شنبه، ۲۶ فبروری ۲۰۱۱

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در دیدگاه ها به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

 
انجینر محمود صافی

 

زما کوره، زما ګوره، د ګلو هاره ښکلی ننګرهاره

دښمنان دی په سترګو ړانده شه:

په پښتو ژبه کۍ یو مشهور متل وایی چه زړه درد وکړی د ړندو سترګو اوښی راځی. په تیره اونی کښی دهغه ۴۰ نفرو ډلیزه، وژنه او د هغه ۸۰ نفرو شدید زخمی کیدنه چه د جلال آباد ښار یی په ماتم سرای بدل کړه. دا د کوم ظالم د لاسه ناروا زمونږ په خلکو روا کیږی. د ویدیو کلیپ کتل یی یو بشری ناورین دی. زما په عقیده پنجابی، انګلیسی، امریکایی، ظالمان دا دری واړه یو دی. دا د پشی او موږګ لوبه به کله ختمه شی او زمونږ بیچاره اولس به کله تری خلاص شی. خدای خو حق بین دی آخر به ظالمان تروریستان د خپل عمل جزا ووینی.

همدا شان ورته حملات او جنګونه زمونږ په نورو ولایتونو کی لکه قندهار ښار کي، کابل ښار سیتی سنتر، وزیر اکبر خان مینه، نوی ښار، خوست ولایت، قندوز ولایت، د کنړ ولایت د غازی آباد سیمه کی د ډیرو بی ګناه او بی دفاع اولس ډلیزه وژنه د وینو رودونه بهول، او شهادت د ډیر غمګینی او افسوس خبر دی. لوی خدای دی هغه چا ته چه په دی ناتار کی خپل جګر توټی د لاسه ورکړی دۍ د زړه صبر ورکړی. او پاکو شهیدانو ته دی خدای پاک جنتونه ورکړی. او قاتلینو ته دی خدای جهنم دوزخ ور په برخه کړی. آمین یا رب العالمین.

درنو لوستونکو دادی ۹ کاله کیږی چه د نړی یو پر څلورمه برخه زمونږ په ملک کی شتون لری. او اپراتیفی حالات ورځ په ورځ خرابیږی زمونږ ګران ټاټوبی د ډیری لوی اوپراتیفی لوبی ښکار دی ګمان نکوم چه اشغالګر قواویی زمونږ وطن آزاد پریږدی. او اوس خو لا خبره نظامی دایمی اډو ته رسیدلی ده. او امریکا یی د قبالی تمه لری. دا ګران افغانستان دی. دا د امپراطوریو قبرستان دی افغان جهادی(!) دولت دا بشری ناورین او ډلیزه وژنه د جمهوری ریاست په یوه غندنه سره ځان ته تسل ورکوی او زمونږ اولس تیر باسی. او ځان قانع ساتی. باید د کشف امنیتی قواو ځینی پوښتنه وشی. د بلی خواه دا وړانده جهادی وکیلان په پارلمان کی په انډوخر لګیا دی خپل ځان نشی جوړولای د قانون په خلا کی شپی او ورځی تیروی. ملت ته به څه قوانین جوړ کړی. دا دی تر اوسه په څلورم دور کی و نه توانیدل چه رییس او اداری هیئت او رهبری تعین کړی. اکثریت یی هغه، غله، سړی وژونکی، لاروهونکی، د دین او وطن حرفوی ماران دی چه د وطن ملی ګټی یا پیژنی نه او یا باید د دوی د پاره د دوی استادان د سواد آموزی تدریس ورکړی. تر اوسه دا دی زمونږ په ګران وطن د ځنګل قانون چلیږی. روشنفکران او ملی سیاسی قوتونه د پارلمان او د سیاسی صحنی څخه خارج دی. دا دی جهادی پارلمان او جهادی سناتوران په ګران وطن چپه چرخی کوی د دی نه علاوه په دواړو مجلسو کی د ځان پلورنی ګډ بازار روان دی چه څه به کیږی. امریکا، اقوام متحده او نوره غربی نړی د خپل پانګه اچونی ثمره اخلی. او زمونږ ټول اولس او ملت یی ګروګان نیولی دی. او په دی وړندو خپل نژدی او لری منطقوی اهداف تطبیقوی. ګمان نکوم که امریکا د ایران، ترکمنستان او آذربایجان، او د کسپین بحیری نفت او ګاز په آسانه هضمولی وشی. دا تاریخ دی ولسونه به را ویش شی، د عربی نړی غوندی به یوه ورځ دا غله او ډاړه ماران بیا یو ځل د پاره د هغوی د استادانو سره یو ځای د ملا ربانی غوندی د وطن د پامیر غره جګو څوکی ته په شاه کړی او تاریخ به تکرار شی. او زمونږ اولس به آزاد شی. په دی ځای کی یوه تاریخی کیسه د یادولو وړ ده. خدای وکړی چه لوستونکی خسته نکړی ویل کیږی چه د ظاهرشاه د پاچاهی په دوران په پخوا زمانه کی د امریکی د متحده ایالاتو جمهور رییس هایزن هاور افغانستان ته تشریف راوړی وه د معمولو رسمی تشریفاتو سره ورته ډیر قدر او دولتی عزت وشوه په مقابل کی یی ظاهرشاه ته د دپلوماتیکو مناسباتو پر اساس امریکی ته دعوت ورکړه. شاه د وخت امریکی ته په سفر شو. هلته په امریکی کی ورته بل مثل ډیر عزت او تشریفات وشوول، کیسه داسی شووه چه د امریکی جمهور رییس د سنا مجلس په کلنی کتنه کی امریکی سناتورانو انتقاد کړه. او وی ویل چه تاسی ولی داسی یو پاچا چه زمونږ سره یی ملک هیڅ برابری نلری او خلک ځان ته مړی نلری، ملک یی د خلکو د رفاه او هوسایی د پاره هیڅ مادی تولید نلری. په دومره لوی ستندرت میلمه پالنه وکړه. د امریکی د جمهور رییس ځواب دا وه. چه دا پاچا یو ډیر هوښیار سړی دی افغانستان داسی یو ملک دی چه ۱۶ میلونه نفوس لری ۹۹ فیصده خلک یی مذهبی مسلمانان دی او۷۰ فیصده خلک یی بی سواده دی. دولت او خلک یی وطنی ملی ګټی نه پیژنی د دولت دستګاه د فتنی او فساده ډکه ده. خلاصه دا چه نیمایی دولتی دستګاه غله دی. او دی د غلو پاچا دی او د غلو اداره هم دومره آسان کار ندی. خو دا پاچا یو امتیاز لری هغه دا چه په خپلو خلکو یی یو تور ټوکر غړولی دی ټول خلک او ملک یی په پوره آمن(!) او امنیت(!) کی ژوند کوی. اوس ظاهرشاه مړ دی او هم هغه پخوانی غلو رسی شکولی دی زمونږ په بیچاره او بد بخت ملت غوبلی کوی. داده غربی دموکراسی چه مونږ ته یی ارمغان راوړی ده. زمانه ډیره ژر په تیریدو ده وخت لکه د برق په شان درومی. حق او حقیقت به بالاخره خپل ځای ونیسی. د خلکو ملی وحدت به د زمانی جبر تامین کړی او اجتماعی عدالت ته به لاره هواره شی او دا هغه څه دی چه د خلکو په پوهاوی سره لاس ته راځی. د پانګوالی لیونی به هم پوه شی چه افغان اولس او پرګنی به چه دوی ګروګان نیولی دی خپل سرنوشت په خپله وټاکی دا زمونږ حق او دا د تاریخ حکم دی او غله ډاړماران، او د افغان اولس حرفوی قاتلان به د صحنی ځینی خارج کړی.او د آزادی او سولی، نیکمرغی لمر به د هندوکش، پامیر، بابا، سپین غر، شمشاد، کاوون، په غرونو نورانی شی.

محترم کاوون صاحب د وطن په مینه کی داسی ویلی دی:

توری خاوری به یی پوری کړم په سترګو

که قسمت می یو ځل بیا وطن ته بو تلم

خپلی اوښکی به یی برخه کړم د ګلو

که کوم باد هغه ښایسته چمن ته بوتلم

 

 

 

 (اصالت در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)