د ارواښاد محمددين ژواک
 د لسم تلين غونډه
 (جرمني)

 

د ۲۰۰۷ کال د اګست پر اتلسمه نېټه د جرمني فرانکفورټ ته نژدې د هېپنهېم په ښارګوټي کي د ارواښاد استاد څېړنمل محمددين ژواک لسم تلين د نوموړي د فرهنګپالي لور اغلي زرغونې ژواک عطا په نوښت او لګښت په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې په همکاري جوړ سو .

دې سيمينار ته له لندن، هالنډ، بلجيم، دنمارک څخه د ليکوالو او فرهنګيانو برسېره يوشمېر جرمني مېشت ليکوال او د کلتوري ټولنو استازي راغلي وه . همدا ډول د لیکنو او خپرنیزو مطالبو په څنگ کی د زیات شمیر لیکوالو پیغامونه د گران افغانستان، کانادا، استرالیا، انگلستان، سویدن، دنمارک، بلجیم، هالنډ او بلغاریا نه هم رالیږلی وه .

 د ارواښاد استاد ژواک د لسم تلين په دې غونډه چي ښاغلي پوهنمل رحمت ځواکمن پرمخ بېوله د قرآن کريم په تلاوت پيل سوه .

ورپسی اغلي زرغونې ژواک عطا د پرانستونکي وينا په ترڅ کي مېلمنو ته د کوروداني او ښه راغلاست ويلو تر څنګ د ارواښاد استاد څېړنمل محمددين ژواک ژوندليک ولوست او ورپسې لاندنيو کسانو خپلی مقالې ولوستلې :

ليکوال او څېړونکی ښاغلي محمد اکبر کرګر، ليکوال او شاعر ښاغلي ډاکټر طارق رشاد، ليکوال او څېړونکی ښاغلي صديق کاوون، ښاغلي سرور منګل، ښاغلي فقير محمد ودان، ليکوال څېړونکي او په اروپا کي د افغاني ټولنو د ګډي جرګې مشر ښاغلي زرين انځور، اغلی ملالی جواد ژواک، اغلی پلوشه فقیری، ښاغلی مطیع الله روفی، محترم عاشق الله غریب په بلجيم کي د افغانانو د ټولني مشر ښاغلي حاجي امين باوري او له اکسفورډ څخه ډاکټر مجاور احمد زيار رالېږل سوې مقاله د ښاغلي پوهنمل طلاباز حبيبزي له خوا ولوستل سوه همدا ډول غونډي ته له بېلا بېلو هيوادونو او کلتوري ټولنو څخه د را رسيدلو پيغامونو له منځه ښاغليو مطيع الله روفي په جرمني کي د افغان تياتر او سينما د مرکز په استازیتوپ د محترم واحد نظری رالیږل شوی پيغام، حاجي امين باوري په بلجيم کي د افغانانو د کلتوري ټولني او په هالنډ کي د سلام فرهنګي ټولني پيِغام، پلوشې فقيري له سويډن څخه د کانديد اکاډميسين محمد اعظم سيستاني پيغام او ملالۍ جواد  ژواک د کانديد اکاډميسين محمد اکرم عثمان رالېږل سوی پيغام ولوست . د نورو هغو کلتوري ټولنو ليکوالو او پوهانو نومونه واخسته سوه چا چي د ارواښاد استاد ژواک لسم تلين ته پيغامونه رالېږلي وه .

د مقالو، ويناوو او پيغامونو په ترڅ کي د استاد ژواک پر ژوند او د هغه پر ادبي، څيړنيزو، علمي او فرهنګي کارونو پر اړه په تفصيل سره خبري وسوې او په پښتو اد دري کي د استاد ژواک زيار او هڅي وستايل سوې .

اغلي زرغونې وويل چي په پام کي لري چي د ارواښاد ژواک د لسم تلين غونډي ته لوستل سوي ليکني او پيغامونه د کتاب په بڼه چاپ او خپاره کړي .

د ماښام تر ډوډۍ خوړلو وروسته په مشاعره کي ښاغليو: پوهنمل طلاباز حبيبزي، عاشق الله غريب، اسدالله زمري او اغلي سېما سما خواږه شعرونه واورول او د غونډي په وروستۍ برخه(ټنګ ټکور) کي ځوان سندرغاړي انجنير لطيف راوي، ځواني سندرغاړي هما افغان مينه او د هیواد تکړه سندرغاړی ښاغلي احمد مريد برخه واخسته  .

په پای کي اغلي زرغونې ژواک عطا د ارواښاد استاد محمددين ژواک د لیکل شوئ اثارو نه د نمونی په ډول د (رمز او راز) دوهمه برخه مېلمنو ته ډالۍ کړ، او له ټولو برخه والو نه په اخر کی د ریدی ژواک رالیږل شوی پیغام د کورنی د غړو په تیره د میرمن عایشه ژواک په استازیتوب محترمی زرغونی ووایه .

غونډه د ارواښاد استاد  پوهنمل محمددين ژواک پاک روح ته د دعا په ويلو د ماخستن پر يوولس نيمي بجې پای ته ورسېده . په پام کي دی چي د غونډي يوشمېر مقالې به د استاد ژواک له پاره دښکلا مجلې په ځانکړې ګڼه کي چاپ سي

  

د څېړنمل استاد محمد دين ژواک

 لنډه پېژندنه

 

ارواښاد څېړنمل محمد دين ژواک د غلام محی الدين خان زوی په ۱۳۳۷ هجري قمري کال دکندهار دخشکاوې په روره بات کي زېږېدلی دی .

په اووه کلنۍ کي يې په خصوصي ډول په زده کړو پيل کړی و، په ۱۳۱۶ هجري شمسي کي يې په کندهار کي مستعجل کورس ووايه او بيا د ډنډ په ابتدايي ښوونځي کي ښوونکی شو .په ۱۳۱۸ هـ . ش . کال کابل ته راغی په بېلابېلو ښوونځيو کي يې دښوونکي وظيفه اجرا کړه . د ۱۳۲۰ هـ . ش . شاوخوا پښتو ټولني ته راغی په پښتو ټولنه کي د زيري ادبي جريدې مرستيال سو. بيا يي ددې موسسې په بېلابېلو څانګو کي د مدير او غړي په توګه کار وکړ . ده په دې ټولنه کي د بېلابېلو څانګو له علمي غړيتوب سربېره د قواعدو د مدير په توګه، د ادبياتو د مدير په توګه د کابل مجلې دمدير په توګه او بيا د زيري جريدې د مدير په توګه کارونه وکړل او په ۱۳۵۲ هـ . ش . کال کي د زيري دجريدې مدير و . چي متقاعد سو .

ده په پښتو ټولنه کي د کار تر څنګ له راډيو افغانستان سره هم همکاري درلوده او د راډيو په تعليمي پروګرامونو کي يې برخه اخيسته  د سردار محمد داود د جمهوريت په دوران کي سره له دې چي دی متقاعد و، خو له مطبوعاتو سره يې روابط وو ، او آثار يې چاپېدل .

د ۱۳۵۶ لمريز کال په ترڅ کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د پښتو پراختيا او پرمختيا په څانګه کي د اجير همکار په حيث مقرر سو . د ۱۳۵۷ لمريز کال  په جوزا کي د پښتو ټولني د تدريساتو عمومي مديرسو خو کله چي د تدريساتو مدير لغوه سو دی بيا د مطبوعاتو په کلوپ کي په کار وګومارل سو . څه موده يې دا کار وکړ ، بيا وزګار  و .

په ۱۳۵۹ لمريز کال د افغانستان د ليکوالو اتحاديې مرستيال وټاکل سو خو هغه مرستيالي تش په نامه وه او تر پايه يې هلته کار ونه کړ او د ۱۳۵۹ له اوايلو يې د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو اوادبياتو په مرکز کي د اجير علمي همکار په توګه کار کاوه او د شپېتمو کلونو په وروستيو کي يې دا وظيفه پرېښوده .

د شپېتمو کلونو په جريان کي بيا د اويايمو تر اوايلو پوري ده د کابل له مرکزي اخبارونو، د راډيو افغانستان د ځوانانو له خپروني، د افغانستان دعلومو اکاډمۍ له خپرونو، د هنرمندانو د اتحاديې او د قومونو او قبايلو وزارت له خپرونو سره جوخته همکاري کوله .

ارواښاد ژواک په ۱۳۷۲ لمريز کال پېښور ته راغی په پېښور کي کال دوه پاته سو دلته يې هم له ادبياتو، شاعرانو، ادبي جرګو، ټولنو پښتو اکاډمۍ او نورو علمي فرهنګي موسسو سره تګ راتګ درلود، د خپل ذوق سره سم يې خپلي پارچې ليکلې د ځينو ادبي آثارو په باب يې خپلي نظريې او برداشتونه او هم ځينو علمي غونډو ته مقالې له خپل مشرب او د خپل ځانګړي سبک له رغښتونو سره برابري وليکلې چي دلته په پېښور کي په افغاني او پېښوري مطبوعاتو کي چاپ سوې او خپل يو وروستی اثر يې هم په پېښور کي په خپل لګښت چاپ کړ، دا کتاب پښتو او دري برخي لري . په پېښور کي تر کال دوه اوسيدو وروسته جرمني ته ولاړ، له المان څخه يې هم ځينو افغاني خپرونو ته خپلي ليکني استولې او د ژوند تر وروستيو شېبو پوري يې له قلم او ليک سره خپله اړيکه  نه وه شلولې .

ارواښاد ژواک په ۱۴۱۸ قمري  ۱۹۹۷ ميلادي کال په اګست کي دقمري کال په حساب د ۸۱ کالو په عمر په المان کي وفات او هورې ښخ سو .

 

روح دي ئې ښاد وي .