بسم الله اکبــری

 

پریږده چی وژاړم!

هوا ډیره یخه او کنګل وه په همدې سړه هوا کې له کوره بهر ووتم. ټول چم ګاونډ د یخنۍ په منګولو کې راګیر، ته وا هرڅه له ساړه بوږنیدل. خو په همدغه یخنۍ کې په سړکونو د ګړندیو موټرونو ګڼه، ګوڼه او په پلیو لارو کې خلکو تګ راتګ کاوه چې ناببره مې ځینو کسانو ته پام شو چې تر څنګ او یا د مخه یې ډول، ډول سپي ځغلي. یوي بوډۍ میرمنې او ورسره سپي مې پاملرنه را جلب کړه له لنډه کي درنښت او روغبړ وروسته مې ترې وپوښتل نن ډیر ساړه دی هسې نه ناروغه نه شی؟ هغې را ته په موسکا او مینه ځواب راکړ هو رښتیا ساړه دی خو ما او زما ګلالي ماسک نومي سپي تاوده او وړین کالي اغوستي او یوه شیبه به د پارک په شا و خوا کې قدم ووهو. زموږ خبرو ته ماسک هم څک غوږونه نیولي او سینه یې په ګرمه، وړینه کورتۍ پوښلي او د مړې خیټې د تاودو خواړو ګرم بړاسونه یې له خولې ایستل شا و خوا مې چې پام شو ډیریو سپیو ژمني کالي په تن کړي او د خپلو څښتنانو سره خرامان، خرامان روان او په مخکې یې ځغلي د لوی پارک په یوه ګوښه کې په یوه لرګینه څوکۍ کښیناستم او د سترګو په رپ کې مې د ټپي او غمګین احساس ګوربت د خپل وران، ویجاړ وطن په لور والووت او د ژمي په دې یخنۍ کې مې د څیرو او شکیدلو خیمو ببر سره، چاودمخي، پښې لوڅي او څیري ګریوان ماشومان او د نوم ورکو شهیدانو یتیمان تر سترګو شول چې په خیټه وږي او په تن لوڅ د خپلو غمګینو میندو له غیږې پرته بل پناه ځای او اسره نه لري. خدایږو په زړه مې اور بل او په کریغو، کریغو ژړا سر شوم او په وړینو کورتیو کې پوښل شویو سپیو ته مې له غمه او درده کتلای نه شول او په غمجنه او بې وسه ژړا مې د زړه اور مړاو په ټپي، ټپي احساس کور ته راستون شوم او د خپلو ویرجنو او غمجنو افغانانو په یاد مې دا غمګینه او ترخه شیبه په دغه کړیکه انځور کړه.

افسوس، افسوس ارمان، ارمان دی       خالي میدان دی سترګې چاته واړومه

د زر او زور د غدارانو د نابودی په هیله.

بسم الله اکبري

۲۰/۱/۲۰۱۶ هالینډ

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

 

www.esalat.org