له ژباړن ماشينه تر وينده ربوته

له ساينسي تر شعري ژبې



پوهاند دکتور مجاور احمد زیار

 

 Wed, 9 Apr 2014 18:08:47
 

د ژباړې ماشين چې دادی، څه له پاسه نيمه روسته له کمپيوتر او ربوتر سره يوه هېښنده ستر بشپړتيايي پړاو ته راگډېږي. په دې کې اړنگ بړنگ نشته چې د ژباړې ماشين په څېر دغه دوې پرمختللې الکترونيکي وسيلې هم د بشپړې انساني ژبې ځای په هېڅ راز را خپلولای نه شي، په نورو ټکو، د انساني مغزو او وژو(عصبو) هومره، په خپلسري او خپلکاري ډول هغه تر سره کولای نه شي، بلکې هرو مرو به وار له مخه پکې، د اړوندې علمي-تخنيکي څانگې-څانگوړې اړتياوړه بنسټيزه وييپانگه له يو لړ پښوييزو- رغاو نيزو(گرامری- ساختاری) د ويونو (قاعدو) سره ځای پرځای کړ شوې اوسي. يوه بېلگه يې جاپاني((ويند ربوت)) دی چې د يوې توغول شوې سپوږمکۍ د الوت وکار بهير په اړه يې ځنې کومه پوښتنه کوله، له يو څه لارغې (مکث) سره يې ورغبرگوله. ځکه ربوت د ژبپوهانو په مرسته خوندي کړې ژبنۍ زېرمه سره شاربله را شاربله.

 دا هم څرگنده ده چې موږ انسانانو هم، هر يوه خپله مورنۍ (ړومبنۍ) ژبه همداسې (په وړکينه (۵-۶) کلنۍ کې) د کورني چاپېريال له غټانو څخه د پېښو له لارې مغزو ته سپارلې او راروسته مو وده وش ورکړی او کره کړې ده، او کله چې غواړو، يو څه پر ژبه را وړو او بل ته يې واوروو يا وليکو، له هماغې زېرمې او دويو څخه کار اخلو.

خو له دې سره سره  له ژباړې ماشين سره د ((ويند ربوت)) يو گډ پرابلم شعري ادبي انځورونه ور زېرمه کول او ځنې بېرته راخېستل دي. نو په دې لړ کې ((ژبني)) انځورونه گړنې-څرگندنې (آيډيمونه-اېکسپرېشنونه) هم لږو ډېرې ربړې ستونزې رامنځته کولای شي. ساده څرگندنې په هره توگه، خو گړنې له يو څه زياتو بدلو يا انځور وزمه ماناوو سره، ورته ستونزې را ولاړولای شي. له دې لامله د ژباړې په تړاو د کمپيوتر، او د ويندۍ په تړاو د ربوتر د بريالې ويندۍ لپاره په کار ده، دواړه ډوله ادبي او ژبني توکي پر دودو (عادي) ژبنيو سېمبولونو راواړول شي. د ساري له مخې (لاس تر زنې) پرځای هېښ (حيران) ور زېرمه کړو، په نورو ټکو، هماغسې يوه ژبه ور وښيو چې په جوتپوهنو (مثبته علومو) کې کارول کېږي.

په دې توگه، دا به پېړۍ نيمه بله واخلي چې په لومړي گام کې د ژبپوهانو په مرسته گړنې- څرگندنې د ويند ربوت د سهنې (هضم) جوگه شي او په دويم گام کې د ادبپوهانو په همکارۍ ناپېيلې (نثري) او بيا لوړه پېيلې (شعري) ژبه!

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org