مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

انجینر داؤد اڅک

۲۰-۳-۲۰۱۷

د نوروز لنډه تاریخچه

 

نوروز د وري «حمل» د میاشتې لومړۍ نیټه ده چي په افغانستان او ایران کي د هجري لمریز کال لومړۍ ورځ او د کال پيل دی.

 نوروز د آذربایجان او ازبکستان په پیشنهاد  د ۲۰۱۰ کال د فیبروري په میاشت کي د ملل متحد لخوا په رسمیت و پیژندل سو او په یونسکو کي د فرهنګي میراث په حیث ثبت سو .

 که څه هم نوروز په نورو ملکونو کي د نوي کال شروع نده خو په تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان، قزاقستان، روسیه، سوریه، کردستان، ګرجستان، اذربایجان، ترکمنستان، البانیا، ترکیه، چین، هند، پاکستان، نيپال، تبت، د بالکان هیوادونه، امریکا، کانادا او نورو ملکو کي دغه جشن لمانځل کیږي او په ځینو ملکونو کي رسمي رخصتي هم وي. 

نوروز په شمسي نظام کي د وخت او اقلیم له لحاظه د اعتدال پیل او د شپې او ورځي برابري ده.

د نوروز کلیمه د پهلوي ژبي دnōgrōz)  څخه اخیستل سویده. پهلوي ژبي د پارتي ژبي څخه اخیستې ده چي تلفظي شکل ئې (nwklwc) دی او پارتی ژبي د اویستایي ژبي څخه اخیستې ده.

دا چي د اویستا اصلي نسخه د (د ریم دارا) او یونانیانو په جنګ کي سوځلې ده نو مؤرخین حدث وهي چي د نوروز اویستایي شکل به ئې navaka raocah  وي ځکه چي نوروز د ډیر پخوا څخه په آریایي حوزه کي د (ناوا سردا) په نامه چي د نوي کال معنا ورکوي لمانځل کېدی. پهلوي او پارتي یوه ژبه ده صرف د کوشانیانو او پارتیانو په وخت کي ئې لحجه توپیر کوي چي د پښتو ژبي پخوانۍ څانګه وه، په پښتو کي اوس هم د نوګروز یا نوګروځ کلیمه د (نوکریځي یا نوګریزي) په شکل موجوده ده چي خلګ خصوصآ ښځي په نوي کال، جشنونو او اخترونو کي د ښایست په خاطر لاسونه او پښې په سرې کوي خو نارینه ئې په همدغه وخت (پسرلي) کي د صحت په خاطر استعمالوي او باور لري چي نوکریځي خونکي دي او د بدن ګرمي چي د ناروغیو سبب کیږي د وجود څخه باسي.   

 همداسي په منځنۍ آسیا کي هم د سغدیانو او خوارزمشاهانو په وختو کي د (نا واسردا، نوسارد او نوسارچي) په نوم نمانځل کیدی چي د نوي کال معنا ورکوي. په افغانستان کي هم د نوي کال په نامه نمانځل کیږي.

نوروز د لمر د وړانګو د انعکاس په مفهوم هم معنا سوی دی. همدغه علت دی چي نوروز په لاتیني ژبه کي په بیلو ډولو سره لیکل کیږي .

 نوروز چي په بیلو سیمو کي په بیلو مراسمو لمانځل کیږی ډ یر لرغونی تاریخ لري چي د اصلي ځای او وخت په هکله ئې اندونه بیل دي. 

د فردوسي په شاهنامه کي په افسانوي ډول جمشید (یما) د نوروز بنسټ ایښودونکی بلل سویدی او داسي نقل کوي:

یوه ورځ جمشید په اذربایجان کي د جمشیدي ارګ پر تخت باندي چي د پریانو او د یبانو لخوا حمل کیدی ناست وؤ چي د لمر وړانګې د جمشید پر تاج با ندي و لګیدې، وړانګو انعکاس وکړ او نړۍ ټوله نوراني سول څو پدغه وخت کي خلګو خوښۍ شروع کړې او دغه ورځ ئې د جهان روښانه، او نوې ورځ و بلل.

 پدې هکله د شاهنامي څوه بیته:

چو خورشیــد تابـان میـان هوا             نشستـــه برو شـــاه فرمــانروا

جهان انجمـن شد بر تخت اوی            از آن بر شـــده فــرۀ بخت اوی

به جمشیـد بر، گوهر افشـاندند             مر آن روز را روز نو خــواندنـد

سر سال نو، هــرمز فروردیــن           برآسـود از رنج تن، دل ز کیــن

اما د طبري تاریخ په ځینو متنونو کي (کیومرث) چي د (پیشدادیانو) لومړی پاچا وو د نوروز بنسټ ایښودونکی بلل سویدی.

خو ځني روایات بیا (زردښت) د نوروز بنسټ ایښودونکی بولي. زردښت چي د وخت او ځای په هکله ئې نظریات بیل دي د مور نوم ئې (دوغدو) وؤ چي د «فراهیم» لور وه او د پلار نوم ئې (پوروشسپ) وؤ چي د «پتیریترسب» زوی او د «سپینتمان» د کورنۍ مشر وؤ.

 دوغدو په ځینو ژبو کي د (نجلۍ) په معنا او په ځینو ژبو کي (د شیدو لوشونکې) معنا سویده.

پوروشسپ د «تور آس خاوند» معنا ورکوي.   

د نوروز په هکله یو قوي روایات دادی چي نوروز په بابلیانو یا د «بابل» په تمدن پوري اړه لري او وائي چي نوروز هغه وخت په آریآیي حوزه کي د جشن په صفت رواج سو کله چي ستر کوروش په کال ۵۳۸ مخکي تر میلاد بابل و نیوی. کوروش په همدغه کال کې د بابلیانو دغه رواج یعني نوروز د ملي جشن په توگه اعلان کړ.

 د غه روایت ابوریحان البیروني هم تائید کړیدی چي زه ئې قول کټ مټ د «ویژه نوروز» د سایت څخه رانقلوم:

«ابوریحان بیرونی» پرواز کردن جمشید را آغاز جشن نوروز می داند:

«. . . چون جمشید برای خود گردونه بساخت، در این روز بر آن سوار شد، و جن و شیاطین او را در هوا حمل کردند و به یک روز از کوه دماوند به بابل آمد و مردم برای دیدن این امر به شگفت شدند و این روز را عید گرفته و برای یادبود آن روز تاب می نشینند و تاب می خورند . . .».

د کوروش او نورو هخامنشیانو په وخت کي دغه ورځ په خاصو مراسمو لمانځل کیدل. د بیلګي په ډول په نوروز به نظامي خلګو ته ترفیع او انعامونه ورکول کیدل، بندیان به خوشي کیدل، حکومتي او شخصي کورونه به پاکیدل.

ستر دارا (داریوش) دغه مراسم د جمشید به تخت کي لمانځل.

د هخامنشانو په وخت کي نوروز د کب (حوت) د۲۱ څخه د غوایي (ثور) تر ۱۹ پوري لمانځل کیدی چي دغه د وخت تغییر تر ۴۶۷ قمری پوري ادامه درلوده خو وروسته دغه جشن د ملک شاه سلجوقی (ترک) لخوا د حمل د میاشتي په لومړۍ ورځي پوري وتړل سو.  

د اشکانیانو «پارتیانو» په وخت کي (۲۴۷ مخکي تر میلاد – ۲۲۴ میلادي پوري) هم نوروز لمانځل کیدی.

د ساسانیانو په وخت کي هم (۲۲۴ – ۶۵۱ م)  نوروز په بیلو ډولو لمانځل کیدی.

ساسانیانو به د نوروز څخه تقریباً یوه میاشت مخکي په مخصوصو ځایو کي ډول ډول حبوبات او غله جات لکه: (وریجي، غنم، اوربشي، نخود، لوبیا، اېږدن) وکرل او د حمل تر ۱۶ پوري چي به هر یوه ډیر بار کړی وؤ خلګو به په خپلو مځکو کي هغه کرل، همداسي به خلګو په نوروز کي یو پر بل اوبه پاشلې.

د ساسانیانو د دریم پاچا «لومړي هرمز» په وخت کي به خلګو د نوروز په شپه اور بلاوه او خوښۍ به ئې کولي. اور په زردښتیانو کي پاک او مقدس شی دی چي نور شیان هم پاکوي ځکه نو زردښتیانو د «اهورا مزدا»  لپاره اور د سمبول په حیث کارولی دی، اغلباً د اورپرستۍ مفهوم په همدغه خاطر را منځته سویدي.

خو د ساسانیانو د اتم پاچا «دوهم هرمز» په وخت کي بیا د پیسو ورکول رواج سول چي خلګو به په کورو کي یو او بل ته پیسې ورکولي.

لنډه دا چي  نوروز په یوه ځانګړي قوم یا مملکت پوري اړه نلري بلکه دا د پراخي آریآیي حوزې ښکارهنګ (فرهنګ) دی. خو اهل تشیع ئې ځکه ډیر مقدس بولي چي د دوی په اند نوروز د امام زمان د ظهور ورځ ده.

په ایران کي د سوري چهارشنبې مراسم د نوروز نه یوه هفته مخکی اجرا کیږي او د (الفه) په نوم  مراسمو کي هم خلګ ځي د مړو یاد کوي او په عین ډول شیریني، میوې او شنه ګیاه پر د سترخوان باندي ایږدي خو دا دواړه مراسم د نوروز سره کوم تاریخي اړیکي نلري بلکه یو بدیعت دی. 

نوروز د اسلام وروسته د امویانو او عباسیانو په وخت کي ندی لمانځل سوی. خو د طاهریانو څخه تر نن ورځي پوري بیله د طالبانو د واکمنۍ څخه نوروز په شانداره ډول په افغانستان کي لمانځل کیږي.

سرچینې

·                    تاریخ طبري: محمد بن جریر طبري. ترجمه ابو علی بلعمی

·                    تاریخ هرودوت: هرودوت.  ترجمهٔ وحید مازندرانی. تهران: انتشارات فرهنگستان ادب و هنر ایران، ۱۳۵

·                    گات‌ها، قدیمی ‌ترین قسمتی از نامهٔ مینوی اوستا: پور داود ابراهیم. تهران: انتشارات اساطیر، نامعلوم.

·                    خراسان بزرگ مهد آیین زرتش: کابلی مهدیزاده. چاپ اول. مشهد: نشر نوند، ۱۳۸۱. .

·                    تاجیکان، تاریخ قدیم قرون وسطی و دورهٔ نوین: غفوروف، باباجان. جلد اول و دوم
        
 دوشنبه: سازمان چاپ و انتشارات وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۷۷.

·                    دین‌ های ایران باستان: نیبرگ، هنریک ساموئل ترجمهٔ سیف‌الدین نجم‌آبادی. چاپ سوم. تهران: مرکز ایرانی مطالعهٔ فرهنگ‌ها، ۱۳۵۹.

·                    نوروز در نشیب و فراز تاریخ: اد ینه اسفند یار

·                    نوروز در ازبکستان: اکرموف الهام 

·                    ویژه نامه نوروز:

 

 

 

 

اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي

 نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)