* ته هم ژاړی *


زبیر شیرزاد

 

ډیرو ګرانو او عزتمندو دوستانو!

 نن یو دوست می چه راته ژړغونی ښکاریده ما ویل، ما ته به د ګلو، باغ او بلبلو، د میو، میخانی، ساقی د سرو شونډو د غټو تورو او شنو سترګو، د بربنډو د مینی او محبت په هکله څه راته و وایی؟ خو هسی نه وه. زما هیله هسی یو خوب او خیال وه، خو له ما نه یی زما د هیلو برخلاف د دردونو او غمونو نه یو ډک سوال وکړ: چه آشنا ژړا څه ده؟ ته هم ژاړی؟.

ما په ځواب کی ورته وویل: خوږه آشنا هو ولی نه، خو زما او ستا په منځ کی دومره فرق شته چه زه هره لحظه او هر ساعت ژاړم، هره ورځ سهار او هر ماښام ژاړم، هره میاشت او بیا هر کال ژاړم پسرلی، اوړی، منی او ژمی ژاړم. او ته بیا کله، کله ژاړی زه په غمونو کی ډوب او ته بیا په مستی او خوشحالی کی ژاړی، دغه له دنیا او خلکو نه بیخبر په شاتو، شدو، کوچو او پراټو لوی شوی آشنا بیا رانه پوښتنه وکړه نو ولی ته دومره ډیر ژاړی؟

مجبور شوم په مستی او هستی کی غرک ژړغونی آشنا می، چه په نیمه پوه نشو، او یا ده به په خپل ژوند کی د خپل پلار په شان لمړی ځل دردیدلی او ژړیدلی وی، نو ورته می په ډیره مهربانی وویل: ژړا خو آشنا د زړه د درد محصول دی، کله چه زړه ودردیږی او بیا وزوریږی نو بیا سترګی ژاړی، کوم چه د نرګس ګل هر سهار وختی ژاړی. هو آشنا، زما زړه هره ثانیه درد احساسوی او زوریږی او سترګی می غمونه وینی. او هغه درد او ژړا هم دا درد دی. او باور لرم چه دا درد او احساس تاسو سره هم شته، چه د کلونو، کلونو ملګری دی ناروغ په بستر کی پروت وی، هم هغه د بدو ورځو ملګری دی او هم بچیان یی وږی او تږی وی، او زاړه کالی یی په تن کی وی د تداوی او کفن پیسی ونه لری، آشنا! نو هغه سترګی دی ړندی شی چه ورته نه ژاړی. هغه زړه دی تل خاموش شی چه سترګی یی ونه ژاړی، هغه شاعر دی ګونګی شی چه ده ته او د هغه یادونو ته شعر او غزل نه لیکی، د هغه لیکوال ګوتی او قلم دی مات شی چه دی هر څه وینی خو نه یی لیکی او تور ته سپین وایی او دروغ ته رښتیا وایی.

بیایی راته وویل خو دا ژړا، درد او یاد، آیا یو وار کفایت نه کوی؟

بیا می د ده په ژبه ورته وویل: ای په میو مست آشنا ته خبر نه یی؟ چه دا زړه وطن ته، خلکو ته، مظلومانو ته، تور سرو او سپین سرو ته ځوان او زړو ته پیغلو او ماشومانو ته او د بدو ورځو ملګرو او یارانو دپاره حرکت کوی، که داسی نه وای دا زړه به هم د نورو بی احساسه زړونو په شان لا پخوا خاموش شوی وه، ګوره نازولی آشنا! دا زړه د هغو ټولو درد اوری، کوم چه د هغو د کورونو هره دړه چه د وحشی انسانانو په لعـنتی خپو ړنګیږی پری خبر دی، او پری پوهیږی چه څوګ دی، زړه می بیا سترګو ته د ژړا امر کوی. او دا بی وزلی سترګی په ژړا داسی شروع وکړی چه ګریوان راته لوند کړی، کوم چه ستا خوله خواږه او ترخه لمده کوی او بیا مستیږی او خوند تری اخلی. خبر اوسه چه زما د زړه چیغی بیا تر اووم آسمانه رسیږی، آشنا! نتنها په اوږو ناستی ملایکی می دا غږ اوری او دا ژړا وینی، هو آشنا! دا ژړا او سوزانده درد، نا خوالی او غم بیا د هری کونډی او یتیم د آه او ناله سره یو شی شریک شی آخری آسمان ته رسی که څوګ یی د زخمی زړونو ته د ملهمو پټی شی، خو باور می نه شی او نه هم تری هیله لرم که پټی شی په وازو غوږو واوره دا به می خوار، زخمی، بیوزلی، ژړیدلی او کړیدلی، بمبارد شوی شهید او سر لوړی ولس وی.او ګوره ګرانه آشنا! لږ پوه شه لږ ځان خبر کړه لږ ویده وجدان دی راویښ کړه:

چه قوم دی بی له ګناه په بمونو او راکیټونو په رڼا ورځ او هم په توره شپه کی در ته وژنی او بیا مری، ملګری دی هم ډلی ډلی وژنی او مری، پلار دی درته وژنی ګرانه مور دی چه په زحمت یی لوی کړی یی وژنی، ورور دی چه په محبت یی در باندی لاس کش کړی وی وژنی او هغه خورکی دی چه په ټکنده غرمه کی در ته د تـناره ډوډی په سره اور کی پخه کړی وی درته وژنی او مری زوی ښځه، لور، د کلی پاک سلمان، نجار، آهنګر او بی وزلی د جمات ملا دی، معلم، کارګر، دهقان، متعلم او محصل دی په بمونو وژنی چه د دوی وخت ښه تیر شی او زمونږ له وژلو لذت واخلی او غربی موسیقی ته بیا دوی وناڅی او پایکوبی وکړی، په کور، کلی، ښار او وطن دی بمونه د باران په شان ووروی، کلی او کور، دیره، حجره او د نیکو هدیره دی ړنګه کړی، مازدیګر، ګودر، پیغلی او منګی او بنګړو ته دی، کلتور، رسم او رواج او کتاب ته دی سپکاوی وکړی، او د وطن تیګه، ونه، سیندونه، غونډی، سمه او غر، ماران لړمان او ماهیان او مرغان دی چه لپه، لپه اوښکی تویی کړی او وژاړی ته باید هم وژاړی؟ هغه زړونه دی زما د وطن د خلکو په شان ډیر ژر زخمی شی چه نه ژاړی او بیا دی د هغه شاعر او لیکوال او سیاست پوه سترګی وړندی شی په غوږو دی کوڼ شی، چه زمونږ د زوریدلی، بیوزله او زخمی ولس غږ میدیا ته نه رسوی. ګوره آشنا!هغه لحظه خو لږ را یاد کړه: کومو ته مو چه د خدمت وعده ور کړی وه او سوګند مو یاد کړی وه. نو لږ هغو، ماته او ځان ته د هغو درد ولیکه، لږ د هغو زخمونو ته ملهم شه، ګوره زوړه آشنا! هم هغوی او هم زه او هم ته په خپلو غټو، غټو او رڼو سترګو په وطن کی د خپلو او پردو وحشیانه تیری، تجاوز، غلا، غارت، ناروا، ظلم، چور، چپاول او بی عدالتی په رڼا ورځ وینو او بیا هم غلی واوسو او آرام کینو او د*مرا چه* باندی قناعت وکړو. او هره لحظه هغو سره یو ځای زه او ته او مونږ و نه ژاړو، آشنا! دا واوره چه نو دا ډول زړه سوری ښه دی او دا ډول سترګی بیا وړندی ښی دی چه هر څه بیا کیږی وخو یی نه وینو. راځه آشنا! اوس خو راته ووایه چه ما اوس هم کم ژړلی نه دی؟ په دی خبرو می بیا هغه په میو او عسلو مست او لوی شوی آشنا ډیر وژړل او زړه می ورته خفه شو ما بیا هغه له وطن، خپل ولس او بیوزلوخلکو نه بیخبر آشنا ته او د هغه ژړا ته یو ځل بیا لږ و ژړل.

زبیر شیرزاد

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org