او دشمن په کنج کې حصار نه کړۍ او ټولې مدد رسانی سرچینې ېې وچې نه کړۍ صلحه به تر همیشني خطر لاندې وي.

د صلحې د راوستلو اصول په دقیق صورت سره مدیریت کول، او هیڅ فشار او تطمیع ته غاړه نه ایشول دي.

صلحه په دشمن د زور له لارې خپله اراده تحمیلول دی، بیدون له زوره صلحه نا ممکنه ده، لومړۍ - دوهم نړیوال جنګونه، د جاپان شکست - د هتلر شکست - د سکندر مقدنی - د چنګیز خان - د پاکستان او "طالبانو" - د امریکا او غربي هیوادو نني شکست دغه تول د زور له لارې تر لاسه کیژي، بنا صلحه د جنګ د زور او برلاسۍ نتیجه ده او تر هغو چې په دشمن تحمیل نه شي دشمن صلحې ته غاړه نه ایږدي.

"طالبان" د یوه قوت په لرلو سره د پاکستانی کومانداګانو په ذریعه د افغانستان (قهار- جبار - توپک سالار - داړه مار - غله - مافیایی- قاچاقبر- لوټ ماران - خدای ناترسه او رشوت ستان) "مجاهدین" څومره ژر مات کړل، زور او قوت وو، خو بیا چې تر هغو بل نیرومند او قوي باز را پیدا شو نو ېې دغه "طالبان" د پاکستانی کوماندو ګانو په شمول تار او مار او د حیرتانو په دشته کې نیمه ژوندي په خاورو ومنډل او ډیر ژر ېې بیرته د "مجاهدینو" میراث خواره - لاش خواره سره متحد او دیوه تنظیمی او مصلحتی حکومت په را منځ ته کیدو سره د سره (د داخلي او خارجي ګډو تروریستان او لوتمارانو او غاصبینو او مافیایی څیرو) ګډ حکومت د کرزي په وجود کې د خلکو په اوږو بار او تحمیل کړو، آیا دغه کار بی له زوره ممکن وو؟؟ اصلا ممکن نه وو، که امریکا او انګریز د شمال ټلوالې ته مثبت ځواب نه وای ویلای نن به "طالبانو" په افغانستان کې داسې یو حکومت جوړکړۍ وو چې هلته به ډیر مثبت او ډیر خراب شیان سره (کشه) (شوله) جوړ شوي وو، خو بیرته له پاره ددې چې امریکا دغه بازی اوږده کا او نور ۱۰ کاله دوام ورکا تر څو هغه بین المللی بازۍ او اهداف چې امریکا او غرب هغو ته ځان رسول غواړي تر لاسه نه شۍ نو بیرته ((طالبان ډیر شه خلک او ډیر با دسیپلینه مسلمانان وو وايي نو موږ باید دوی بیرته په قدرت ورسوو)) او د هغوی په ذریعه په اول قدم کې دغه نني د "مجاهدینو" سرکشه رهبران - مشران - قوماندانان  لسان او ژب پرستان - سمت او قوم پرستان - تجزیه غوشتونکي)) محاکمه او په دار او یزاند کړي او بیا دسره یو نوۍ معتدل حکومت د سره را منځ ته کړي چې تر ننه پورې په دغو شیانو جدي او ډیر اوږد او با حوصله کار روان دی، دوی (امریکایان او غربیان) نه بیړه کوي - نه وارخطا دی - نه داریژي، او نه د افغانستان څخه وزي،  بلکه دوی پوهیژي چې څه وکړې او څه وخت صلحه را ولي. صلحه په دغو شیانو تر لاسه کیدای شي .

۱-  په زور .

۲- په تهدیدولو، بډې ورکولو، تحفه ورکولو، تطمیع کولو .

۳- په غلولو، بازی ورکولو.

۴ - په قوی دیپلوماسۍ او پاخه سیاست کولو (تحصیل کرده او متخصصو) کدرونو.

۵ - په قوی اقتصاد ولاړ حکومتی ارګان .

۶ - د خلکو په اکثریت اراده او زور (خلک د خدای زور دی)

۷ - د یوه نیرومند متعهد او ملي وسله وال پوځ په لرلو سره چې په معاصر هوایی او راکتي او تانکي (زرهی) وسایطو سمبال وی ممکنه ده

د یوې رسني یو پرګراف دلته درته را نقلوم، ورته توجه وکړۍ ((حمله گروهی "طالبان" در ولایت فراه که چند وقت پیش صورت گرفت، یک بار دیگر نشان داد که رهبران این گروه، جنگ در برابر دولت را اصلی ترین گزینه به حساب می آورند دولت آفغانستان "طالبان" را به مصالحه و در پیش گیری راه سیاسی تشویق میکند و همیشه برادر خطاب می کنند، اما با توجه به ادامه حملات "طالبان" به مراکز دولتی مثل فراه که ده ها کشته و زخمی برجا گذاشت، می توان دریافت که تحرکات یک جانبه رهبران دولت افغانستان، برای تشویق این گروه به مصالحه تا کنون کدام اثر مثبت نداشته است. دولت افغانستان و به خصوص شماری از کسانی که در رده رهبری دولت افغانستان قرار دارند، به سختی تلاش می کنند تا با اتخاذ لحن نرم گفتاری در برابر "طالبان"، سران این گروه را تشویق کنند که از خصومت مسلحانه دست بکشند، اما این تلاش ها هرگز از سوی رهبران گروه "طالبان" مورد توجه قرار نگرفته است. به نظر می رسد یکی از جواب هایی که می توان برای این پرسش ارایه کرد این است که رهبران گروه "طالبان" توانایی مشخص کردن هدف های سیاسی را در رابطه به افغانستان ندارند. حالا مردم افغانستان به این نقطه حساس پی برده اند که "طالبان" حق سخن گفتن را ندارند تا باداران شان به آنها اجازه سخن گفتن را ندهند. در اخیر باید گفت که "طالبان" اگر به کلام خدا باور میداشتند دست از خشونت و مسلمان کشی برمیداشتند چون خداوند صلح را خیر بنده خوانده است))، آیا دغه درسته ده که نه؟؟ 

محترمو خویندو او وروڼو، د هیواد ځوانانو (نارینه وو او ښځینه وو)  د افغانستان د خلکو عادت دی چې ډیر ناوخته ېې عقل کار کوي یو متل هم دی چې وایی (عقل افغان پسان کار میکند) په همدی ترتیب یو تعداد کسان تر اوسه هم په خپلو اشتباهاتو او غلطیو اعتراف نه کوي او نه وايي چې هغه، دغه، نن، پرون کارونه چې زموږ نه سر ووهلو او ومو کړل  درست نه وو او باید تکرار نه شي افغان باید ځان اول په خپله بازسازی کړي او بیا د نورو نه ورته شۍ وغواړي، زه متیقین یم چې په هره تیاره پسې رڼا شته او په هر ظلم او تعدی پسې عدالت را منځ ته کیژی، غداران - قاتلین - توپکسالاران - مافیا - غله - رشوت خواره به تر کومه خپلو نا وړه کارو او خیانتو ته ادامه ورکوي خلک تاریخ جوړوی او خلک دی چې د تمدن ارابه اړوي او څرخوي ېې زه مطمئن یم چې اخرین دوران د ددغو کفن کشانو چې صلحه نه خوښوي او جنګ ته ادامه ورکوي پای ته رسیدلای او بالاخره صلحی ته غاړه ایږدي.

آن شاهې که خودرا هلاکو می ګفت                          و از ناز سخن با چشم و ابرو می ګفت

بر کنګره دیوار او پاخته ای                                              نشسته و کوکو می ګفت     

من به قربانت شوم، این چه نیرنګ است = جنګ تو صلح و، صلح تو جنګ است

اوس د کرزي حکومت، شخص کرزي او امریکا او نور غربی هیوادونه چې تل د صلحې ناری وهی او د هره طرفه جرګي جوړوي او خلک مخصوصا "طالبان" - پاکستان - ایران (سولې) ته را بولي هغوی هم وای موږ صلحه غواړو خو نه وایی کومه صلحه - د چا سره - څه وخت - په کومو شرایطو - د زاریو له لارې که د زور له لارې - د بل یوه خارجی هیواد په منځ ګړيتوب سره - یا د پیسو او فشار په امکان سره، دشمن پوهیژی چې دوی ته هماغه غربۍ چې تاته مرسته در رسوی هغه غربۍ ستا دشمنانو ته ډیره مرسته ورکوي نوتاسې نن د یوه خارجی له نیرنګه او د یوه همسایه له اهدافو نه خبر نه یاست، لکه د ګوشتي په مساله کي چې مستقیما ېې دشمن ته وسلی ورکړې او پوستې هم دوی ور تسلیم کړې او سبا ته هم چې د تا په وجود کې څه ونه ویني تا هم دشمن ته څملوی نو بهترین خبره یو ځلې بیا د (روسېی د جمهور رییس ولادیمیر پوتین) درته لیکم (تر کومه چې زور لرې د منطق نه کار مه  اخله او ورته ضرورت نشته )

 

اصالت مطابق پالیسی نشراتی خود در تصرف، ویرایش و تصحیحات لازم انشائی و تخنیکی در متن نوشته ها و مقاله ها

 دست باز دارد و این حق را به خود محفوظ میدارد !