یکشنبه، ۵ فبروری ۲۰۱۲

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

سوریه؛ ناتار او ګاونډیان

 

 
مجیب الرحمن ساپی

 

د سوریې عربي جمهوریت د آسیا په لوېدیځ او د مدیترانې سیند په خیتځو سیمو پروت هېواد دی. سوریه له شمال لوري له تریکې، له ختیځ لوري له عراق، له لوېدیځ لوري له لبنان او د مدیترانې له سیند او له سوېل لوري له اردن او اسراییل سره په پولو پرته ده.

د سوریې کابو ۷۴ سلنه وګړي سني مسلمانان، ۱۳ سلنه شیعه، ۱۰ سلنه مسیحي او ۳ سلنه دروزیان دي، چې اوسنی واکمن بشارالاسد د شیعه­وو له ډلې څخه دی. د سوریې لوړپوړه امنیتي او پوځي افسران ډېری د اسد له کورنۍ یعنې له شیعه­وو څخه دي، چې په دغه هېواد کې تر ټولو کوچنی مذهب شمېرل کېږي؛ خو سنیان د حاکم بعث ګوند مرکزي کمېټۍ ډېرې څوکۍ په لاس کې لري. دغه ګوند یوازینی ګوند، چې په سوریې کې رسمي فعالیت لري.

په ۱۷۹۹ زېږدي کال کې د ناپلیون بناپارټ له لوري د مصر تر ولکې لاندې راوستلو سره سم سوریه هم د فرانسې تر ولکې لاندې راغله. د مصر له نسبي آزادۍ سره سوریه بیاځلي عثماني امپراتورۍ پورې وتړل شوه. په سوریې کې د مسیحیانو ځورونه او همدا راز د د هغوی ځپل د دې لامل شول، څو یو ځل بیا فرانسې پر سوریې برید وکړي، چې په ۱۸۶۰ زېږدي کال کې فرانسې عثماني سلطان ته د مرستې تر نامه لاندې خپل ځواکونه په بیروت کې، چې هغه مهال د سوریې خاورې پورې تړلی وو مېشت کړل. په ۱۹۱۴ زېږدي کال کې لومړۍ نړۍ والې جګړې ته د عثماني امپراتورۍ په داخلېدو سره عربو ملت پالو د خپلواکۍ لپاره ښه چانس تر لاسه کړ او خپل فعالیت یې پیل کړ.

د لومړۍ نړۍ­والې جګړې له ختمېدو سره جوخت، چې په دغې جګړې عثماني امپراتورۍ له ماتې سره مخ شو د سوریې د خلکو له لوري امیر فیصل بن حسین، چې وروسته بیا د عراق پادشا شو، د سوريې پادشاه په توګه وټاکل شو. په ۱۹۲۰ زېږدي کال کې د متفقینو او فرانسې ځواکونو پر سوریې یرغل وکړ او سوریه او لبنان د ملګرو ملتونو له رایې سره یې تر خپل قیمومیت لاندې راوست. په ۱۹۴۱ زېږدي کال کې د برېټانیې او د آزادې فرانسې ځواکونو سوریې تر خپل ولکې لاندې راوسته. په همدې کال کې سوریې خپله خپلواکي اعلان کړه او د ۱۹۴۱ زېږدي کال د سپټمبر میاشتې په شپاړسمه نېټه شیخ تاج الدین حسنی د دغه هېواد ولسمشر په توګه وټاکل شو؛ خو تر ۱۹۴۴ زېږدي کال پورې عملاً سوریې خپلواکي نه درلوده. بالاخره په ۱۹۷۰ زېږدي کال کې د بشار الاسد پلار حافظ اسد د کودتا په ترسره کولو سره وتوانېد، څو واک ته ورسېږي.[1]

حافظ اسد له ۱۹۷۰ زېږدي کال څخه تر ۲۰۰۰ زېږدي  کاله پورې یې د سوریې واک په لاس کې درلود او له مړینې څخه یې وروسته د ده زوی بشار الاسد د ولسمشر په توګه وټاکل شو، چې اوس هم د سوريې واک په لاس کې لري.

له هغه وروسته، چې بشارالاسد د خپل پلار ځای ناستی شو، نو ویې غوښتل، چې له خپل ګاونډي هېواد ترکیې سره اړیکې ښې کړي، چې په لنډه توګه به ورته اشاره وکړم.

کله، چې بشار الاسد واک تر لاسه کړ، نو خپل مرستیال عبدالحلیم خدام یې انقرې ته واستاوه او د بشارالاسد د دوستۍ او ګډې همکارۍ پيغام یې د ترکیې ولسمشر نجدت سزر ته یوړ. د سیاسي مذاکراتو په لړ کې دواړو لورو پرېکړه وکړ، څو خپلې، پوځي اقتصادي او فرهنګي اړیکې زیاتې کړي. د همدې پرېکړې له مخې د ۲۰۰۱ زېږدي کال په لومړیو کې د سوریې یوه پوځي پلاوی ترکیې ته سفر وکړ او همدا راز ۲۰۰۱ زېږدي کال د جون په میاشت کې بیاځلي دغه لیدنه تر سره شوه.

په همدې کال د سوریې او ترکیې ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۷۵۰ ملیونو ډالرو ته لوړه شوه.

له ایران سره بیا د سوریې اړیکې له ډېرې مودې ټینګې دي. په ځانګړي توګه هغه مهال، چې په ایران کې انقلاب بریالی او آخوندي نظام رامنځ ته شو، چې دغه اړیکې د بشاالاسد د واکمنۍ پر مهال لا پراخې شوې. دغه اړیکې تر دې بریده پراخې شوې، چې ویل کېږي بشار الاسد د له واک تر لاسه کولو څخه وروسته تر دې مهال دیارلس ځله ایران ته سفر کړی دی.

له هغه وروسته، چې په ټونس کې د محمد بوعزیزي په نامه یوه شپږ ویشت کلن ځوان د ټولنیزو ناخوالو له امله ځان ته اور واچاوه، چې د دغه هېواد حکومت پر وړاندې د پاڅونونو لامل شو او پاڅون کوونکي وتوانېدل، څو د ټونس ديکتاتور زین العابدین بن علي نسکور کړي، نو دغه پاڅونونه مصر، لیبیا، یمن، بحرین او د تېر کال د مارچ میاشتې په ۱۵ نېټه سوریې ته ورسېدل.

هغه مهال، چې په سوریې کې پاڅونونه پیل شو، نو واکمنې کړۍ، چې هماغه دیارلس سلنه دي او په پاتې ۸۷ سلنې حکومت کوي داسې انګېرلې وه، چې وبه کولای شي دغه پاڅونونه ژر تر ژره ودروي.

د همدې ا نګېرنې له مخې یې یو شمېر پاڅون کوونکي یې زندانیان کړل او یو زیات شمېر ته یې مرګ ژوبله واړوله، چې د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې په سوریې کې د تاوتریخوالي له امله له پنځو زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

په سوریې کې خپلواکو رسنیو ته اجازه نشته، څو له تاوتریخوالو څخه نړۍ خبره کړي؛ خو بیا هم پاڅون کوونکي له ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې سره خپل غږ نړۍ­والو ته رسوي.

له کله، چې په سوریې کې تاوتریخوالي رامنځ ته شوي دي، نو دغو تاوتریخوالو د سوریې او ترکیې پر اړیکو سیوری غړولی دی. حتی دا، چې د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان په وار وار بشار اسد ته خبرداری ورکړی، څو له تاوتریخوالو څخه دې لاس پر شي؛ خو د بشار اسد له لوري د اردوغان دغو خبرداریو ته کومه پاملرنه نه ده شوې.

ترکیه د دوو لاملونو له مخې پر بشارالاسد فشار راوړي: لومړی دا، چې ترکیه او سوریه ګاونډي هېوادونو دي او له کله، چې په سوریې کې تاوتریخوالی پیل شوی دی نو یو زیات شمېر سوریان د ترکیې خاورې ته کډوال شوي او په کمپونو کې ژوند کوي او دویم هغه یې دا، چې ترکیه د لوېدیځ متحده ده او د دې لپاره، چې لوېدیځ له ځانه خوشحاله وساتي، نو لږ تر لږه باید پر سوریې ډول ډول فشارونه وارد کړي همدا راز کولای شو د سوریې په خاوره کې د ترکیې دولت وسله والې مخالفې ډلې پی کې کې د ځینو غړو له شتون څخه هم یادونه وکړو، چې دا خپله دېته لاره هواري، څو ترکیه دې پر بشارالاسد فشار راوړي.

د ایران مسله برعکس ده. لکه څنګه، چې لیدل کېږي په سوریې کې یوازې ۱۳ سلنه علوي شیعیان په پاتې ۸۷ سلنې حکومت کوي او دا هغه څه دي، چې ایران یې غواړي او تر وروستي بریده به له بشار اسد څخه ملاتړ وکړي.

د حافظ اسد واکمنۍ پر مهال د اسراییل او سوریې ترمنځ جګړې رامنځ ته شوي دي، چې د دغو جګړو له امله د اسراییل له لوري د سوریې د جولان غونډۍ تر ولکې لاندې راوستل شوي دي او سوریې تر دې مهاله دا توان نه دی پیدا کړی، څو دغه غونډۍ بېرته له اسراییل څخه آزادې کړي. سوریه اسراییل خپل تاریخي دښمن ګڼي، چې په ایران کې د انقلاب له رامنځ ته کېدو څخه وروسته ایران او اسراییل هم د یو بل پر دښمن بدل شوي دي، چې دا خپله د سوریې او ایران د نږدې والي لامل شوی دی.

همدا راز ایران او سوریه دواړه د لویديځو هېوادونو په ضد دي. په وروستیو کلونو کې د ایران اتمي خپرونو پر سر د ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د رامنځ ته شویو شخړو له امله، چې اوس مهال دغه شخړې خپل وروستي برید ته رسېدلي دي د دې لامل شوي، څو ایران په سیمه کې ستراتېژیک متحد ولري، چې تر دې مهاله سوریې توانېدلې، څو دغه رول په سمه توګه ولوبوي.

له بل لوري ایران د لبنان له حزب الله رامنځ ته کړی دی او هم په بشپړه توګه ورسره مرستې کوي، چې دغه ګوند بیا پخپل وار سره له بشار الاسد څخه ملاتړ کوي.

د تېرې اونۍ په ترڅ کې سوریايي پاڅون کوونکي هغه ویډیو خپره کړه، چې په کې د ایران ساتونکي ځواک یا سپاه پاسداران پورې اړوندو کسانو د پاڅون کوونکو پر وړاندې ډزې کولې، چې شمېر اته تنه وو او دغه کسان د سوریايي پاڅون کوونکو له لوري نیول شوي هم، چې ایران به دغه ادعا په کلکه رد کړې؛ خو په سوریې کې د ایران ګټو ته په پام سره دغه کسان به حتما د ایران ساتونکو ځواک پورې تړاو درلود.

همدا راز د ځينو رپوټونو له مخې ایران سوريې ته وسلې او نور پوځي تجهیزات استوي، چې دغې کړنې د ملګرو ملتونو د سازمان او نړۍ­والې ټولنې اندېښنې راپارولې دي.

له کله، چې په سوریې تاوتریخوالي شدت وموند، نو عربي ټولنې خپل څارونکي دغه هېواد و استول؛ خو له شاوخوا یوې میاشتې څارنې څخه وروسته د عربي ټولنې غړي مراکش د سوریې پر وړاندې یوه مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړه. د دغې مسودې په اړه له عربي ټولنې سره اروپايي ټولنه هم همغږې وه؛ خو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د سوریې پر وړاندې مسووده د چین او روسیې له لوري رد شوه. په دغې مسودې کې له بشار اسد څخه غوښتل شوي وو، چې له واک څخه دې لرې شي او واک دې خپل مرستیال ته وسپاري، څو د ملي یووالي دولت رامنځ ته کېدو لپاره زمینه برابره شي.

له بلې خوا په دې وروستیو کې د سوریې دولت او پاڅون کوونکو ترمنځ تاوتریخوالی خپل وروستي برید ته رسېدلی دی او د سوریې دولت مخالفین هم پیاوړي شوي او د بشار اسد د ګوښه کېدو غوښتنه کوي. هغه غوښتنه، چې د بشار اسد او پلویانو له لوري په کلکه او په وار وار رد شوی دی.

په پای کې کولای شم ووایم چې:

1.     بشار اسد به د مخالفینو او لوېدیځو هېوادونو د لا زیاتو فشارونو له امله اړ کړی شي، څو له واک څخه لاس پر سر شي.

2.     شونې ده، چې د سوریې ناورین پرسر د ایران او ترکیې اړیکو ترمنځ جدي شخړې رامنځ ته شي.

3.     په سوریې کې به د ایران لاس وهنې او ناوړه کړنې پای ته ورسېږي؛ خو بیا به هم ایران هڅه کوي، څو هلته داسې نظام رامنځ ته کړي، چې د ایرن ګټې خوندې وساتي.

4.     لکه څنګه، چې روسیه په سوریې کې ګټې لري او د اوسني نظام تر سیوري لاندې د روسیې ګټې خوندي شوي دي، نو د لیبیا په څېر به په سوریې کې هم د روسیې ګټې په بشپړه توګه له منځه لاړې شي.

5.     له نوي رامنځ ته کېدونکي نظام سره به د ترکیې اړیکې لا پراخې او ښې شي.

6.     شونې ده، چې د نوي رامنځ ته کېدونکي نظام او اسراییل ترمنځ اړیکې ښې شي، چې د دغو اړیکو په پایله کې به اسراییل د جولان غونډیو سپارلو ته اړ شي.

 

 

مجیب الرحمن ساپی، کابل

برېښنالیک:

intezar.safi@gmail.com 

 

[1] پوهنغونډ (ویکي پیدیا)

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)