نثار احمـــد بهین

مینه :

مینه څه ده د ژوندون یو صفحه ده
یا د ستا یا زما د ژوند کیسه ده
کله خوښ کله خپه وی خلک په مینه
مګر بیا هم پر هر چا باندی خوږه ده
نه یی پیل چا له معلوم وی نه انجام
یو وخت ګرمه، بل وخت لږ غوندی سړه ده
څوک په یار څوک پر دنیا باندی مین وی
ما ته مینه د انسان، د ژوند تحفه ده
خلیفه د خدای انسان دی په نړی کی
ځکه مینه یی شیرینه او سچه ده
د انسان او انسانیت مینان واړه
نه یو زړه، بلکی زړونو کی دیره ده
خو نن افغان له افغانانو دی په تېښته
مینه ورکه، کرکه ډیرو ته پېشه ده
دا د مینی ځای نیولی ټول نفرت دی
هر افغان و بل افغان ته په غصه ده
زه بهین اوس په لټون د محبت یم
بی له مینی لدی ژونده څه فایده ده

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نثاراحمد بهین ـ ماینز ـ جرمنی ـ ۱۷.۵.۲۰۱۵

 

 

§         منطـق -  نثــــار احمــــد بهـیـــن

§         رسوایی : نثار احمـــد بهین

§         د مړو جـنــازی - نثــــار احمــــد بهـیـــن

§         د شهـید هیــــــله - نثــــار احمــــد بهـیـــن

§         د کلــی شیطـان - نثار احمـــد بهین

§         هغـــــــــه ورځ - نثار احمــــــد بهــــــــین

§         ځان ځانی: - نثار احمد بهین

§         د غـــم بــلا - نثار احمد بهین

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org